شعـــــرونه

غزل: نور احمد صديقي

نور احمد صديقي

 د کلي په چینه کې هغه دنګ چنار ته راشه
نومان مو چې پرې کښلي هماغه یادګار ته راشه

 بیګاه مې ستا په یاد کې شپه په اوښکو رڼا کړې
درپسې به مې زړه وچوي یار سبا، یار ته راشه

 صرف د سترګو په لیدلو دې رغیږي چې یو څوک
طبیبه ساه بې وخیژي لږ ژر بیمار ته راشه

 قیامت یې دی جوړ کړی ټول اولس شهید شهید دی
مسلمه نړیدلي د مسجد منار ته راشه

 هغه بدرنګه زمونږ چم ته چې په زور راغلي
څرمنه مو ترې ویستې ده غربي ښامار ته راشه

 په خوب کې طالب جان هغه جانان مې راته ویلې
احوال د کور مې راوړه صدیقي مزار ته راشه

۱۳۹۴-۱۲-۰۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x