fbpx

پير سيد احمد ګيلاني د سولې شورا رييس وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۴ ل): له اوږدو ناندريو او اختلافاتو وروسته اجراييه رياست او سولې عالي شورا چارواکو اعلان وکړ، چې پير سيد احمد ګيلاني د سولې شورا نوی رييس، کريم خليلي، حاجي دين محمد، مولوي خدام، مولوي خبير، حبيبه سهرابي او عطاءالله سليم يې مرستيالان ټاکل شوي دي.

د اجرايي رياست مرستيال وياند جاويد فيصل کابل کې رسنيو ته وويل، چې محمد ايوب رفيقي د سولې شورا د دارالانشا رييس، فاروق بشير او فرهادالله فرهاد يې مرستيالان ټاکل شوي دي.

له تېرې اوږدې مودې د ګډ حکومت پر چارواکو نيوکې کېدې، د خپلمنځي اختلافاتو او نا اهلۍ امله د سولې شورا مشر او نور جوړښت نه شي ټاکلی.

د سولې شورا د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال ۱۳۸۹ل کې د استاد رباني په مشرۍ جوړه شوې وه، چې شاوخوا اويا غړي يې درلودل.
د رباني له وژل کېدو وروسته د شمال ټلوالې په ټينګار د هغه زوی صلاح الدين رباني د سولې شورا رييس وټاکل شو.

تېره ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سولې شورا په اړه شوې غونډې په اړه ځينو سرچينو نن ټکی اسيا ته ويلي، چې له اوږدو اختلافاتو او ناندريو وروسته پير ګيلاني د شورا رييس کريم خليلي، حبيبه سهرابي او عطاءالرحمن يې مرستيالان ټاکل شوي وو او فاروق بشير د دارالانشاء رييس ټاکل شوی و، مګر د دغې ګومارنې په اړه يو ځل بيا ناسته وشوه، د اشرف غني او عبدالله په ګډه پرېکړه حاجي دين محمد، مولوي خدام او مولوي خبير هم د سولې شورا مرستيالان وټاکل شول.

همدا رنګه د سولې شورا د دارالانشاء رييس هم د فاروق بشير پر ځای محمد ايوب رفيقي وټاکل شو، فاروق بشير او فرهاد الله فرهاد يې مرستيالان وټاکل شول.

د سولې شورا له ۱۳۸۹ل راهيسې په کار پيل کړی، مګر عملي پايله يې تر اوسه نه ده څرګنده شوې او د سولې هڅې د امنيت شورا رييس حنيف اتمر او د بهرنيو چارو وزارت پر مخ بيايي.

د کارپوهان په وينا د سولې شورا نوی ټاکل شوی رييس د عمر په توګه ډېر زوړ دی، د خبرو کولو توان هم نه لري او نه يې څوک پر خبره پوهيږي.

همدا رنګه د سولې شورا جوړښت هم نيوکې کېږي، چې د نورو څوکيو په څېر د سياسي وېش او ډلو پر بنسټ وېشل شوي دي، چې پايله به يې هم د همدې جوړښت په څېر وي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مولوى محمد سليم انقياد ى
میلمه
مولوى محمد سليم انقياد ى

که واقعي سوله غواړو نو دا انخاب ځكه دقبول وړنه دې چه درئس په خبره څو ک نه پوهيږى او مرستيال ئ په جنګى جرمونو مجرمين ړى

khalid
میلمه
khalid

د سولی په نوم دا نام نهاده شورا له سر تر پایه غیر قانونی ده هسی د ملت د شتمنی د لوټلو لپاره یی لاره برابره کړی ده ددی شورا اکثره مصارف او بودیجه امریکایان او برتانویان ورکوی او د هغوی استخباراتی اهداف او پلانونه مخته وړی څه چی هغوی ورته وایی هماغسی کوی او په منطقه کی د هغوی د ناروا او نامشروع ګټو دتحقق لپاره زمینه سازی کوی د سولی نه ددوی مطلب اوسنی کوډاګی حکومت ته د طالبانو د تسلیمی نه علاوه بل څه ندی دوی داسی فکر کوی چی طالبان هم لکه دوی غوندی د قدرت… نور لوستل »