د پاکستان لوی درستيز قطر ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۴ ل): د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف د سولې بهير د بیا پيلولو لپاره قطر ته رسېدلی دی.

د پاکستان پوځ وياند جنرال عاصم باجوه په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې جنرال راحيل شريف نن سهار وختي د قطر پلازمېنې دوحې ته په يوه ورځني سفر رسېدلی دی.

د جنرال باجوه په وينا د پوځ مشر د خپل سفر مهال قطري چارواکو سره ليده کاته پيل کړي او هغوی سره به پر دې خبرې وکړي، چې د سولې درېدلی بهير څنګه او په کومه طريقه بيا پيلېدای شي.

د پاکستان پوځ مشر افغان حکومت سره د سولې بهير کې د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې او په دې اړه يې تېره اوونۍ اسلام اباد کې افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال ته د سولې په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی و.

د څارونکو په اند د جنرال راحيل شريف دا سفر له دې امله اړين ښکاري، چې سبا سه شنبه د فبرورۍ په ۲۳مه د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان څلور اړخيزه ناسته کيږي او په دې ناسته کې به طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره ميکانيزم جوړيږي.

طالبانو څو ځله په خپله خبره ټينګار کړی، چې د دوی سياسي دفتر قطر کې دی، د سياسي چارو ټول واک له دغه دفتر سره دی او که هر څوک د سولې په اړه خبرې کوي، نو سياسي دفتر سره دې اړيکه ونيسي.

د روانې فبرورۍ په شپږمه اسلام اباد کې د څلور اړخيزې ناستې په ترڅ کې پرېکړه وشوه، چې راتلونکي غونډه کې به طالبانو سره د مخامخ خبرو په ميکانېزم خبرې کيږي، مګر تر اوسه دا نه ده روښانه، چې طالبانو سره به مخامخ خبرې څنګه کيږي.

اسلام اباد مېشتی ازاد ژورنالېست طاهر خان په خپله وروستۍ تبصره کې د څلور اړخيزې ناستې د يو ګډونوال له قوله ليکلي، په تېره غونډه کې پرېکړه وشوه، چې راتلونکې ناسته کې به طالبانو سره د مخامخ خبرو د مېکانېزم په اړه خبرې کيږي، مګر د مخامخ خبرو ځای په اړه لا هم پرېکړه نه ده شوې.

د ګډونوال په وينا طالبان به کابل کې خبرو ته زړه ښه نه کړي او که چين کې خبرې کيږي، نو بايد امنيت شورا پر طالبانو لګېدلي بنديزونه لرې کړي او بالاخره پرېکړه پر دې وشوه، چې قطر کې به د طالبانو دفتر سره د خبرو لپاره اړيکې نيول کيږي او له هغې وروسته به د راتلونکي ګامونو په اړه پرېکړه کيږي.

تېره مياشت قطر کې د پګواش مرکز له لوري جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر شېر عباس ستانکزي د خپلو خبرو په ترڅ کې ويلي و، چې د دوی رسمي سياسي دفتر ته د کار ورکولو اجازه، د بنديانو د خوشې کولو، پر مشرانو يې سفري بنديزونه لرې کول او د طالبانو پر ضد پروپاګند بندول افغان حکومت د خبرو لپاره اړين ګامونه دي، چې بايد پورته يې کړي

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زما په اند راحیل شریف د سیاسی ازموینو او روزنو لاندی دی کله یی افغانستان او کله یی سعودی ، کله یی قطر او کله امریکا او کله یی اروپا ته استوی ، دا په دی معنی چه د پاکستان سیاست ملکی نه نظامی دی د همدی امله پاکستان ته د اسراییلو او مصر به شان دوه بیلونه ډالر د فوځ د پاره ورکول کیږی یعنی باکستان دسیمی واچ ډاک دی د همدی امله یی د اتم بم د جوړولو جواز هم ورکړو د پاکستان بم د انګریزانو بم او د پاکستان نظامی پیاوړتیا د انګریزانو نظامی پیاوړتیا ده ،… نور لوستل »