نظــر

هريو به په خپل خدمت جنت له خدايه وغواړي

 له کله چي پرهيواد صليبي نيواکګرو يرغل کړی دی ؛ نو د ملګرو ملتونو ترڅنګ رسنۍ هم ټوله ورځ د نړیوال کفري یرغل په خدمت کي وي ، که د يوناما اداره په افغانستان کي هر مقتول ملکي وګړی بولي او په وژنه يي مجاهدين پړه بولي؛ نو رسنيو هم ځان نه دی سپمولی ،کوښښ کوي هره پيښه پرمجاهدينو – هغه چي د صليبي اشغال په وړاندي يي توره پورته کړې  – تاوان او دوي په کي ملامت کړي، آن تردې چي طبيعي پيښي لاهم له طالبانو ګڼي.

       يوڅو ورځې مخکي به مو اوريدلي وي، چي په کندهار کي يو ۳۰۳ ډوله موټر له يوه ټانکر سره مخامخ ټکر سو، په دې پيښه کې چې د جمعې په ورځ د کندهار د میوند ولسوالۍ په خاک چوپان سیمه کې د یوه ۳۰۳ ‌ډوله بس او یوه ټانکر د ټکر له امله را منځته شوه؛

د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه څلویښت مسافرین مړه او لس نور ټپیان شول، دلته رسنيو خپل اخلاص رامخته کړ، ډير توجيهات يي ورته وتراشل ، ترڅو مجاهدين په کي ښکيل وبولي؛

       چاوليکل؛ چي په همدې ځاي کي د طالبانو له لوري د يوه ځاي پرځاي سوي ماين چاودنې له امله ځمکه غار سوې  وه ، د سورلۍ موټر ورباندي ناڅاپه راغی او چلوونکي يي د وارخطايۍ له امله  خپل لوری بدل او مخامخ  په بل موټر کي وواهه ، چا بيا ليکلي وو چي مجاهدينو دا اکمالاتي موټر د لويي لارې پرسر سوځولی وو ۳۰۳ موټر ورباندي راغی او ورسره ټکر سو او ياده مرګ ژوبله رامينځته سوه.

         په هرحال دا او دې ته ورته ډير امثال لرو چي رسنيو په کي له پوره اخلاصه کار اخيستی ترڅو يوناما ته يو لاسوند په لاس ورکړي،او بيا هغه په کلني راپور کي د مأخذ په توګه کار ځيني واخلي.

       له نن نه دوه کاله مخکي ، ښه مي په ياد دي چي د زابل په کلات کي يوه امريکايي نظامي جيټ الوتکه مجاهدينو راوغورځوله ، يرغلګرو چونکه پيښه تائيد کړه ؛ نو رسنيو ته هم د انکار مجال نه وو، ولي دايي بيا په وس پوره وو چي ووايي: په دې الوتکه کي دوه افغاني قرارداديان او يوه ملکي امريکايي ژوند له لاسه ورکړ، نور که څوک باور کوي ، چي په يوه نظامي ، بيا جيټ الوتکه کي دي افغاني قرارداديان او ملکي امريکايي وګړي سپاره وي، او که يي نه کوي، دا بيا د هغوي کار دی ، رسنيو خپل خلوص څرګند کړ.

هريو به پخپل خدمت جنت له خدايه وغواړي

کوم مين ګودر جوړ کړ او کوم مُلاجومات جوړ کړ

       د کندهار پرهوايي ډګر د راغلي طوفان لپاره يي د طالبانو د ملامتۍ په قاموس کي بيخي ټکي نه وو او له يوې مخې طبيعي أفت وو، په هيڅ وجه يي پرمجاهدينو پړه وراچول نه سواي توجيه کيدلاي، کنه نو توقف خو يي ډير ورته وکړ، ډيرو ځان ورباندي ناګاره واچاوو، پيښه هم کمه نه وه ، بلکي د صليبي يرغلګرو په خپل اعتراف 50 الوتکي په کي ويجاړې او له کاره ولوېدې، حال داچي رسنۍ خو موږ ليدلي دي چي ډير وخت د مچ له وزره بسته الوتکه جوړوي .

         واي د امريکا د نيويارک په يو پارک کي يوسپي پريوې کوچنۍ نجلۍ حمله وکړه ، نجلۍ کريږي کړي، دامهال يوه ځوان اقدام وکړ او سپی يي تر لغتو لاند مرګ ته نژدې کړ

       د نيويارک ټايمز اخبار يوخبريال داصحنه وليده او راغی د هغه ځوان عکسونه يي واخيستل ، ورته ويل يي چي سبابه د نيويارک ټايمز په لمړۍ صفحه کي يو تصوير او راپور خپور سي چي عنوان به يي په دې ډول وي: د نيويارک يوه اوسيدونکي خپل ژوند په خطر کي واچاوو ، خو د يوې کوچنۍ ماشومې ژوند يي وژغوره ، ځوان ورته کړه چي عنوان ښه دی خو زه د نيويارک نه يم .

خبريال : ښه ! نو عنوان به يي داسي وي: يوه امريکايي په ډيره زړورتيا يوه ماشومه نجلۍ وژغورله، ځوان بيا ورغبرګه کړه چي دا عنوان هم په زړه پوري دی ، ولي زه امريکايي هم نه يم.

خبريال تندی لږ تريو کړ او په حيرانۍ يي ترې وپوښتل: نو ته څوک او د کوم ځاي يي؟

ځوان : زما نوم محمد دی او د سعودي عربستان يم

خبريال سر وښوراوو او صرف دومره يي ورته وويل : چي تاډير ښه کار وکړ، سبابه دي په اړه يو راپور خپور سي.

کله چي د نيويارک ټايمز سبانۍ ګڼه راووتله ؛ نو راپور په کي خپور سوی وو، اوعنوان يي په دې ډول وو؛ يوه بنسټ پال مسلمان د يوه ملکي سپي غاړه ماته کړه .

 ليکنه : حامد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x