نظــر

دښمن بیا وحشي شوی

 

دا څو ورځې بیا دهیواد له ګوټ ګوټ څخه ددښمن دظلم او وحشت راپورونه رارسیږي ، دهیواد له مختلفو سیمو ورکړل شوي راپورونه وایي ، چې خارجي عسکرو ، داخلي پوځیانو ، پولیسو اواربکیانو په یوه ډول ظلم ته کار ویلی ، او په بې دفاعو افغانانو یې سخت مظالم شروع کړي دي .

په مظاهره چیانو ډزې

وړمه شپه دکندهار ولایت دمیوند ولسوالۍ په لوی کاریز سیمه کې امریکایي وحشیانو په څو کورونو چاپه ووهله چې په ترڅ کې یې دې کورونو ته سخت زیان واړاوو ، دعیني شاهدانو په قول امریکایانو په دې چاپه کې دیادو کورونو څخه  زیاته اندازه پیسې او قیمتي توکي غلا کړل ، کوچنیان او ښځې یې ووهلې ، او دسپین ږیرو په شمول نارینه یې له ځان سره بوتلل .

کله چې دچهارشنبې په ورځ دمیوند اوسیدونکو دامریکایانو ددې جنایت په مقابل کې اعتراضیه مظاهره را وایسته ، دکندهار دادارې پولیسو په بې دفاع مظاهرچیانو بې رحمانه ډزې پیل کړې ، چې په نتیجه کې یې دکره راپورونو له مخې  یوولس ته  بي ګناه افغانان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شول .

خو اجیر دښمن چې دمیوند دبي ګناه انسانانو په وینو یې لاسونه لړلي وو په دې جنایت اکتفاء ونه کړه ، بلکې ددې لپاره چې له خپلې لمن دبې ګناه انسانانو دوینو داغ ومینځي ، په مطبوعاتو کې یې دخپل وحشت دتوجیه هڅه هم پیل کړه ، او په دروغو یې اعلان وکړ ، چې دوی مظاهره کوونکي نه بلکې مسلح طالبان وژلي دي ، خو عیني شاهدانو وویل وحشي عسکرو په مظاهره کوونکو ډزې کړي چې دکندهار دسرک د دریو تنو ډریورانو په شمول یې ۱۱ تنه عام افغانان په شهادت رسولي .

امریکایانو له کلیوالو غچ واخیست

له بلې خوا له ننګرهار څخه رارسیدلی خبر وایي چې وړمه شپه ددې ولایت  دخوګیاڼو ولسوالۍ  دوزیرو / فراخیلو په سیمه کې نیمه شپه دامریکایانو په یوه ټانګ  دماین چاودنه وشوه چې امریکایي ټانګ او عسکرو ته یې زیان ورساوو ، خو امریکایانو دغچ اخیستلو په دود همدې سیمې ته څیرمه په دریو کلیو لکه انګوري ، مورکي  او کجیر کلیو باندې چاپه واچوله او ټول کورونه یې محاصره کړل ، چې وروسته یې په محصورو کلیوالو باندې سخت وحشت پیل کړ .

دخوګیاڼو اوسیدونکي وایي چې اشغالګرو په دې ظالمانه عملیاتو کې چې ترمازدیګره روان وو دیوه ماشوم په ګډون ۳ تنه عام افغانان ویشتلي او په شهادت رسولي ، دغه راز یې د ۲ تنو ښځو په شمول ۶ تنه ټپیان کړي دي .

عیني شاهدان وایي امریکایانو کلیوال له خپلو کورونو را ایستل او بیا یې سخته سزا ورکوله ، چې په دې لړ کې ۶۲ تنه عام کلیوال چې اکثره یې سپین ږیري دي دامریکایي وحشیانو لخوا سخت وهل شوي ، تړل شوي او تعذیب شوي دي ، کلیوال وایي ګڼ کسان امریکایانو له ځانه سره هم وړي دي .

اربکیانو امیدواره ښځه ټپي کړه

له بلې خوا په دې وروستیو کې داربکیانو / محلي پولیسو لخوا دظلم  او وحشت پیښو هم خورا زور اخیستی ، دکونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ د ورسک سیمې اوسیدونکي وایي ، وړمه ورځ په همدې سیمه کې  اربکیانو په پوره لیونتوب او بې له  کوم دلیل څخه په یوه بې ګناه ښځه چې دخپل کور له څنګه روانه وه  ډزې وکړي او سخته یې ټپي کړه ، دکلیوالو په وینا ښځه د سختو ټپونو له امله  دکوما حالت ته تللې ، چې دخپلو قریبانو لخوا روغتون ته انتقال شوې ، ددغه ظالمانه  کړنې له امله د ورسک دسیمې خلک په یوه غږ راووتل او داربکیانو په ضد یې داعتراض غږ پورته کړ چې ځینو خلکو په اربکیانو د ډبرو وارونه هم وکړل ،  دورسک اوسیدونکي وایي چې که جنایت کوونکواربکیانو ته سزا ورنکړل شي دوی به یې په خلاف وسلې ته لاس کړي .

دا او دې ورته نورې پیښې چې هغه جنایات دي چې هره ورځ دهیواد په لراوبر کې ددښمن لخوا روان دي ، خو مطبوعاتو ورباندې دسیاسي مصلحت په خاطر خوله ګونګه نیولې نو ځکه یې زیاتره پیښې په مطبوعاتو کې نه را اخیستل کیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x