نظــر

دوحشت یوه بله بېلګه

دمئ پر۷مه یرغلګرو ځواکونودشپنیوعلمیاتوپه لړکي دکندهارولایت دمیوندولسوالۍ په لوی کاریزسیمه کي  چاپه وهلې ده ،ښځي اونارینه یې سخت ډبولي  ،ځیني یې په چړو وهلي اویوشمېر(ولسي وګړي )یې بندیان کړي دي ،ورپسې یې دخلګو دکورونو څخه  پیسې اوقیمتي توکي غلاکړي  اوبیا چي په نیمه شپه  له کومه راغلي وو،په هماغه خواتللي دي .

په سهار یې خلګو دمیوندولسوالۍ کي دیرغلګروځواکونودیادشوي  جنایت پرضدمظاهره پیل کړه ،دکندهار- هرات لاریې دترافیکوپرمخ وتړله ،مظاهره کونکو دنیواکګروپرضدشعارونه ورکول اودخپلوبندیانودخلاصون غوښتنه یې کوله ،

دوی لا همدا شعارونه تکرارول چي دډیموکراسۍ عسکرودټوپک په شپېلۍ لاریون اودبیان ازادي بدرګه کړه ،«هغه داسي چي پولیسوپرمظاهره کونکوبې دریغه ډزي پیل کړې په یوه لحظه کي یې  یوولس تنه ولسي وګړي شهیدان اوشل تنه ژوبل کړل   ».

دکندهارولایتي  چارواکوهمدغه پیښه په خوراتحریف شوې بڼه رسنیوته  ورسوله  ،اورسنیوبیاپه پوره امانتدارۍ!!  سره همداادعاکټ مټ خپره کړه ،چارواکووویل چي  لاریون  په ګوشته کي دپاکستان دیرغل پرضدپیل شوی ؤ،چي  وسله وال مخالفان پکي ننوتلي وواوغوښتل یې چي پرولسوالي بریدوکړي  نوپولیسودډیري هوښیارۍ اوبیدارۍ څخه کارواخیست واریې دمخه کړ،پنځه تنه مخالفین یې ووژل اوترلسوډیر  یې ژوبل کړل .خووورسته جوته شوه چي  همدغه مظاهره چي مظلوم هیوادوال پکي راټول شوي وواساسادمیوندولسوالۍ کي  دیرغلګرودذکرشوي وحشت  عکس العمل ؤ.مظاهره کونکونه پرپولیسوحمله کړې  اونه هم پرکوم بل چا،فقط دخپل حق غوښتلوپه موخه یې لاریون کي ګډون کړی  ؤچي سرونه یې له تنوپکي بیل شول .

دغه رازدروان کال دمارچ پر۲۰مه هم پولیسومظاهره کونکي په ورته بې دردۍ سره ووژل  ،بي بي سي اوپژواک اژانس خبروکړچي دهلمندولایت په موسی کلاکي  دلاریون پرمهال خلګوته مرګ ژوبله اوښتې ده .پیښه داسي وه چي  دموسی کلادکنجک په سیمه کي پولیس دخاکساراواحسان الله په  مشري یومسجدته ورغلی  اوهلته یې دقران عظیم الشان سپکاوی کړی ؤ .خلګویې پرضدلاریون پیل کړ اوپه پیښه کي دککړوکسانودنیولوغوښتنه یې کوله  چي دپولیسودبې دریغه ډزوسره مخ شول  .دعیني شاهدانوپه ویناچي دپولیسوپه ډزوکي شل (۲۰)تنه مظاهره کونکي شهیدان شول .

دخلګوسره پوښتنه ده چي  که رښتیاپه لاریون کي  وسله وال مخالفین وو،نوولي مخالفینوپرپولیسوحمله ونه کړه اودکوم تکتیک له مخي  دمخالفینواوپولیسوپه جګړه کي  پولیس ونه وژل شول ،خودیرش تنه مخالفین     مړه اوټپیان شول ؟!.

واقعیت دادی چي په افغانستان کي دلاریون کونکووژنه کومه نوې اولومړۍ پیښه نه ده ،په تېره لسیزه کي دپلازمېني په ګډون دهیوادپه بیلابیلوسیموکي  مظاهره کونکي دورته برخلیک سره مخ شوي دي ،که لیري ولاړنشویوازي تېرکال  ته سر ور ښکاره کړو  چي په بګرام کي امریکایانوقران کریم وسوځاوه اوپه غبرګون کي یې دمظاهرولړۍ  دهیوادلراوبرته وغځیده ،ومولیدل چي  پولیسوپه څومره دلاورۍ پرلاریون کونکودمرمیو باړونه وچلول ،څومره  ډیرخلګ یې په خپلووینوکي ولمبول  ، زخمیان اوشهیدان  یې کړل  او څومره نوریې دمظاهروپه جرم !! دزندان دتوروتمبوشاته وغورځول  .

سړی حیران شي چي ملي اردواوپولیس ولي  دخپل اوپردي  تفکیک نشي کولای چي خپل ملت وژني ،هغه هم داسي چي خلګوددوی پرضد لاریون نه وي  کړی ،دیرغلګرودشپنیوعملیاتواوپه هغه  کي دخپلي بې عزتۍ اوځورني  په غبرګون کي راوتلي  وي ، اول خو ته باید دخپل ولس ننګه وکړې کنه نو دخپل نوم سره د ملي مختاړی   دڅه لپاره  تړې ؟!که  دخپل ولس  ملاتړنشي کولای  نواقلا بې طرفه خوپاته شه !،ولي متاسفانه زموږدملي اردواوپولیسو له خواپه تکرارسره خپل ملت په دې جرم چي دیرغلګرودوحشت پرضدلاریون کوي وژل کیږي اوبندی کیږي .

میوند سادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x