
د امريکا ميشيګن ايالت کې شپږ تنه ووژل شول
نن ټکی اسیا (يکشنبه، کب ۲، ۱۳۹۴ل): د امريکا ميشيګن ايالت کې د ناڅرګندو بريدګرو په ډزو کې شپږ تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپيان دي.
پوليسو د بريدګرو پلټنه پيل کړې.
لومړني راپورونه وايي، چې بريدګر په موټر کې سپاره دي او ځای پر ځای پر خلکو ډزې کوي.
دا پېښه د ميشيګن په کلامزو سيمه کې رامنځته شوې ده.
امريکايي رسنۍ د کلامزو د اوسېدونکو له قوله وايي، چې دوی پرله پسې د ډزو اوازونه اورېدل او په خپلو سترګو يې شپږ مړي وليدل، چې څلور يې په يو هوټل کې پراته وو او دوه نور د يو دوکان مخې ته.
د اوسېدونکو په وينا په دغو ډزو کې ګڼ شمېر خلک ټپيان هم دي.
ان بي سي امريکايي تلويزون وايي، چې بريدګر سپين پوستی و او پنځوس کلن ښکارېده، چې له موټره يې پر خلکو ډزې کولې او اوس د پوليسو له سترګو هم ورک دی.
پوليس وايي، چې دوی د بريدګر لټون پيل کړی دی او ډېر ژر به يې ونيسي.