جي میل اوس د نورو ایمیلونو له لارې هم خلاصولای شئ!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۲مه ۱۳۹۴ل): که ایمیل لپاره د جي میل Gmail پر ځای یاهو Yahoo یا د مایکروسافټ اکونټونه استعمالوئ نو د ګوګل خدمتونو لپاره درته د نوي اکونټ جوړولو اړتیا نشته دی.

ګوګل د خپل ایمیل خدمت لپاره یوه ستره ځانګړنه Gmailfy اعلان کړې او له دغه لارې د مایکروسافټ یا یاهو کې اکونټ درلودونکي کسان هم د جي میل له خدمتونو استفاده کولای شي.

هغه کسان چې اینډرایډ مبایلونه استعمالوي، نو لومړی دې د جي میل اپلیکیشن ښکته کړي او بیا دې د خپل یو اکونټ له لارې داخل شي او د جي میل له Inbox، د اسپام مسجونو څخه د ژغورنې او نورو ځانګړنو څخه دې خوند واخلي.

همدا راز جي میل د ویب پاڼې له لارې هم استعمالولای شئ خو دا اسانتیا تر دې دمه یواځې اوټ لاک outlook، هاټ میل Hotmail او یاهو yahoo اکونټونو لپاره ده.

د جي میل د استعمال لپاره لومړی mail.google.com خلاص کړئ، بیا خپل یاهو، هاټ میل یا اوټ لوک اکونټ څخه ننوځئ، د سيتنګز ځای ته ورشئ او لینک اکونټس Link Accounts باندې کلیک کړئ.

ګوګل وايي چې ستاسو ټول ایمیلونه به انباکس، سوشل، پروموشن او آپډيټ برخو کې اتومات ثبت شي او د ایمیل په ژر پیدا کولو کې به درسره ډيره مرسته وکړي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د