افغانستاننن په انځورونو کي

طالبانو د ښوونې او روزنې د کمیسيون تر مشرۍ لاندې ورزشي څانګه فعاله کړې ـ انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲مه، ۱۳۹۴ل): د نن ټکی اسیا رسمي فیسبوکي پاڼې ته را لېږل شويو تصویرونو کې ښوودل کېږي چې طالبانو د ښوونې او روزنې د کمیسیون په چوکاټ کې د ورزش لپاره څانګه پرانیستې ده.

په تصویرونو کې ګڼ ځوانان د ورزشي لوبو پر مهال ښکاري چې د معلوماتو له مخې د ښوونې او روزنې د کمیسیون تر څار لاندې د څو ورزشي کلپونو تر منځ مسابقه ښيي.Warzsh1

دغه تصويرونه چې په ټولنیزو رسنیو کې هم نشر شوي ګڼ ځوانان تر سپین بیرغ لاندې پر لوبو بوخت دي او په میدان کې د طالبانو د ښوونې او روزنې د کمیسیون لیکدړه هم لګول شوې ده.

پر لوحو د ورزش اړوند حديثونه لیکل شوي او پر ځانګړې لویه لوحه د طالبانو د ښوونې اوروزنې د کمیسیون له لوري د ښه راغلاست جملې لیکل شوي دي.Warzsh3

دغه کمیسون چې طالبان ورته د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسون وايي، د طالبانو په وینا په افغانستان کې د تعلیم او ځوانانو د ضرفیت لوړولو چاري پر مخ بیايي.Warzsh2

د دې لوبو کره ځای نه دی په ګوته شوی، خو د مسابقې په پای لوبغاړو ته د طالبانو د ښوونیز کمیسیون له لوري ځانګړې ډالۍ هم ورکړل شوې دي.

ياده دې په دې وروستیو کې طالبانو د لویو لارو جوړول، د ښوونیز سیستم پیاوړي کولو ته ځانګړی پام کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ر ح

اوس نو ولی څوکاله مخکی خو سپورټ والا او مکتب والا دوی نه پزیشودل ناروا یی بلل ………………………

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x