
فاروق وردګ یوولس کلن راز افشاء کړ
دا ډول پیښې چې په عامه نظر کې مرموزې اوله شکوکو ډکې بلل کیږي ، واکمن رژیم ، امریکایان ، په ځانګړي ډول وطني ، سیمه ایزه او نړیواله غرب پلوه میډیا یې شکمنې پیښې نه بولي ، بلکه بې له دلیله دداډول ټولوپیښو دمسؤلیت بوج دمجاهدینو په اوږه اچوي ، هره پیښه دطالبانو کار بولي ، او دطالبانو دعملیاتو یوه مهمه برخه یې ګڼي ، چې له همدې ځایه بیا دوی طالبان د وطن دښمنان هم بولي ، او دخپلې مدعا داثبات لپاره دغه ډول بوږنوونکي او ناموجهه پیښې ددلیل په توګه وړاندې کوي .
خو طالبان چې همیشه یې له دغه ډول کړنو څخه بیزاري اعلان کړې او په سخته یې غندلي دي ، دا چې دیوطرفه میډیا له وجې یې رښتینی غږ د دښمن ددروغجنو تبلیغاتو په شور کې نه اوریدل کیږي ، په سمه توګه نه شي کولای دغه الزامات له ځانه دفع کړي ، مګر څرنګه چې وایي حقیقت هیڅوک نه شي پټولای ، بلکې که دلږ وخت لپاره یې پټ هم کړي ، یو وخت ضرور ځان ښکاره کوي ، په دې مورد کې لږترلږه دیوې پیښې په اړه حقیقت تیره ورځ په بشپړه توګه روښانه شو او هغه چا چې پخوا یې دداسې پیښو دمسؤلیت پیټی دطالبانو په اوږه اچاوو ، خپله یې اقرار وکړ ، چې دا پیښې رښتیني نه بلکې هسې مصنوعي ډرامې دي .
دهیواد په لراوبر کې د متعلمینو نجونو دمسمومیت مسئله یوه له هغو مرموزو پیښو وه ، چې چارواکو او غربي میډیا ترې تیر یوولس کاله ښه په خرپ دطالبانو په وړاندې په تبلیغاتو کې استفاده وکړه .
دا ډول پيښې چې دهیوادپه مختلفو سیمو کې رامنځته کیدلې ، او میډیا هم خورا پراخ انعکاس ورکاوو ، او هرځل یې په طالبانو تاوانولې ، خو طالبانو ترې انکار کاوو ، ایله تیره ورځ په ۲۰۱۳/۵/۸ م نیټه باندې معلومه شوه چې اصلي کیسه څه ده ، او ددې پیښو مسؤلیت دچا په غاړه دی ؟؟
دکرزي دمعارف وزیر فاروق وردګ چې پرون چهارشنبه یې په هیواد کې د ۷۰ ښوونځیو د جوړولو دتفاهم لیک دامضاء کولو په مراسمو کې خبرې کولې ، خبریالانو ته یې وویل چې له تیرو څو کلونو راهیسې ددوی دهراړخیزو عدلي ، جنایي ، طبي او تحقیقاتي پلټنو په ترڅ کې معلومه شوې ، چې د مکاتبو د ښځینه زده کوونکو دمسمومیت ټولې پیښې جعلي او دروغ دي او هیڅ واقعیت نلري .
فاروق وردګ په همدې اساس متحدالمال ګواښ وکړ ، چې که بل ځل یې په کوم ښوونځي کې دمسمومیت ډرامه ولیده ، نو ټولو ذیدخلو زده کوونکو ، ښوونکو ، د ښوونځي مدیر او نورو کارکوونکو ته به سزا ورکړي .
فاروق وردګ وویل (وزارت معارف سمپل خون از این( شاگردان مسموم شده) را به تمام شفاخانه های افغانستان و جهان فرستاده و هیچ نوع ماده سمی و زهری را کشف نکرده است )
فاروق وردګ وویل حداقل په یوه مورد کې هم دوی نه دي موندلي ، چې مسمومیت دې واقعي وي ، که چیرې دنجونو دمسمومیت خبرې واقعیت درلودلی ، باید لږترلږه په یوه مورد کې خو طبي معایناتو ثابته کړې وای ، چې مسمومیت رښتینی دی ، خو تراوسه دوی داسې هیڅ شواهد نه دي موندلي .
دپوهنې وزارت ویاند کبیرحقمل بي بي سي راډیو ته وویل چې اکثره وخت نجونې دنورو لخوا تلقین شوي چې دوی مسمومې دي ، چې دې تلقین ددوی په روان یوه شیبه اغیز کړی او وروسته بیرته ښې شوې دي ، خو دې خبرې ته وروسته مطبوعاتو پراخه توجه کړې ، او ډیره یې تبلیغ کړې .
د فاروق وردګ لوړ اعتراف او د جزاله ګواښ څخه څرګندیږي ، چې نوموړی په خپلو پلټنو بالکل باوري دی ، چې په دې سره نور هغه راز، راز نه دی پاتې چې له تیرو یوولسوکلنو راهیسې یې افغانان حیران کړي وو ، او هرچا داپوښتنه کوله چې د ښوونځیو نجونې ولې مسمومیږي .
په دې ډول له یوولسوکلونو وروسته دغربي مطبوعاتو او دهغوی دکرایه شوي دروغجنو خبریالانو خولې هم په خاورو وموښل شوې ، هغه خبریالان چې دهر مسمومیت دپړې ګوته یې طالبانو ته نیوله او ډیر ځله خو یې دچارواکو په مشوره له ځانه خودساخته شواهد هم ورسره ملګري کول .
په نوي نړۍ کې تبلیغاتي جنګ دپوځي جنګ په نسبت مؤثر بلل کیږي ، ویل کیږي چې یوویشتمه پیړۍ به دتبلیغاتي جنګ پیړۍ وي ، نړیوال کفري استعمار چې په افغانستان کې ګیر دی ، په پوځي جنګ سربیره یې دمجاهدینو په خلاف پراخ تبلیغاتي جنګ هم روان ساتلی ، هغه څه چې په تبلیغاتي جنګ کې خورا مهم بلل کیږي ، د مخالف لوري په خلاف دتبلیغاتو لپاره خام مواد دي ، امریکایان چې دطالبانو په خلاف دتبلیغاتو لپاره کوم واقعي څه نه لري ، نو ډیر ځله په دسیسه ، منافقت او دروغو سره خپلو تبلیغاتو ته خام مواد پیدا کوي ، دنجونو دمسمومولوډرامه دغربیانو او دهغوی داجیرانو یوه له مهمو دسیسو څخه وه ، چې همیشه یې یې غربي مطبوعاتو دپړې ګوته طالبانو ته نیوله ، خو اوس لله الحمد دا راز افشاء شو، چې دې پیښو هیڅ واقعیت نه درلود ، بلکې یوازې دغرب دمطبوعاتي اجیرانو ډرامه وه ، ان شاءالله په راتلونکې کې به دا رازونه هم افشاء شي چې ښوونځي څوک سوزوي ، ملکي خلک څوک وژني ، پلونه او روغتیایي تاسیسات څوک ورانوي او داسې نورې مرموزې پیښې ، دا جنایات به ځکه افشاء کیږي چې حقیقت هغه لمر دی ، دازادۍ ، ډیوې ، مشال ، امریکا غږ ، بي بي سي ، سي این این ، نیویارک ټایمز او نورو رسنیو غوندې نقابونه یې نه شي پټولی .