طالبان: پر روغتون د ګډوځواکونو برید د بشري حقوقو څخه سرغړونه ده / ویډیو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، کب ۲، ۱۳۹۴ل): طالبانو د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې د میدان ولایت د جلګې ولسوالۍ په تنګي سیمه کې د سویډن هیواد د مرستندویه موسسې له لوري جوړ شوی روغتون باندي د ګډو ځواکونو تیری د بشري حقوقو څخه سرغړونه ده.

پر دغه روغتون د شپې له خوا د ملي اردو ځواکونو له لوري چاپه اچول شوې وه، د روغتون دروازې ماتي شوې، څلور زخمیان په بې دردۍ سره وژل شوي او د روغتون عمله د نرسانو او ډاکټرانو په شمول ډبول شوي دي.

په ویډیو کې د روغتون عمله او د کلي اوسیدونکي هم ږغیږي، او هم په کښی هغه وژل شوي کسان ښودل کیږي چې د دولتي ځواکونو په برچو او چړو وژلي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ملي اردو او یا هم د بهرنیو ځواکونو له لوري پر روغتون چاپه اچول کیږي او یا په بمبار کې په نښه کیږي، بلکې ددې تر مخه هم ډیری داسي پيښي ثبت شوي دي، چې نیژدې مثال یې د کندوز ولایت د بې سرحده ډاکټرانو هغه یوازینی روغتون دی کوم چې د جګړې پر وخت یوازینی روغتون وو چې د زخمیانو، ټپیانو او عامو مریضانو تداوي یې کوله. دغه روغتون هم د امریکايي ځواکونو له لوري بمبار شوی وو، د ډاکټرانو، نرسانو او زخمیانو په ګډون تر ۴۰ زیات کسان په کښي وژل شوي وه او زیات شمېر نور ټپيان شوي وه.

ویډیو:

کښته کولو لپاره دلته کلیک وکړئ

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د