سوریه کې چاودنو ۱۴۰ تنه وژلي او لسګونه نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۲مه، ۱۳۹۴ ل): د سوریې په حمص ښار او د دمشق په سویل کې د داعش بریدونو لږترلږه ۱۴۰ کسان وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.

لومړۍ دوې زوروي چاودني په حمص ښار کې سوي چې لږترلږه ۵۷ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي، تر دې وروسته د دمشق په سویل کې د حضرت زینب «رضی الله عنها» قبر ته څېره مه څو زوروري چاودني وسوي چې په ترڅ کې یې ۸۳ تنه ووژل سول او لسګونه نور ټپیان سول.

په سوریه کې د داعش ډلي د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چې په حمص ښار کې بریدونه ددوی له لوري ترسره سوي دي، په خبرپاڼه کې راغلي چې ددوی دوو جنګیالیو په حمص کې خپلو ځانو ته چاودني ورکړي.

د دمشق په سویل کې د حضرت زینب «رضی الله عنها» قبر ته نژدې لومړۍ موټر بم چاودنه سوي او وروسته بیا څو نوري قوي چاودني سوي دي، دغه سیمه که څه هم مارکیټونه لري او د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډیره وي خو ترڅنګ یې دلته حکومت پلوه ملیشې هم میشتي دي، دلته چاودنو لږترلږه ۸۳ کسان وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.

د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د حمص په بریدونو کې ۳۹ تنه قربانیان ملکي وګړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د