افغانستان

تورخم کې د سرحدي پوليسو پر مرکز توغنديز بريدونه شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، کب ۲، ۱۳۹۴ل): ډيورينډ کرښې ته څېرمه تورخم ښارګوټي کې د سرحدي پوليسو پر مرکز توغنديز بريدونه شوي دي.

د تورخم ښارګوټي کې د سرحدي ځواکونو د مرکز سرچينې وايي، چې نن سهار له پولې هاغاړه د سرحدي ځواکونو پر مرکز په وقفه يي شکل لس توغندي ولګېدل، خو د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

د سرحدي پوليسو د مرکز يو افسر رحيم الله سهاک وايي، چې توغنديز بريدونه د خيبرايجنسۍ د لواړګي له غړکۍ سيمې شوي دي.

د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي د پېښې پخلی کړی او زیاتوي، چې دوه توغندي د سرحدي پوليسو پر مرکز او نور شاوخوا سيمو کې لګېدلی، مګر څه مرګ ژوبله نه لري.

پاکستاني سرحدي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x