نظــر

پرګټو نه ولاړې ټولنې څومره مهمي اوزموږپه هیواد کې یې دجوړولو لارې چارې

ټولنېNonprofit Organizations هغه ادارې دي چې تجارتي موخې نه لرې او نه مستقر مال اوشتمني لري ، بلکي هغوی په تبرعاتو او چندو باندې په ټولیزه توګه خیریه چارې پرمخ ولې ، او له همدې لارې خپلو کار کوونکو ته معاشونه او تنخاوې برابروي . 

په فرانسه کې شپږ سوه زره پرګټو نه ولاړې مؤسسې دي ، او په اسراییلو کې دیرش زره دا ډول مؤسسې دي . ویل کیږې په لویدیځ کې 11% کې خلک په همدې مؤسسو کې په کارونو بوخت دي . 

له بده مرغه زموږ ځوانان، سپینږرې، دپاخه عمر ، پوهه او ناپوه ، بزګر او تاجر ، ملا او معلم او …. ټول له یوه شي سره پخه اړیکه لرو او هغه سیاست او حکومت داري ده . اخر د هیواد له ټول نفوس نه به په حکومت او اداره کې معلوم او ګوتشمیر خلک برخه لري ، ټول ولس خو به برخه نه په کې اخلې . 

د کوم ډول مؤسسي یادونه چې ما وکړه هغه دې ته اړتیا نلرې چې اوس یې موږ پر اهمیت وګړیږو ، هغه داسې کار ده چې هم به بیکاره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او هم به بې وزلو ته مرستې برابرې کړې او لاسنیوی به یې وشي . اولکه یادونه مو چې وکړه په لویدیځ کې دا کار خورا زیات ده او پریمانه خلک په کارونو په کې بوخت دي او 
د کلنیو سرویګانو هغه پایلې چې وکتل شي چې دې مؤسسو له بې وزلو سره څومره مرستې کړې دي سړی هک حیران شي او ځیني خو یې بیخي د منلو نه وي . 

اوس راځو دې خبرې ته چې ایا موږ به ټول عمر ټول په سیاست او نامراده سیاسي منډو ترړو بوخت یو او که د بل کار هم یو او کولی شو داسې مؤسسي او ټولني جوړې کړو ؟ په انټر نیټ کې هم زموږ د خلکو بوختیا کارنده او خوندوره ولاکه یې ټول یاسیاسي بحثونه دي 
دیوه بل بې پردې کول دي ، او هغه د ګټې کار یې لا یوڅه دیني موعظي او اسلامي او اخلاقي معلومات خپرول دي .

دا کار چې په اسلام کې څومره ګټور او څومره مهم بلل شوی دی د هغه په اړه حدیث او روایات پریمانه دي ، څو یې درسره شریکوم : 

عبدلله بن عباس رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : له فرایضو وروسته خدای جل جلاله ته ترټولو غوره عمل د مسلمان خوشاله کول دي . رواه الطبراني في الأوسط .

له عمر بن الخطاب رضی الله عنه نه روایت دی هغه وایې : له رسول الله صلي الله علیه وسلم نه پوښتنه وشوه چې کوم عمل غوره دی ؟ هغه ورته وویل : ترټولو غوره عمل دیوه مومن خوشاله کول دي ، دهغه ګیډه مړول دي ، هغه ته جامې ورکول دي او د هغه اړتیا پوره کول دي . ((رواه الطبراني في الأوسط ) . داراز په نورو ډیروروایاتو کې له محتاجو سره مرسته کول تر ډیرو لویو عبداتو غوره عمل بلل شوی دی . 

زه په دې لیکنه سره غواړم خپلو لوستوالو ته یوفکر ورکړم ، ځوانان او دکار او خدمت مینه وال خلک که رښتیا غواړې ولس او ځان ته کار وکړي باید دا ډول کار ته لاس کړي ، په دې سره به هم هغوی ځان ته کار موندلی وي او هم به یې د ډیرو بې وزلو په ښمر ګامونه پورته کړې وي .  او په رښتیني ګټور کار به بوخت واوسو . 

لاندې څو پوښتنې وړاندې کوم ، ځوابونه یې یا دلته له موږ سره شریک کړﺉ او یا یې په خپلو سیمو او ملګرو کې سره شریک کړﺉ او په اړه یې فکر اوپرکار غورکولو ته ځانونه چمتو کړﺉ :

په افغانستان کې پرګټو نه ولاړې ټولنې او مؤسسي شته ؟ 
اوکه نه وې جوړول یې څومره مهم او ګټور دي ؟ 
ایا داسې څوک شته چې دې کارته عملا وړاندې شي ؟ 

یادونه : لطفا دا موضوع شیر او خپره کړﺉ او له درنو لیکوالانو 
اوپوهانو وروڼو غواړم چې په دې موضوع ګټورې لیکنې او مهم
مواد خپاره کړي . 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x