fbpx
afghan cyber army

افغان وژنه بس کړئ: امریکایانو ته د افغان هیکرانو پيغام

نن ټکی آسیا: د افغانستان د هیکرانو یوه ډله چي ځانته افغان سایبر آرمي وايي ادعا کوي، چي د امریکایانو یولس لکه (۱۱۰۰۰۰۰) د فیس بوک اکاونټونه یې هیک کړي، او هم يي په ورته وخت کي په لسګونو انټرنیټي پاڼي له منځه وړي، او پر هغه یې خپل پيغامونه نښلولي.

د افغان سایبر ارمي په پيغام کي یو انځور نښلول سوی چي پر افغانستان باندي د امریکايي ځواکونو په بمبار کي د شهید شويو ماشومانو انځورونه یو ځای شوي، او د پاسه په لیکل شوي 🙁 وژل بس کړی ) او څنګ ته یې د یو امریکايي انځور دی چي وايي : مونږ ته ویل شوي وه چي مونږ به تروریستانو سره جګړه کوو، په اصل کي تروریست خو زه وم، او رښتینی تروریزم خو یرغل دی.

وروسته امریکايي ولس ته په پيغام کی ویل شوي چي امریکایان باید نور له اوږده خوبه را بیدار سي، او خپل د حکومت فساد او ظلم درک کړي، او د یو فاسد او ظالم واک څخه ځان خلاص کړه.

د افغان سایبر ارمي په پيغام کي د هغو هیکرانو نومونه هم اخیستل شوي چي په دغه کار کې برخه اخیستې چي په لاندي ډول دی: افغان هکسر، افغان هکس، ایم. اصف هیکسر، روټ افغان، هادي ذلفقار، ډارک نایټ، شمس خلیل، افغان ډینجر، او افغان وایرس.

د پيغام په وروستی برخه کی په غټو تورو لیکل شوي چي د افغانستان لپاره ژوند وکړی، او یا د افغانستان څخه ووزی.

او په پای کی د نورو هیوادونو هیکران باندی هم سلام اچول شوی.

د افغان سایبر ارمی د فیس بوک پاڼه چیری چی هغوی دهیک شویو پاڼو ادرسونه او د هیک شویو فیس بوک اکاونټونو ادرسونه او پاسورډونه پر لیکه کړی دی:

http://www.facebook.com/AfgCyberArmy

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د