د امريکا په هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو ـ مرګ ژوبله ډېره شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲مه، ۱۳۹۴ل): د نیوزویک مجلې په حواله د پخوانيو کلونو په پرتله د امريکا په هوايي بريدونو کې د عامو افغانانو د مرګ ـ ژوبلې ګراف مخ پورته روان دی.

د سرچينې حواله په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې د امريکا په ۱۱ هوايي بريدونو کې یوازې یو تن ملکي وګړی وژل کېده.

د دوی په خبره په تېر ۲۰۱۵ ميلادي کال کې په ۱۱ هوايي بريدونو کې څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سرچينې په وینا د هوايي بريدونو پر مهال اهداف په دقیق ډول نه په نښه کېږي، او که حالات همداسې دوام وکړي ښايي د ملکي تلفاتو شمېره لا لوړه شي.

که څه هم نیوزویک مجلې په تېر ميلادي کال کې په ۱۱ بريدونو کې د څلورو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی، خو امريکايي ځواکونو په تېر میلادي کال کې یوازې په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د بريد پر مهال نهه ډاکټران او ۲۲ ناروغان ووژل شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د