نظــر

دسیدانو د تنګی په روغتون برید دولتی تروریزم دۍ

انجینر م ربي اماج

د بریښنایی داخلی او نړیوالو رسنیو په پاڼو کی دغه خبر خپور شوۍ وو چی افغانی او بهرنیو ځواکونو په وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی د تنګی سیدانو سیمی په هغه روغتیایی مرکز کوم چی د افغانستان لپاره د سویډن کمیټی لخوا پرمخ بیول کیده، د شپنیو عملیاتو په ترځ کی چاپه وهلی او هلته په روغتیایی مرکز کی یی دوه نارغان له دوو پایوازانو سره له ځان سر د باندی بیولی او بیا یی هلته په صحرایی بڼه په ډزو وژلی دی. چی د حکومت او اړوندو ځواکونو دغه رنګه کړنی د ټولو انسانی اصولو او نړیوالو تړونونو خلاف دی او د دولتی تروریزم په ډله کی راځی.

په ټوله نړۍ کښي یوه لړی چاری شته چی د هر کار د کړلو او سر ته رسولوپه مهال هغه هرومرو په نظر کی نیول کیږی او دارنګه مسلو ته په انګریزی ژبه کی کراس کټینګ ایشوز وایی، دبیلګی په دود لکه دبشر حقونه،د چاپیریال ته د زیان نه رسول،د جنسیت د برابری،د ماشومانو حقونه،د مذهبی ،ښونیزو،روغتیایی،ټولګټو….او داسی نورو موسساتود حریم درناوۍ او ځنی عام دودونه اوداسی نور.چی د هرکار (پرمختیایی،ښوونیز،روزنيز، کرهڼیز،ساختمانی ،روعتیایی او داسی نور او حتی پوځي کړنی او چاری) د سرته رسولو په مهال په ټینګه مراعات کیږی. افغانستان هم د هغه هیوادونو په لړۍ کی راځی چی دجګړی اړوند د ژنیو کنوانسیون یی لاسلیک کړیدۍ او د هغی مانا بیا دغه چی چی د جګړی په مهال به هغه نړیوالی ژمنی په ټینګه مراعات کوی کومی  چی د همدغی لوذنامی په متن کی راغلی دی، یو له هغی څخه د روغتیایی تاسیساتو اوموسسو درناوۍ دۍ.

کوم عمل چی د افغانستان د پوځ لخوا ترسره شوۍ هغه په دوو دلیلونو باندی جنګی جرم دۍ :لومړۍ دا چی د روغتیایی مرکز امنیت ته یی درناوۍ ندۍ کړۍ او د کلنیک روغتایی کارکونکیو امنیت یی په خطر کی اچولۍ ، هغه حریم یی مات کړۍ، او هغوی یی ښکنجه کړی.

دوهم: کوم کسان چی هغلته  تردرملنی لاندی وو هغوی په هغه وخت کی مجرمین نه بلکه ناروغان وو او ناروغ لومړۍ درملنی ته اړتیا لری.هیڅوک دا حق نلری چی حتی د غرغری حکم په ناروغ محکوم تطبیق کړی اول باید ناروغ جوړ سی او بیا وروسته غرغره شی، لا وار خو د دی راغۍ چی ټپی یا ناروغ کس بی لدی چی د هغه جرم د قانونی منل شویو بنسټونو لخوا وپلټل،څیړل او ثبوت شی، پخپل سر د روغتون څخه په زور ایستل او بیا صحرایی چارمارۍ کول پخپله دولتی تروریزم او جنګی جنایت او جرم دۍ. که دولت ته داخلک مطلوب وو نو بیا خو یی د هماغه ځای د امنیتی بنسټونو له لاری ولی نه نیول، او کچیری دولت هلته په امنیتی مانا فزیکی وجود او حضور نلری نو بیا ولی په لوی لاس د هغه روغتیایی مرکز امنیت په خطر کی اچوی کوم چی د هغی ولس ناروغانو چوپړ کوی؟، او ولی په لوی لاس د هغه روغتیایی مرکز حکومت ضد وسلوالو ته د موخی په بڼه ګرزوی؟!،لدی خو دا جوتیږی چی اوسنۍ حکومت د دغی سیمی د اولس لپاره کومه ژمنتیا نلری او نه یی د روغتیا غم ورسره شته، یوازی خپله اجنډا په مخ بیایی،او د اوسنی حکومت دغه راز کړنی هغه د ملا نصرالدین ټوکی ته ورته دی چی وایی: یو وخت کی ملا نصرالدین په عام بازار کی خپله تور سری را نسکوره کړی او  وهله یی، کوم چا ورته وویل چی ملا صیب دغه شرم دۍ چی ته په عام بازارکی خپله تور سری ډبوی،ولی کور نلری خو هغلته دا کار وکړه! پځواب کی ملاصیب ورغبرګه کړه چی په کور کی خو په لاس نه راځی.

اوس هم کچیری اوسنۍ حکومت ددی جوګه نه وی چی په کور دننه خپل وسلوال مخالفین وځپی او کنترول یی کړی، نو غوره داده چی پخپله ستراتیژی بیاځلی غور وکړی، ولسونه په زوره نه ایل کیږی، باید حکومت په خپلو کړنو کی نوۍ نظر وکړی او د مور او میری چاری پریږدی.او کچیری عام اولس ته آسانتیاوی (خدمات) نشی وړاندی کولۍ، نو هغه دبل د سر صدقی خو دنه ځنی اخلی.تاریخی تجربو دا جوته کړیده چی په زور کلی نه کیږی،او تر څو به دپاکستان د لاسوهنی ډول ته نڅا کوو، کچیری خبره همدومره وی هلته یی بیاامریکا دسرپه سترګو وینی او څه نه ورته وایی!لدی ښکاری چی اوبه له سره خړی دی او زموږ د هیواد ناکراری کومه داخلی ستونځه نه بلکه د نړیوالی اجنډا ًیوه پیڅکه ده! نو موږ ولی بیا دنورو د موخو ښکار شو؟په کار ده چی حکومتی چارواکی د سوچ ګوته په غاښ ونیسی او خپله ټوپۍ قاضی کړی، اود حالاتودنزاکت په نظرکی نیولو سره د هیواد دګټو لپاره نوی لاری چاری غوره کړی. او په لوی لاس دخپلو خلکو د ترور او وژنی څخه لاس واخلی.اوس هم لیری نده  سوله آخرینۍ لاره ده او بیله دی بله لاره نشته.لا تر اوسه یی ماغزه په قرار ندی! ««»» چا چی ما سره وهلۍ سر په سنګ دۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x