مه خفه کېږه! (۵۱) – له الله تعالی نه ډېره بښنه غواړه!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ له الله تعالی نه ډېره ډېره بښنه غواړه!

نوح علیه السلام خپل قوم ته وویل:

﴿ فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا {۱۰} يُرْسِلِ السَّمَاء عَلَيْكُم مِّدْرَارًا {۱۱} وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَّبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَّيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَاراً﴾
” ما وویل له خپل رب نه بښنه وغواړئ، بېشکه چې هغه ډېر بښونکی دی، هغه به پر تاسې له اسمانه ښه اورښتونه وکړی، تاسې ته به مالونه او اولادونه در په برخه کړی، ستاسې لپاره به باغونه پیدا کړی او ستاسې لپاره به ویالې وبهوی. ”

له دې امله ډېر زیات استغفار وایه، تر څو زړه دې سکون او ارام ومومی، حلال رزق او نېک اولاد دې په برخه شی، او ګټور باران درباندې وورېږی.

﴿ وَأَنِ اسْتَغْفِرُواْ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُم مَّتَاعاً حَسَناً إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى وَّيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ ﴾
” او دا چې که تاسې له خپل پروردګار نه بښنه وغواړئ، او د هغه لوری ته راوګرځئ، نو هغه به تر یوې ټاکلې مودې پورې تاسې ته د ژوند ښه وسایل در کړی، او هر د فضل خاوند ته به د هغه فضل ور کړی. ”

په حدیث کې راغلی:
” څوک چې ډېر استغفار وایې، الله تعالی به یې له هر غم نه په امن کړی، او له هر ډول بحران نه به د خلاصون لاره ور وښایې. ”
تکړه شه! سید الاستغفار پر ځان لازم کړه، او د بخاری شریف د روایت له مخې سید الاستغفار دا دی:

(( اللهُمَّ أنْتَ رَبِّي لَا إِلَهَ إلَّا أنْتَ • ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ • ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ • ، أَبُوءُ لكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ ، وَأَبُوءُ بِذَنْبِي فَاغْفِرْ لِي ، إنَّهُ لَا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ )).
” ای الله! ته مې رب یې، له تا پرته بل هېڅوک د عبادت وړ نشته، زه دې پیدا کړی یم، او همدا ته مې رب یې، او زه تر خپلې وسې پر خپلې هغې ژمنې ولاړ یم، چې له تا سره مې کړې، په تا سره له خپلو بدو کړو نه پناه غواړم، ستا پر کړی نعمت او خپلې کړې ګناه اعتراف کوم، نو بښنه راته وکړه، ځکه له تا پرته بل هېڅوک بښونکی نشته. ”

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د