کندهار کې امريکايي څارګره الوتکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، کب ۲، ۱۳۹۴ل): د کندهار نړيوال هوايي ډګر کې يوه امريکايي څارګره الوتکه نسکوره شوې ده.

افغانستان کې د امريکايي سرتيرو له مرکزي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه څارګره الوتکه د تخنيکي ستونزه له امله نسکوره شوې او په دې پېښه کې يې د مخالفينو لاس لرل رد کړي دي.

د دغې الوتکې د نسکورېدو له امله چا ته زيان نه دی اوښتی

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د