افغانستان

ذبیح الله مجاهد :بهرنیانو ته دپوځي اډو ورکړه سولې ته درسیدو لار اوږدوي

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دجمعې په شپه په خپل خپاره کړي بیان کې دکرزي دهغو خبرو په اړه غبرګون ښودلی چې دپنجشنبې په ورځ یې په کابل پوهنتون کې کړې وې ، حامدکرزي ویلي وو چې امریکایان ترینه ۹ پوځي اډې غواړي چې دی ورسره موافق دی ، ذبیح الله مجاهد دطالبانو په استازیتوب ویلي چې هیڅ بهرنۍ پوځي اډې ته به اجازه ورنکړې چې دافغانستان په خاوره پاته شي ، نوموړي ویلي چې دافغانستان سیاسي استقلال ددوی لپاره ترټولو مهم اولویت دی چې معامله ورباندې نه شي کیدلای ، د ذبیح الله مجاهد بشپړې څرګندونې همدلته لوستلی شئ

امریکایانو ته دپوځي اډو د ورکړې په تړاو دکرزي دخبرو په اړه داسلامي امارت دویاند غبرګون

 

دپنجشنبې په ورځ دکابل دمزدور رژیم مشر حامدکرزي په کابل پوهنتون کې دیوې وینا په مهال ډاګیزه کړه ، چې امریکایي اشغالګرو ترې  په  کابل ، بګرام ، جلال اباد ، ګردیز ، کندهار ، هلمند ، شینډنډ ، هرات او مزارشریف کې  د نهو پوځي اډو غوښتنه کړې ، ترڅو داوږده وخت لپاره په کې خارجي یرغلګر میشت شي .

دکرزي دا وروستۍ څرګندونې له  هغه شیطاني او جفاکارانه  جریان څخه پرده پورته کوي ، چې له څه مودې راهیسې دیرغلګرو او کورنیو اجیرانو لخوا پیل شوی دی ، او دواړه خواوې دخپلوشومو ګټو لپاره هڅه کوي ، افغان سرلوړی اولس داوږده مهال لپاره دبهرني اشغال په زولنو وتړي او دا په خپلواکواکي مین او لس او هیواد د سیاسي استقلال له نعمت څخه محروم کړي .

دافغانستان اسلامي امارت دافغان اولس په استازیتوب په یرغلګرو او دکرزي په مشرۍ په کورنیو اجیرانو غږ کوي ، چې په هیڅ قیمت به اجازه ورنکړي چې امریکایان او نور یرغلګر دي دافغانستان په پاکه خاوره پوځي حضور ولري .

اسلامي امارت لکه په تیرو کلونو کې  چې همیشه دهیواد خپلواکۍ او دملت ازادۍ ته ژمن پاته شوی ، په راتلونکي کې به هم په هره بیه چي وي داشغال په وړاندې مبارزه جاري وساتي ، داچې حامدکرزی وایي امریکایانو ته پوځي اډې ددې لپاره ورکوي چې افغانستان ته سوله راشي ، اسلامي امارت باور لري ، چې په افغانستان کې دجنګ عامل بهرنی اشغال دی او که دا اشغال اوږدیږي ، نو  سولې ته درسیدو لاره هم ورسره اوږدیږي .

دهیواد سیاسي خپلواکي او له بهرنیو یرغلګرو پاک هیواد دافغان مجاهد اولس هغه ارمان دی ، چې هیڅکله به ورباندې معامله ونه کړي ، تردې وړاندې هم دحامدکرزي غوندې دیرغلګرو اجیرانو لکه  شاه شجاع ، یعقوب خان او ببرک کارمل له پردیو اشغالګرو سره دافغانستان په خاوره او استقلال معاملې کړي دي ، خو د اولس دمقاومت له برکته  اجیرانو او بادارانو ته یې له  رسوایي پرته هیڅ هم په لاس نه دي ورغلي .

له همدې امله خو موږ بهرنیانو ته هم مشوره ورکوو چې هیڅکله دې په دې سرلوړي اولس داوږدمهالي واکمنۍ خوبونه نه ویني ، دا اولس داشغال په وړاندې دنه ستړي کیدونکي مقاومت حوصله لري ، ملي خپلواکي ددې اولس له مهمو اولویتونو څخه ده ، نوځکه  که غواړئ چې هم خپل سرتیري ارام کړئ او هم افغان اولس ارام ته پریږدئ باید چې په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووزئ ، افغانانو لکه څنګه چې په تیره لسیزه کې دیرغلګرو زرګونو پوځي اډو ته داشغال په سترګه کتل ، محدودو اډو ته یې هم  کټ مټ په هماغه نظر ګوري نو ځکه ورته دمنلو وړ نه دي     .                                                                

ذبیح الله مجاهد داسلامی امارت ویندوی

۱۴۳۴/۶/۲۹هـ ق

2013/5/9 م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x