
د کانونو وزير د کانونو د ناقانونه کيندلو کې لاس لري
نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۴ ل): د زور واکانو او نا قانونه وسله والو ترڅنګ لوړپوړي دولتي چارواکي او وزيران هم په هېواد کې د ناقانونه کړنو او فعاليتونو له لارې ګټې ترلاسه کوي.
په دې لړ کې د کانونو وزير دواود شاه سبا سمنګان، بدخشان، هرات او نورو سيمو کې د کانونو ناقانونه کيندلو ته اجازه وکرړې او په ګټو کې يې برخه لري.
راپورونه وايي، چې د کانونو وزير، چې پخوا د هرات والي و، هغه مهال يې د هرات پښتون زرغون ولسوالۍ کې د وسپنې د کان قرارداد خپل شرکت ته ورکړی دی.
کابل نيوز د خپلو سرچينو له قوله وايي، چې داود شاه سبا حکومت سره د شوي قرارد پر بنسټ حکومت ته د راوېستل شوو کانونو خالصه ګټه حکومت ته نه ده ورکړې.
افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار ادارې «سيګار» هم ولسمشر غني ته شکايت کړی، چې د کانونو وزير د معدنونو په ناقانونه کيندلو کې لاس لري.
د پخواني ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال داود شاه سبا د هرات والي و او هغه مهال يې دغه ولايت پښتون زرغون ولسوالۍ کې يې د اوسپنې قرارداد خپل شرکت ته ورکړی دی.
د داود شاه سبا شرکت سمنګان ولايت کې له يو لک ټنه زيات د ډبرو زغال پاکستان ته لېږدولی، مګر حکومت ته يې د دې زغالو ماليه نه ده ورکړې.
بدخشان او نورو ولايتونو کې امنيت شورا د کانونو کيندل هغه مهال ناقانونه وګرځول، چې څه موده وړاندې سالنګ کې د لاجوردو ډکې ۶۴ لارۍ ونيول شوې، چې بهرنيو هېوادونو ته لېږدول کېدې.
د کانونو وزارت وياند انجينر يوسف پښتون وايي، چې حکومت د دغو لاجوردو د کيندو اجازه ورکړې وه، مګر د ماليې د ورکولو په شرط.
د انجينر پښتون په وينا دې سوداګرو حکومت ته پنځلس ميليونه افغانۍ ماليه ورکړې وه، مګر د دغو لاجوردو بيعه د بازار په قيمت تر زر مليونه ډالرو رسېده.
د حکومت له لوري د کانونو د کيندلو د ناقانونه ګرځولو سربېره اوس هم حکومتي لوړپوړي چارواکي او سيمهييز زور واکان د کانونو کيندلو ته دوام ورکړی او بهرنيو شرکتونو سره په ګډه د دغو کانونو قيمتي ډبرې بهرنيو هېوادونو ته لېږدوي.
د بدخشان ولايتي شورا رييس عبدالله ناجي نظري وايي، چې د بدخشان کانونه اوس هم د سيمهييز قوماندانانو، والي، امنيه قوماندان، امنيت آمر او نورو لوړپوړو چارواکو په واک کې دي او ټول په ګډه دغه قيمتي کانونه باسي.
د نن ټکې آسیا د ویب پاڼې درنو همکارانو!!! له کومه ځایه چی زه پوهیږم او د کانونو په وزارت کې د کار نهه کلنه تجربه لرم غواړم ستاسو د دغه راپور په هکله یو څه ولکیم. لمړی باید دا ووایم چی دمګړی د کانونو وزارت کې کومه دنده نه لرم او نه هم له کوم لوړ پوړې حوکمتی چارواکو سره کومه اړیکه لرم. رازو اصل مطلب ته: داود شاه سبا له کومی ورځې چی د هرات له ولایت مقام څخه لیری شوی ده کابو څو کاله آزاده دنده لرله چی په خپل یو خصوصی شرکت کی یې کار کاوه… نور لوستل »