fbpx

لېونى – جبران خلیل جبران

ژباړه او را ټولونه : میوند مجمد جمال

ما د روغتون په باغچه كې يو ځوان وليده چې د هغه ښكلى مخ په زېړېدو و خو ډير زړه راښکونکي وه  او د هغه په مخ د حيرانتيا نښانې ښكارېدې، زه د هغه خواته ورغلم او د هغه ترڅنګ په څوكۍ كېناستم.

ما د هغه نه وپوښتل: دلته څنګه راغلې؟

هغه په حيرانتيا زما لور ته وكتل او راته يې وويل:

كه څه هم ستا دا سوال بې مانا دى خو په هر حال زه به يې ځواب دركړم.

«زما د پلار دا ارمان درلود چی زه د هغه کاپی ( هغه ته ورته ) و اوسم  چې زه د هغه په رنګ شم او همداسي زما تره هم ارمان درلوده چې د هغه په رنګ شم»

«زما د مور دا ارمان و، چې زه خپل نيكه (د مور پلار) غوندې مشهور و اوسم او زما خور بیا دا ارمان درلوده چې د هغې د مېړه په قدم قدم كېږدم»

زما ورور بيا دا ارمان درلود، چې زه دې نور هېڅ نه، فقط د هغه غوندې پهلوان  او ورزشکارجوړ شم.

زما د استادانو هم همدا حال و، زما د فلسفې، منطق، موسیقی او داسی نورو  ټولو استادانو بيا دا ارمان و، چې زه هماغسې شم لكه دوى چې هر يو په خپل تخصص كې دی .

هغوى دا غوښتله چې زه داسې معكوس شم لكه په آيينه كې چې

انسان خپل شكل ويني.

زه ځكه دلته راغلم چې د هغه ځاى پر پرتله په دې ځاى كې د سكون احساس كوم او لږ تر لږ ه دلته خو زه په خپله دځانه هغه څه جوړولی شم چی زه یی غواړم.

هغه ناڅاپه زما لور ته را وكتل او راته يې وويل:

«خو تاسو ماته دا و وایې چې تاسو دلته څنګه را ورسيدى ایا ته هم د نورو د نصیحتونو او مشورو له امله دلته راغلي یی ؟»

ما ځواب ورکړ:

«نه! نه زه دلته صرف د ملاقات (ليدلو) لپاره راغلى يم»

هغه وويل:

«ښه تاسو د هغه لیونیو څخه یو یاست چې هغوې د دغه دېوال تر شا د لیونیو په روغتون کې بستر دی»

 د التائه    ۳۹۹  او۳۹۸ مخونه .

==============

د ژباړن نا چاپ اثر :

دخلیل جبران غوره لیکنې او ویناوې

څخه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د