شينواری: موږ تل د ولس رښتینی غږ پورته کړی، خو کله چې دا غږ د ځينو استخباراتي کړیو پر ګټه نه وي بیا يې د ګډوډېدو هڅه کېږي

خيرالله شينواری: بغلان کې قومي جګړه روانه ده ـ مرکه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۴ل): له شاوخوا دريو اونيو راهیسې د بغلان په ځینو سیمو کې جګړه روانه ده، د جګړې دواړه لوري د پرمختګ دعوې کوي، خو ورسره جوخت د ملکي تلفاتو شمېره هم ورځ تر بلې لوړېږي، نن ټکی اسیا له کابل مېشتي د بغلان مدني فعال او د پښتون خوځښت غړي خیرالله شينواري سره مرکه کړې او په بغلان کې يې د ملکي تلفاتو او جګړې د وروستيو پېښو په اړه را غږولی.

نن ټکی اسیا: کور مو ودان چې وخت مو راکړ، که د بغلان د جګړې په اړه لومړی دا ووایاست چې دقیقاً جګړه له کله راهیسې او په کومو سیمو کې روانه ده؟

شینواری: تاسې او ستاسې درونو لوستونکو ته سلامونه وایم، وړاندې تر ځواب باید ووایم چې نن ټکی اسیا د رسنیو په منځ کې هغه رسنۍ ده چې خپل ملي رسالت يې تر یو حده ادا کړی دی، ستاسې له پاڼې ټول افغانان خوشاله دي، په داسې حال کې چې اوس رسنۍ قرار لري، نن ټکی اسیا د واقعیتونو په ډاګه کولو کې مهم رول لوبولی دی. او د بغلان د ډنډ غوري د جګړې په اړه باید ووایم چې تقریباً له دريو اوونيو راهیسې جګړه روانه ده، او د ډنډ شهاب الدين، ډنډ غوري او د مرکزي بغلان په سیمو کې لکه قیصر خېل او منګلو سیمو کې د دولتي ځواکونو له لوري جګړه پیل شوه. البته تر دې وړاندې هلته یو تفاهم د وزیر صاحب ګلاب منګل له لوري شوی و.

نن ټکی اسیا: تفاهم لیک د ډنډ غوري اړوند سیمو کې شوی و، خو تاسې چې تر جګړې لاندې سیمو نومونه واخیستل، لکه د مرکزي بغلان قیصر خېل او منګل، دا هم په تفاهم لیک کې داخل و؟

شينواری: نه، په تفاهم لیک کې یوازې ډنډ غوري شامل و، خو دا نورې سیمې له تفاهم لیک د باندې وې او په دې سیمو کې اربکیان و، دولت يې د تفاهم لیک اړتیا نه احساسوله. خو دولت په ډنډ غوري کې ستونزې احساسولې، په ډنډ غوري کې د دهنه غوري ولسوالۍ مهمه لاره هم تېره شوې ده، چې د حکومتي قواو په کتارونو به حملې کېدلې او دا لار د دولت لپاره له ستونزو خالي نه وه. ځکه خو يې تړون وکړ او دا تړون ډېر مفيد و.

نن ټکی اسیا: د تفاهم لیک په اړه د سرحدونو او قبايلو چارو وزیر وايي چې دوی دغه تفاهم لیک له ولسي وګړو سره کړی و، خو بغلان مېشتې ځينې کړۍ وايي چې دا تفاهم لیک له خلکو سره نه؛ بلکې له طالبانو سره شوی و او ډنډ غوري يې رسماً طالبانو ته سپارلې وه، تاسې د یو درېیم ګړي، مدني فعال او د چارو د څارونکي په توګه څومره معلومات لرئ چې دا تړون واقعاً له چا سره شوی و؟

شينواری: د تفاهم لیک موضوع خو څرګنده ده، هلته په لیک کې لاسلیکونه شته او هماغه خلک موجود دي، دا تفاهم لیک له طالبانو سره هیڅکله نه دی شوی، د سیمې خلک دې ته حاضر شول چې دولت پر دې راضي کړي، چې دلته به دوی مخالفين دې ته نه پرېږدي چې پر دولتي تاسیساتو او دولتي قواو بريدونه وکړي او په مقابل کې به يې دولت په خلکو او کلیو باندې بمبار نه کوي او پر توپونه به يې نه ولي.

نن ټکی اسیا: نو اوس دغه تفاهم لیک د چا له خوا مات شو، دولتي قواو لومړی بريدونه پیل کړل که تر دې وړاندې طالب ځواکونو پر دولتي تاسیساتو یا قواو بريدونه کړي و؟

شينواری: له تړونه وروسته، ولسي جرګې ناسته وکړه او دا تړون يې لغوه اعلان کړ او په عملي ډګر کې هم لومړی ځل دولتي قواو دغه تړون تر پښو لاندې کړ، ځکه حکومت پلان ونیو چې په سیمه کې پوځي عملیات ترسره کړي او پوځي عملیات هم داسې طرح شول، چې خلکو ته خبر ور نه کړل شو، ډنډ غوري تر مرکزي بغلان پورې ډېره پراخه سیمه ده، زرګونه کورنۍ پکې ژوند کوي، جګړه خپل اصول لري، کله چې د عملیاتو پلان نیول کېده باید ولسي وګړو ته خبر ورکړل شوی وای، هغوی د عملیاتو له بڼې خبر شوي وای او د عملیاتو د دوام کره نېټه ور په ګوته کړی شوې وای، او ضمناً حکومت مسوولیت لري چې د متاثره سیمو لپاره باید تدابیر ونیسي، چې کیمپونه ولګوي، د هغوی روغتيايي ستونزې وسنجوي، ځکه جګړه کې طبعي ده، چې خلک کډوالۍ ته اړ کېږي، دوی باید د بشری حقونو له مخې هم دا مخکيني تدابیر په پام کې نیولي وای.

خو هیڅ يې هم په پام کې ونه نیول او بې پامه يې عملیات پیل کړل، او پیل يې هم داسې و، چې له دریو اړخونو نه، د سیمټ خانې له غرونو نه، د پرغان له تپې نه او د شلمې فرقې نه او ځينو نورو وړو اړخونو نه يې وار له واره ډي سې توپونه ویشتل پیل کړل او دې توپونو لاندې کلي تر دم لاندې ونیول. چې ټول اوسېدونکي يې په کارونو بوخت و او جګړه پر سیمه ییزو خلکو پیل شوه، چې د سیمې کورونه، ښوونځي او مسجدونو يې تر اور لاندې ونیول.

نن ټکی اسیا: د ملکي تلفاتو په برخه کې اوس وضعیت څنګه دی، څومره تلفات اوښتي او زیانمن شویو خلکو ته کومې مرستې رسېدلې، هغوی توانيدلي چې خپل ټپیان تر روغتيايي مرکزونو ورسوي؟

شينواری: له دریو ـ څلورو ورځو راهیسې حالات بېخې خطرناک شوي ان څوک په تلیفون کې خبرې نه شي کولی، ځکه خو موږ هم د تازه جزيياتو حال نه لرو، خو تر دې وړاندې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۵۰ تنه ولسي وګړي شهيدان شوي دي او په سلګونو نور ټپيان شوي دي، دا يې هم دقیقه شمېره نه ده، ځکه خلک سره پاشل شوي دي، ټپیان او زیانمن شوي خلک ځينې مزار، ځينې پلخمري او ځينې ان پېښور ته تللي دي، خو موږ ته دا جزييات څو ورځې وړاندې د سیمو خلکو را کړل. خو موږ د بشري حقونو د شمال شرق زون تر دفتره هم غږ رسولی چې پر دولت فشار راوړي او دا جګړه یو څه سړه کړي، چې زیانمن شویو خلکو ته مرستې ورسېږي، تر دفاع وزارته لاړو، موږ خپل غږ پورته کړ، خو تر اوسه څه نه دي شوي.

نن ټکی اسیا: ستاسې د غږ پورته کېدل او په پلازمېنه کې د کنفرانس جوړېدل هم ځينو رسنیو د طالبانو د ملاتړو له لوري وباله، دوی وویل چې دا خلک د طالبانو ملاتړي دي او د دوی په غوښتنه يې دا ګام اخیستی، تاسې يې په اړه څه وایاست؟

شينواری: موږ تل د ولس رښتینی غږ پورته کړی، خو کله چې دا غږ د ځينو استخباراتي کړیو پر ګټه نه وي بیا يې د ګډوډېدو هڅه کېږي، دا ځل هم همداسې وشول، موږ د جګړې رښتيني حال د مدني ټولنو او د سیمې د مخورو له لارې وړاندې کړل، د سیمې مشرانو د دولت ظلمونه بیان کړل، دا معلومه ده چې خلک به د جګړې له دواړو لوریو په عذاب وي، خو ښايي د دولت عذاب ډېر و، چې د دوی پر ضد يې دا غږ راپورته کړ، خو طالب له پخوا راهیسې په سیمه کې شته که خلک په دې کچه ترې په عذاب وای، نو ولې يې تر اوسه غږ نه پورته کاوه، یعنې هلته خلک له طالبانو سره یو تفاهم ته رسېدلي و، خلکو د حکومت پر ضد غږ وکړ او دا غږ د ګډوډۍ ښکار شو، رسنیو ته يې د امنیت له ارګانه خصوصاً زما په اړه یو څه لېږلي و، چې دی له طالبانو سره اړیکه لري تاسې يې ولې غږ خپراوه، موږ ډېره هڅه وکړه چې له رسنیو نه دا ګواښ تر لاسه کړو خو دوی رانه کړ، بیا موږ خپل توضیحات ورکړل، نو دا یوازې د ويرولو هڅه وه، چې څوک رښتیا وايي هغه غلي کړي، خو زموږ ارادې ډېرې لوړې دي او هیڅکله به د چا د دسیسو ښکار نه شو.

نن ټکی اسیا: په جګړه کې د جګړې دواړه لوري جګړه کوي، که تعرضي وي، که دفاعي، نو په ملکي تلفاتو کې د جګړې بل اړخ (طالبان) څومره ملامت بللی شو؟

شينواری: د وسله والو مخالفينو په اړه زه دقیق نه شم ویلی، ځکه چې معلومات نشته، خو د دولتي قواو په اړه واضح او معلومه ده چې ډي سې توپونه کاروي او کلي په نښه کوي، خو دا چې طالبانو هم سیمې د سنګر غوندې کارولې او غلچکې بريدونه يې کول طبعي ده چې د هغوی له خوا به هم تلفات وارد شوي وي، نو دا باید د سیمې له خلکو پوښتنه وشي، اوس ډېر مغلق حالت دی سړی يې دقیق نه شي ویلی چې د هغوی له اړخه به ملکي تلفات څومره وي.

نن ټکی اسیا: شنیواری صاحب په فارياب کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عملیات هم د یو خاص قوم پر ضد وبلل شوه، اوس چې په بغلان کې کومه جګړه روانه ده، د جګړې تر اور لاندې سیمو ډېری اوسېدونکي پښتانه دي، ایا دا جګړه هم قومي رنګ لري؟

شینواری: د جګړي قومي رنګ تاریخي مخېنه لري، ان د روس په وخت کې هم ځينې کړیو غوښتل چې د استعمار پر ضد اصلي جنګيالي په قومي جګړو کې ښکېل کړي، د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي تر منځ د جګړو په اړه اسناد شته، حزب کوښش کاوه چې ځان له داسې جګړو څنډې ته کړي خو وروسته ثابته شوه چې جمعیت د دې جګړې ډېر لېواله و، د اوسنۍ جګړې چې د ترویزم پرضد يې بولي په پیل کې هم همداسې وشول، کله چې ځينې ملېشې د امریکا په مرسته کابل ته ننوتې، هغوی هم د جګړې کرښې هغه سیمې وټاکلې چې پښتانه پکې مېشت و، اوس هم طالبان په هغو سیمو کې ډېر پراخ نفوذ لري چې هغه له محرومیت او محکومیت سره مخ وي، بغلان هم په لوړه شمېره پښتانه لري، خو په طول د دې څو کلونو کې هلته پښتانه همداسې له پامه غورځول شوي، په دې ټولو کلونو کې هلته د امنیت امر، یا قومندان یا هم د ملي امنیت مشر داسې نه دی ټاکل شوی چې د خلکو خوښ او په غوښتنه وي، د یوې مشخصې سیمې خلک چې جنګسالاران او د ټلوالې خپلوان دي په بغلان نه؛ بلکې ټول شمال کې حاکم دي، هغوی ټول بستونه پخپلو لاسو کې نیولي. دوی پر خپل ضد غږ خپ کوي، وړاندې د بغلان اوسېدونکو، د اهل چارواکو د مقررۍ او د ولایت د مرکز د بدلون غوښتنه وکړه، خو دا د دې کړیو خوښه نه وه او عکس العمل يې وښود. نو هلته جګړه رښتیا هم قومي رنګ لري او دا خلک چې خپل واک په خطر کې وویني عکس العمل ښيي.

نن ټکی اسیا: تر وروستۍ پوښتڼې وړاندې به وپوښتم دغه اوس هم کابل بې برېښنا دی، د بغلان په جګړه کې د مسجدونو، ښوونځيو او کورنو نړولو سربېره د برېښنا د پایو نړول د چا کار بولئ؟

شینواری: د برېښنا د پايې د نړېدو په اړه دقیق معلومات نشته، خو د سیمې ډېر اوسېدونکي وايي چې دغه پایه د یو ډي سې توپ په وسیله نړول شوې ده، که مخالفينو دا کار کولی نو دوی خو تر دې وړاندې هم په سیمه کې حاکم و، وړاندې يط ورته ګام نه دی اخیستی، خو پایه د توپونو د ویشتلو په لومړۍ ورځ نړول شوې ده، که څه هم دولت وايي چې دوی دا کار نه دی کړی، خو که هر چا دا کار کړی، دا یو غلط کار دی او دا د افغانستان د خلکو له غوښتنو سره ټکر دی، مخالفينو خو پخپلو خبرو، اعلاميو کې ويلي هم دي چې دوی د عام المنفعه تاسیساتو ساتنه کوي. او د ښوونځیو، مسجدونو او کورونو په اړه خو د دولت کړنې معلومې دي، باور وکړئ د ډنډ غوري دومره ښایسته ښوونځی د دولت په ډزو کې ونړيد، چې سړي ته ژړا ور ولي.

نن ټکی اسیا: په جګړه کې دواړه لوري د پرمختګ دعوې کوي او د هوا په ګرمېدو ښايي جګړه لا دوام وکړي، که حالات هم داسې دوام کړي څومره يې د ولس په زیان بولئ؟

شینواری: که د طالبانو پخوانی او اوسنی وضعیت سره پرتله کړو یو پر زره برابره يې توپیر کړی دی، طالبان یو واقعیت دی او دولت يې هم باید د واقعیت په حیث ومني، موږ بیا پر نړۍ او حکومت غږ کوو چې جګړه د حل لار نه ده، پر دولت موږ غږ کوو چې سولې ته د رښتينې ژمنتیا وښيي، سوله د تسلیمۍ په مانا نه ده چې څوک دې دوی ته ټوپک کېږدي او دوی دې ور باندې کاګل وکړي دا د خندا وړ خبرې دي، له سولې سره د هېواد خپلواکي، د عدالت پلي کېدل تړلي دي او دا باید په پام کې ونیول شي او باید عاقلانه پرېکړه وشي. ضمناً طالبان هم باید د جګړې له لارې بریاته د رسېدو په فکر کې ونه اوسي، دلته نړیواله ټولنه ده، خلک دي او باید پر خبرو سره جوړ شي، یو څه باید دولت یو څه باید طالبان انعطاف ومني.

نن ټکی اسیا: مننه، اباد اوسئ.

شينواری: کور ودان.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

شینوااری صاحب السلام علیکم ! زه د بغلان له ټولو پښتنو په دی خوشاله یم ، چه د خپلو مجاهدینو ورونو سره اوږه په اوږه که پرون د روسانو په مقابل کی جنګیدل نن د نوو اشغلګرو په مقابل کی جنګیږی ، څه چه وسه ده نه یی سپموی ، مګر د دغه ورور له دغه نوم سره چه د پښتنو خوځشت پلوی دی زه د پشتنو ، یا تاجکو ، هزاره او داسی نورو قومی خوځشتنو سره مخالف یم ، تاسی ته پټه ده د استثعمار لویه وسله وویشه حکومت وکړه ، همدا قومی خوځښتونه هر قوم ته جوړوی… نور لوستل »