ټکنالوژي

سامسنګ نن ګیلکسي S7 او S7 edge بازار ته وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۲مه ۱۳۹۴ل): سامسنګ کمپنۍ نن د مبایل په نړیوال کانګرس کې چې د هسپانیې په بارسلونا ښار کې جوړیږي، خپل دوه نوي ځيرک تلیفونونه ګلیکسي ایس ۷ او ګلیکسي ایس ۷ ایج او ایج پلس به بازار ته وړاندې کړي.

د راپورونو له مخې په نوي ګلکسي مبایلونو کې سامسنګ کمپنۍ ډير نوي ځانګړنې ورزیاتې کړي دي.

د نوي ګلکسي ایس ۷ سکرین به ۵.۱ انچه، پروسیسر يې اوکټا کور، سناپډراګون ۸۲۰، ریم يې څلور جي بي، میموري یې ۳۲/۶۴/۱۲۸ جي بي، شاتنۍ کامره به يې ۱۲.۲ میګا پیکسله او سیلفي کامره يې ۸ میګاپیکسله وي.

سربېره پر دې ګلیکسي ایس ۷ ، بلوتوت، وایفای، ۲جي، ۳جي او ۴جي ملاتړ هم کوي. بیترۍ يې ترې نه ویستل کیږي او تېرو مبایلونو په پرتله به چارج هم ډیر کوي. د سامسنګ ایس ۶ مبایلونو بیترۍ ۲۵۵۰ ملي امپایره وې خو ایس ۷ به بیا ۳۰۰۰ ملي امپایره وي. د ایس ۷ ایج بیترۍ به بیا تر ۳۶۰۰ ملي امپایره وي.

د کمپنۍ په وینا ددغې بیترۍ پر مټ استعمالونکی کس کولای شي تر ۷۰ ساعتونو پورې غږیز څه پرې واوري، ۱۸ ساعته پرې ویډيو وګوري او شپه ورځ پرې خبرې وکړي.

همدا راز نوې مبایل به په یواځې ۳۰ دقيقو کې ۸۰ سلنه چارجیږي،۳ډي ټچ سکرین به لري او واټر پروف (یا له اوبو محفوظ، اوبو کې به نه خرابیږي) وي.

د سامسنګ ایس ۷ د مبایل نرخ په امریکا کې ۷۸۰ ډالر، هند کې ۵۳ زره هندي روپۍ او عربي اماراتو کې په ۲۸۶۰ درهمو وي.

ایس ۷ ایج بیه به په امریکا کې ۸۹۰ ډالر، هند کې ۶۰زره روپۍ او عربي اماراتو کې به په ۳۲۶۰ درهمو وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x