نړۍ

جېب بوش د امريکا له ولسمشريزو سياليو لاس په سر شو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، کب ۲، ۱۳۹۴ل):  د امريکا د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش کشر ورور او د فلوريډا ايالت پخوانی والي د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ له ټاکنيزې سيالۍ لاس پر شو او د جمهوري پلوو له لوري ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ نوماندۍ د ګټلو چانس ډېر شو. د ديموکراتانو له لوري هيلري کلنټن نيفادا ايالت کې د ولسمشرۍ نوماندي وګټله.

د ګوندي ټاکنيزو سيالو له پرله پسې درېيمې ناکامۍ وروسته جيب بوش په دسمال خپلې اوښکې پاکولې او ويې ويل «نور د ولسمشرۍ له ټاکنيزې سيالۍ تېريږم.»

په مقابل کې يې د جمهوري پلوو بريالي نوماند سويلي کرولينيا کې خپله بريا اعلان وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې دی به د خپل ګوند غوره نوماند وي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته ودريږي.

د راپورونو له مخې د سروې ګانو ګڼې ادارې وايي، چې منځلاري جمهوري پلوه د ډونلډ ټرمپ ملاتړي او سخت محافظه کاران يې د ټکساس ايالت د اوسېدونکي او د جمهوري پلوو له د ولسمشرۍ د سيالۍ غوښتونکي ټيډ کروز ملاتړ کوي او په ايوا ايالت کې يې له ټرمپ څخه سيالي هم ګټلې وه.

د ديموکراتانو له لوري هيلري کلنټن نيواډا ايالت کې ۵۲.۵ سلنه رايې وړي او سيال يې بيرني سانډرز ۴۷.۵ سلنه رايې وړي دي.

هيلري کلنټن ډاډمنه ده، چې دا به د خپل ګوند له لوري د ولسمشرۍ نومانده شي او په دې اړه د خلکو شکونه هېڅ معنا نه لري.

کلنټن هڅه کوي، چې سويلي ايالتونو کې د لږه‌کيو په ملاتړ وتوانيږي، مګر سانډرز په ځوانانو او منځني عمرونکو ديموکراتانو کې ډېر محبوبيت لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x