
جوزجان : ۹ تنو اربکیانو خپل قومندان مړ کړ او بیا طالبانو ته ورغلل
د جوزجان ولایت دقوشتپې ولسوالۍ څخه ورکړل شوی خبر وایي ، چې تیره شپه ددې ولسوالۍ په ترکمني سیمه کې دیوې پوستې ۹ تنو اربکیانو خپل قومندان وژلی او وروسته ټول دطالبانو سره ملګري شوي دي .
خبر وایي دپوستې قومندان شاه محمد نومیده ، چې خپلو ملګرو یې په پټه ورته سلا کړې ، د جمعې په شپه ۳ بجې یې نوموړی ویشتلی او وروسته یې دپوستې له ټولو لوازمو سره دطالبانو سیمې ته ځان رسولی او خپل ټول وسائل یې طالبانو ته سپارلي .
په خبر کې راغلي چې دغو اربکیانو طالبانو ته ۹ میله کلاشینکوف ، یو خفیف ماشیندار ۵ عرادې موټرسایکل ، څو پایې مخابرې او نور ډیر مهمات او وسائل له ځانه سره راوړي او طالبانو ته یې سپارلي .
په دې وروستیو کې دهیواد په مختلفو سیمو کې دامریکایانو له تیښتې وروسته یې په ځایناستو اربکیانو هم سخته بلوا ګډه ده ، ددوی له منځه هغه چې خدای یې اخیره نه وي خطا کړې ، ډلې ډلې طالبانو ته تسلیمیږي او طالبان هم خپل ددعوت او ارشاد دلارښود له مخې ورسره خورا له عاطفې ډک چلند کوي او د سراومال او دتحفظ ضمانت ورکوي .