نظــر

اسفندیار : چي چیرته هم داسلام او پښتو تضاد راغلی پښتون اسلام نه دی اخیستی بلکه پښتو يي اخیستې ده

د  پاکستان د تش په نامه ملت پال ګوند مشر اسفندیار ولي خان له بي بي سي راډیو سره په مرکه کي هڅه کړي ترڅو پښتانه دده په وینا ملتپال غیرمذهبي خلک معرفي کړي، او پښتانه داسي مسلمانان وښيي چي تر اسلام پر پښتو کلک ولاړ دي.

 دا به سمه وي چي پښتانه پرخپله پښتو کلک ولاړ دي خو دا هم باید هیر نکړل سي چي له عربو وروسته هیڅ قوم د اسلام لپاره دومره قربانۍ نه دي ورکړي لکه پښتنو، اسلام غیرتي دین دی او پښتانه هم الحمدلله غیرتي خلک دي، لکه په عربو کي چي ددوي خپل نیک صفات له اسلام سره په ګډیډو ښه نتیجه ورکړه همداسي به د پښتنو نیک صفات هم انشاء الله ښه نتیجه ورکوي، عرب جنګیالي ، وفادار، پر وعده ولاړ او میلمه پال خلک وه

ځکه الله جل جلاله دخپل رحمت په وجه په دوي کي اخر الزمان پیغمبر صلی الله علیه وسلم پیدا کړ او دوي يي دپیغمبر صلی الله علیه وسلم صحابه وګرځول چي بیا يي د الله جل جلاله په مرسته د خپلو نیکو صفاتو په درلودلو د مځکي پرمخ اسلام خپور کړ، پښتانه هم د عربو د نیکو صفاتو درلودونکي خلک دي ، په دوي کي هم وفا، غیرت، میلمه پالنه، جنګیالیتوب او ټینګ عزم داسي صفات دي چي ډیر قومونه يي نلري، دوي په اوس زمانه کي ځکه الله جل جلاله دخپل دین دخدمت لپاره استعمال کړي چي ددغو نیکو صفاتو خاوندان دي، له الله جل جلاله څخه غواړم لکه  څنګه چی يې د اسلام په پیل کي خپل دین د عربو په لاس په نړۍ کي خپور کړ همداسي اوس يې په اخري زمانه کي د پښتنو په لاس خپور کړي. آمین

اسفندیار ولي باید په دي پوه سي چي پښتانه الحمدلله قلباً ، لساناً او عملاً مسلمانان دي، اسلام يي په زړه کي ځاي نیولي، په خوله دمسلمانۍ اقرار په ویاړسره کوي او نورو ته يي رسوي او په عملي ډګر کي يي هم ازموینه ورکړيده، د طالبانو اسلامي تحریک چي مشر ، مهم مشران او غوڅ اکثریت يي پښتانه دي په افغانستان کي داسي اسلامي نظام پلي کړ چي نه يي افغانستان او نه نورو ملکونه له راشده خلافت وروسته مثال پیش کولاي سي.

طالبان د اسلام پر سر یوې معاملي ته هم تیار نشول او بالاخره يي د نړیوال کفري یرغل په نتیجه کي خپل امارت قرباني کړ، که څه هم دوي امارت له لاسه ورکړ خو د خپل هدف نه تیر نسول، د خپلو نیکونو په زړو توپکانو او دخپلو پښتنو ورونو په ټوک يي بیا جهادي لیکي منظمي کړي او له دوولسو کالو پرلپسی مبارزي وروسته دادي الحمدلله بیا همهغه د اولي ورځي طالب د بري وروستی پولی ته په رسیدو دی.

داد پښتنو لپاره د ویاړ ځاي دی چي الله جل جلاله له دوي څخه دعربو په شمول د نړۍ دټولو قومونو په منځ کي ددین کار واخیست او داسلامي مبارزي د رهبرۍ او مشرتوب تاج يي دوي ته ورکړ، د الله جل جلاله ددغه سترنعمت په مقابل کي باید هر پښتون د الله جل جلاله شکراداء کړي او پدې لار کي له هیڅ قربانۍ څخه دریغ ونکړي.

د پښتنو ملتپالو په نامه چي کوم کسان د پښتنو د غمخورۍ او همدردۍ نعري وهي بايد پدې پوه سي چي تاسو د نړۍ کفار د خپلو ورونو په مقابل کي دیوه خطرناک هدف لپاره کاروي، نړیواله کفري ټلواله دانسي زغملاي چي د اسلامي هیواد مشري دي غیورو افغانانو ته په لاس ورسي، دخپل دغه هدف لپاره د نورو توطیو ترڅنګ غواړي چي د اسلامي نضهت پر هسته پښتون قوم کوم تور داغ ولګوي او نورو مسلمانو قومونو ته يي غیر اسلامي، پر قومي احساس جنګيدونکي جنګیالي او دیوې کفري مفکوري درلودونکی قوم ور معرفي کړي او پدې ډول داسلامي امت په زړه کي د مجاهدو پښتنو موجود محبوبیت له منځه یوسي .

د ملتپالوپښتنو له ادرسه چي د طالبانوپر ضد کومي خبري خپریږي ګټه يي یوازي او یوازي اسلام ضد او پښتون ضد خلک ترلاسه کوي، دوي خپل بری د پښتنو په منځ کي د انشعاب ، پرجلا نظریوویشلو او خپل منځ کي په جنګولو کي ویني.

پښتانه ملتپال ګوندونه دي د خپلو پښتنو مشرانو مجاهدینو او طالبانو د قربانیو قدرداني وکړي او پر خپلو تیرو کړونو دي د پښيمانۍ ، خپل درځ بدلولو او له طالبانو سره دهمکارۍ لاره خپله کړي او کفري نړۍ ته دي دا ثابته کړي چي پښتانه ازادي خوښوونکي، متحد او په بشپړه توګه مسلمان او مجاهد خلک دي.

پاي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x