ټولنیزه برخه

د مکې لاره – سریزه او لومړۍ برخه

د سر خبرې

نن ټکی اسیا: علامه محمد اسد د اسلامي نړۍ وتلی مفکر عالم و، ۱۹۰۰م په دوهمه جولای اتريش کې د يو يهودي حاخام په کور کې زيږيدلی و، پلار يې پرې ليوپولډوايزر نوم کېښود. ليوپولډوايزر په وړکتوب کې د يهوديت زده کړه پيل کړه او غوښتل يې، چې د پلار په څېر يهودي حاخام شي، د همدې لپاره يې عبراني ژبه، تورات يې له تفسير سره زده کړ، مګر له يو ډول داخلي نارامۍ سره مخ و او د همدغې نارامۍ د ختمولو لپاره يې د نړۍ د مذهبونو مطالعه پيل کړه او د همدې ورک سکون په لټه د الازهر پوهنتون له شيخ علامه مصطفی المراغي رحمه الله سره وليدل، شيخ مراغي ورسره د حوار الاديان په اړه خبرې وکړې، هغه مهال پوه شو، چې روح او جسد د انساني ژوند لپاره داسې دي، لکه دوه غبرګ لوني او د خپلو څېړنو په پايله کې دې نتيجې ته ورسېد، چې اسلام بايد د مسلمانانو په اعمالو قياس نه شي او د اسلام په اړه د پوهې لپاره د اسلام ژوره مطالعه په کار ده، چې بالاخره په اسلام مشرف شو.

په ۲۶ کلنۍ کې يې اسلام قبول کړ او محمد اسد يې نوم شو، د اسلام په لومړيو وختونو کې يې د سعودي عربستان يو کوچي سره واړول، له هغه يې عربي ژبه او قرانکريم زده کړ، ورپسې يې بخاري شريف او د اسلام په اړه نور کتابونه ژور مطالعه کړل او د خپل اسلامي فهم په اړه يې ليکنې پيل کړې، په لنډ وخت کې يې نړۍ کې بې شمېره مينه وال پيدا کړل، د سعودي پخواني پاچا عبدالعزيز خپل زوی وباله او د شاهي کورنۍ غړی شو، مګر علامه د خپل سياحتي فکر له امله د حج له ادا کولو وروسته سعودي عربستان پرېښود، عمر مختار سره يې د ايټالوي ښکېلاک پر ضد جهاد کې برخه واخيسته او د هند نيمې وچې ته لاړ، هلته يې له علامه محمد اقبال سره وليدل، دواړه د يو بل له علم او شخصيته اغېزمن شول او څو کاله يې يو ځای تېر کړل. لاهور کې د اوسېدو پر مهال د اسلامي علومو د څېړيز مرکز مشر و.

علامه محمد اسد خپل ژوند د اسلام تبليغ ته وقف کړی و او لويديځه نړۍ کې، چې د اسلام په اړه کومې بدګومانۍ وې، شکونه او نيوکې وې؛ د هغو د لمنځه وړلو لپاره يې شپه ورځ هڅې پيل کړې، په دغه وخت کې يې «Road to mecca»، « Islam at the Crossroads »کتابونه وليکل، قرانکريم او بخاري شريف يې انګريزي ژبې ته واړول. دغه کتاب «Road to mecca» د يو غربي نوي مسلمان شوي تر ټولو غوره کتاب و، په دغه کتاب کې يې د عربو رواجونو، کلتور، مېلمه پالنې، سارايي ژوند او اسلام په اړه هر اړ خيز معلومات ځای کړل. د لومړي ځل لپاره ساين اينډ شسټر امريکايي خپرندويه ادارې دا کتاب چاپ کړ، په ډېره لنډه موده کې د امريکا او غربي نړۍ په ګډون ټولې دنيا ته ورسېد او تر اوسه دغه کتاب د نړۍ په هر هېواد کې چاپيږي او خلک يې لولي.

روډ ټو مکه کتاب الماني، ولنديزي، سويډيش، فرانسوي، چاپاني او لسګونو نورو ژبو ته وژباړل شو او د اروپا هرې چاپخونې، چې دا کتاب چاپ کړی، علامه محمد اسد يې ښه نازولی او المان علامه صیب ته د ټول عمر لپاره د اوسېدو تر څنګ د ژوند ټولې اسانتياوې وربرابرې کړې او جرمني ژبې ته يې د دغه کتاب د ترجمې غوښتنه هم ترې وکړه. د څه وخت په تېرېدو المان پر دې کتاب يو فلم هم جوړ کړ او وروسته نورو اروپايي هېوادونو دغه فلم نورو ژبو ته هم ترجمه کړ. د روډ ټو مکه په انګريزي ژبه ۳۸۱ مخونو کې ليکل شوی او عربي کې ۴۹۸ مخونو کې ترجمه شوی دي.

له نېکه مرغه محمد وزير حامد صاحب دغه ارزښتناک اثر د لومړي ځل لپاره پښتو کړ او پر پښتنو يې دا لويه پېرزوينه وکړه، چې د علامه محمد اسد داسې يو کتاب يې ترجمه کړ، چې د اسلام په اړه د مسلمانانو او نامسلمانو د ګڼو پوښتنو او شکونو ځواب په کې ويل شوي، د اسلام هغه ښه والي يې بيان کړي، چې مسلمانان ترې غافله او کافران ترې ناخبره دي او دا کتاب د اسلامي ثقافت خزانه کې يوه زرينه اضافه ده.  د سریزي پای.

د مکې لاره – لومړۍ برخه

لیکنه: محمد اسد
ژباړه: حامد افغان

زما کيسه: د يوې کيسې کيسه

په دې کتاب کې چې کومه کيسه بيانوم هغه په حقيقت کې د يوه داسې چا کيسه نه ده چې هغه د عامو خلکو په منځ کې د خپلو کارنامو په برکت سره لوړ مقام ترلاسه کړى وي. دا د جګړو داستان هم نه دى، ځکه ما په خپل ژوند کې څو جګړې ليدلي دي، خو هغو ته ما دومره اهميت نه ورکاوه، هغه زما په اند د ځانګړو انقلابي موخو له پاره پيل شوې وې. او نه د ايمان راوړلو د هڅو د ماجرا کيسه ده چې په ارادي توګه ترسره شوي وي ځکه ايمان خو ما ورو ورو پرته له څه هڅو ترلاسه کړى دى. زما کيسه په حقيقت کې د يوه فرنګي د اسلام موندلو، او له اسلامي امت سره د يوځاى کېدلو کيسه ده.

زما نيت نه و چې خپله کيسه وليکم، ځکه زما په خيال کې هم دانه راتله چې زما له ژوند سره دې پرته له ما بل څوک دلچسپي ولري. خو کله چې کم او زيات شل کاله وروسته لويديځې نړۍ ته ولاړم اود کال (١٩٥٢عـ) په لومړيو شپو کې اول پېرس او بيا نيويارک ته راغلم نو خپله اراده مې بدله کړه. کله چې ماmپه ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي په توګه خپله دنده ترسره کوله هغه مهال طبعاً زه د خلکو د توجه او پاملرنې وړ وګرځېدمه او اروپايي او امريکايي ملګرو او پېژندګلو خلکو به زما په اړه خبرې کولې.

په پيل کې خو دوى فکر کاوه چې زه د يوه اروپايي ماهر او پوهه په توګه له يوه ختيځ وال حکومت سره د کومې ځانګړې موخې له پاره کار کوم او ما يواځې د آسانتيا له پاره د هماغه ختيځ قوم ژوند دود غوره کړى دى. خو په ملګرو ملتونو کې زما کارنده ونډې دوى ته دا خبره روښانه کړه چې زه نه يواځې د خپلې دندې په خاطر له اسلامي نړۍ سره يوځاى شوى يم بلکې په فکري او جذباتي توګه هم د اسلامي نړۍ له سياسي او تهذيبي موخو سره متحد او يوغږى شوى يم.

نو له ملګرو سره يو ډول اندېښنې پيدا شوې او له مانه زما د تېر ژوند په اړه پوښتنې پيل شوې. د پوښتونکو شمېر ورځ په ورځ زياتېده خو آخر په لنډ وخت کې هغوى خبر شول چې ما خپل ژوند د نړيوالو ورځپاڼو د باندني خبريال په توګه پيل کړى. د منځني ختيځ په ټولو هيوادونو کې له ډېرو کلونو تېرولو وروسته بالاخر په کال ( ١٩٢٦ عـ ) کې مې د اسلام راوړلو نيکمرغي په برخه شوه، د اسلام له راوړلو وروسته شاوخوا شپږ کاله په عربي هيوادونو کې پاتې شوم او له باچا ابن سعود سره مې نږدې اړېکې لرلې. بيامې عرب پرېښودل او هند ته ولاړم، هورې مې له ستر مسلمان مفکر او شاعر محمد اقبال سره وليدل.

اقبال هغه څوک دى چې د پاکستان د وجود لومړى انځورګر بلل کېږي. ما غوښتل چې له هند نه ختيځ ترکستان، چين او اندونيشيا ته ولاړ شم خو نوم,ړي له مانه وغوښتل چې دا سفر پرېږده او په هند کې پاتې شه! څو د دې اسلامي هيواد په فکري توکيو او ترکيبي عناصرو کې له ده سره مرسته وکړم، هغه فکري توکي چې ترهغه مهاله د نوموړي په ذهن کې د تت خوب په څېر خپ پراته وو خو بيا هم زما او اقبال په اند دې تت خوب هغه يواځينۍ لاره راته په نښه کوله چې په هغې باندې په تګ کولو سره مونږ د اسلام ويدې ارزوګانې وېښولى شواى.(1) او يو داسې سياسي ګوند مو جوړولى شوى چې د هغه غړي به د قوم او توکم په مزي نه بلکې د موخو او اهدافو د يووالي په تار سره تړلي وو.

ما د دې کار ترسره کولو او پوره کولو ته اوږه ورکړه او په کلونو کلونو مطالعه، ليکنو او ويناوو بوخت وم، تردې پورې چې ما د اسلامي قانون او اسلامي تهذيب د شارح او وياند په توګه شهرت ترلاسه کړ. کله چې په کال ( ١٩٤٧ عـ ) کې پاکستان جوړ شو، زه د پاکستان د حکومت له خوا د يوې نوې څانګې په منظم کولو او څارنه وګمارل شوم، چې هغه ( نوې اسلامي بيا ودانونه )(٢) نومېده او موخه يې د هيواد او ملت په اړه د اسلام د منل شوي تصور تفصيل او روښانه کول و، چې له هغه نه دى نوي سياسي ګوند ګټه پورته کولى شوى.

په دې څانګه کې له خورا زياتو هڅو وروسته زه د پاکستان خارجه وزارت ته تبديل شوم او هلته د منځني ختيځ د چارو د مسئول په توګه وټاکل شوم او ما د پاکستان او نورو اسلامي هيوادونو د خپل منځي اړيکو د ټينګولو له پاره هڅې پيل کړې. په آخر کې په نيويارک کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان له پلاوي سره يوځاى کړل شوم .

له دې ټولو پېښو نه يواځې دا خبر نه څرګنديږي چې اسلامي ملت يوه اروپايي ته په غېږ کې ځاى ورکړى دى او د دې ملت په وګړو کې يو تن زيات شوى دى. بلکې له دې نه دا خبره هم څرګنديږي چې دې کس په شعوري توګه او د زړه له کومي خپل ځان له يوه ځانګړي تمدني چاپېريال نه د بل مخالف چاپېريال په لوري لېږدولى دى.

دا يو حقيقت و چې زما نږدې لويديځ وال ملګري يې په حيرانتيا کې اچولي وو او د دوى زړونو ته دا خبره نه لوېده چې يو داسې څوک چې د هغه پيدايښ او روزنه په نګه لويديځ وال چاپېريال کې شوې وي هغه به څنګه په دومره مينه او ورين تندي سره پرته له څه ستونزو ځان اسلامي نړۍ ته سپاري! او دا څه ډول ممکنه شوه چې خپل پلرنى لويديځ وال تمدن يې په اسلامي تمدن بدل کړ او آخر هغه کوم لاملونه دي چې دى يې د يوه داسې مذهبي او ټولنيزي موخوې غوره کولو ته اړ اېست چې هغه دده د لويديځ والو په اند د اروپايي ارزښتونو په نسبت په ډېر ټيټ پوړ کې راځي او هغوى چندانې په درنه سترګه نه ورته ګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x