افغانستان

قهرمان: په هلمند کې جګړه د حل لاره نه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۴ ل): په هلمند ولایت کې د مسلحه قواوو د همږغۍ مشر عبدالجبار قهرمان د اشنا تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې په هلمند ولایت کې روانه جګړه د حل لاره نه ده نو ځکه باید د طالبانو سره د جګړې پر سر خبري وسي.

عبدالجبار قهرمان وایې چې د ولس او طالبانو سره مو اړیکي نیولي چې په مجموع کې مثبتي پایلي لري، نوموړي همدارنګه ویلي چې د امنیتي ځواکونو تر منځ همږغي شتون نه لري نو ځکه باید موږ په دې برخه کې ډیر کار وکړو او د مسلحه قواوو تر منځ همږغي زیاته کړو.

قهرمان د مرکې په اوږدو کې ویلي چې د هلمند وضعیت مخ پر ښه کېدو دی ځکه چې پخوا به په شپږو یا اوو ولسوالیو کې جګړې دوام درلود اوس هغه جګړه دوو یا درو نقطو ته رالنډه سوي لکه سنګین، ګرشک او د لښکرګاه مربوطه ساحو ته، نوموړي په مرکه کې دا نه دي ویلي چې پخوا د هلمند په ډیرو ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو شتون درلود نو ځکه جګړې ډیري وي او اوس دده په راتګ سره هغه ټولي سیمي د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

عبدالجبار قهرمان په هلمند ولایت کې د ولس او حکومت ترمنځ واټن ته هم اشاره کړي ځکه نوموړۍ وایې چې د ولس او طالبانو دواړو سره مو خبري پيل کړي، د نوموړي د خبرو څخه داسي څرګندیږي چې طالبان او ولس دواړه په یوه پله کې دی او د حکومت پر ضد جنګیږي.

نوموړي هیله ښودلي چې راتلونکی دوبی به ډیر امن او خوږ حوشاله دوبی وي.

د هلمند ولایت چارواکي او د ولس ځیني حکومت پلوه خلک د روان وضعیت څخه ناخوښه دي، دوی وایې چې په تېرو کلونو کې د ژمي په موسم کې طالبانو شاتګ کوی او حکومتي ځواکونو به د طالبانو څخه سیمي نیولي خو سږ کال وضعیت برعکس دی، طالبان د پسرلي او دوبي په څېر په ژمي کې هم پر مخ روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

که دا دروغو قهرمان او ددوستم پخوانی یار پخپله خبره کی صادق وی او فکر یی بدل شوی وی نو ښه تر ښه او صحیح ولی زه فکر کوم چی پدی کښی دده کوم چل ول نه وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x