fbpx

نوی بیترۍ بانک مو په پنځه دقیقو کې مبایل چارجوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۲مه ۱۳۹۴ل): بیټرۍ بانک چې نه یواځې په پنځو دقیقو کې مبایل چارجوي، بلکې د بيټرۍ ژوند هم تر پخوا ښه کوي، تازه تیار شوی دی.

کراوډ فنډنګ وېبپاڼې د راپور له مخې چینایانو ASAP (as soon as possible) تر نامه لاندې نوی بیترۍ بانک جوړ کړی چې پر مټ یې په یواځې پنځو دقیقو کې مبایل چارجوي.

د نوي چارجر د جارجولو تېزوالی ۵زره ملي امپایره دی او اوسمهال په بازار کې د بيټرۍ چارجولو تېز چارجر له ۲زرو څخه پورته نشته دی.

دغه بیترۍ بانک په یوه وخت کې ۳ آی فون مبایلونه په یواځې ۱۵ دقیقو کې چارجوي او د جوړونکي وايي چې د مبایل تېز چارجول په بیټرۍ باندې هېڅ بد اغېز نه کوي.

د مبایل تلیفون بیترۍ د چارجولو آلې عموما ۱۰۰ څخه تر ۳۰۰ یا زیات نه زیات ۵۰۰ سایکل پورې کار ورکوي خو دغه بیتري بانک بیا ۱۲۰۰ سایکل پورې کار ورکوي او که هر ورځ استعمال شي تر ۳ کلونو پورې ښه ښایسته کار ورکوي.

د چارجر بیه ۸۹ ډالر ده چې شاوخوا ۶زره هندي کلداري راځي او خرڅلاو به یې د روان کال په جون میاشت کې شروع شي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د