fbpx

په ميلون جام بنديز، لاملونه او حل لارې

سميع الله پام

د افغانستان د کورني کرکټ تر ټولو ستر خصوصي ليګ باندې د کرکټ بورډ بنديز کورني کرکټ ته سخت ګوزار دی.

د څلورم پړاو ميلون ليګ سياليو په ترسره کېدو د کرکټ بورډ بنديز به ځوان لوبغاړي او نوي استعدادونه د معياري کرکټ څخه لېرې کړي.

د کرکټ بورډ مشر نسيم الله دانش وايي په دغه ليګ يې ځکه بنديز ولګاو چې دغه ليګ د اقتصادي ستونزو سره مخ و او د ترسره کېدو لپاره يې يې سم مديريت نه و.

خو د ميلون ليګ سياليو مسؤلين د کرکټ بورډ په ځواب کې وايي چې دوی دومره د ستونزو سره مخ نه و چې په سبب دې يې دغه ليګ منع شي، همدارنګه دوی وايي چې د ميلون ليګ سياليو د ادارې او کرکټ بورډ ترمنځ د شته ستونزو لپاره ارګ يو کمېسيون ټاکلی و خو کرکټ بورډ مخکې له مخکې د دغه ليګ د بنديدو پرېکړه وکړه.

په يو خصوصي ليګ کې د کرکټ بورډ ونډه دا ده چې د کرکټ ملي لوبغاړو ته اجازه ورکړي ترڅو په ميلون ليګ سياليو کې ولوبېږي او همدارنګه د بورډ خپل لوبغالي د ليګ په واک کې ورکړي ترڅو سيالۍ پرې ترسره کړي.

زيانونه:

ميلون ليګ سيالۍ د افغانستان ترټولو ستر خصوصي ليګ دی چې په بندېدو به يې کورني کرکټ ته سخته ضربه ورسېږي.
د کرکټ بورډ اداره چې اوس هم د فشارونو سره مخ ده د دې کار سره به پرې نور هم فشار زيات شي.
د کرکټ په ډګر کې به خصوصي سکتور مخه ونيول شي.

د ميلون ليګ سياليو اداره به هم له ستونزو سره مخ شي او د دغه ليګ به يې یا ناکام او يا هم په يو کوچني ليګ بدل شي.

حل لار:

د کرکټ بورډ او د ميلون ليګ اداره بايد د افغانستان د کرکټ د پرمختګ لپاره پخپلو دريځونو کې نرموالی راولي، بورډ بايد اوسمهال د هر ډول کرکټ لپاره هلې ځلې وکړي او خصوصي سکتور پیاوړی کړي، همدارنګه ميلون ليګ اداره هم بايد د کرکټ بورډ سره شته ستونزې حل کړي او د کرکټ بورډ هغه غوښتنې چې د کرکټ په ګټه دي هغه ورسره ومني.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د