نړۍ

فاينانشل ټايمز: د سوريې بحران په اړه ترکيه او سعودي امريکا ته په غوسه دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۴ ل): فاينانشل ټايمز برتانوي ورځپاڼې ليکلي، متحده ايالتونه هڅه کوي، چې د اوربند نه عملي کېدو په صورت کې سوريه کې د ترکيې او سعودي د نظامي مداخلې مخنيوی وکړي.

ورځپاڼه زياتوي، سره له دې، چې سيمه کې د واشنګټن په اړه منفي او د نهيلۍ فکرونه زيات شوي، مګر سپينه ماڼۍ او لويديځ هېوادونه سوريه کې د ترکيې او سعودي نظامي مداخلې ته اندېښمن دي او فکر کوي، چې دې سره به د سوريې بحران نور هم پراخ شي.

فاينانشل ټايمز زياتوي: «سره له دې، چې انقره او رياض پر دې پوهيږي، چې د امريکا له موافقې او همکارۍ پرته به سوريه کې مداخله ستونزمنه وي، مګر دواړه هېوادونه په دې امريکا ته په غوسه دي، چې سوريه کې يې د بشارالاسد په ملاتړ د روسيې د بريدونو په اړه قوي دريځ ونه نيو»

فاينانشل ټايمز د غربي ډيپلوماتيکو سرچينو له قوله ليکلي، چې ترکيه هڅه کوي، د سوريې دننه ځان لپاره څو کيلومتره خوندي سيمه وټاکي او له دغه ځايه د کردانو پر ضد د عملياتو لپاره کار واخلي.

د ورځپاڼې په وينا د ترکيې او سعودي دغه ګامونه د سوريې منځلاري مخالفينو لپاره د ساه اخيستو يو چانس شي، چې اوس د روسيې جنګي الوتکو د بريدونو ښکار دي.

فاينانشل ټايمز ليکلي، چې د سوريې د منځلارو مخالفينو مشرانو څو ورځې وړاندې انقره کې ترکي چارواکو سره د اسلامي هېوادونو د ايتلاف له لوري د سوريې شمال کې د پيليدونکو عملياتو په اړه خبرې وکړې.

د ورځپاڼې په وينا دا ستونزمنه بريښي، چې ترکيه دې د امريکا له موافقې پرته سوريې ته خپل پوځيان ولېږي، مګر لګيا ده د بشارالاسد ضد جګړې لپاره د سوريې خلک د هغوی په خوښه د ترکيې له لارې لېږي او تېره پنجشنبه يې هم سلګونو سوريايي جنګيالي د هغو سيمو له لارې سوريې ته ولېږل، چې د کردانو په لاس کې دي.

د سعودي اندېښنو په اشاره فاينانشل ټايمز ليکلي، چې سعودي عربستان اندېښمن دی، چې سوريه کې يې خپل نفوذ تر ډېره له لاسه ورکړی او د ايراني قوي مداخلو پر وړاندې داسې فکر کوي، چې د سولې راتلونکو خبرو کې به هم د دوی اغېز کمزوری وي.

فاينانشل ټايمز د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، چې سعودي عربستان د سوريې سويل ختيځ کې د اردن پولې ته څېرمه سيمو کې اردني پوځيانو سره د ګډو عملياتو په اړه فکر کوي.

اروپايي لوړپوړي سياسي چارواکي وايي، چې ترکيه او سعودي د بشارالاسد منځلارو مخالفينو ته توغندي او نورې درنې وسلې د دې لپاره ورکوي، چې بشارالاسد پرې کمزوری کړي او په عين حال کې روسيه اړ کړي، چې سوريه کې د خپلې مداخلې زيان وګالي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x