افغانستان

د بغلان د والي پر دفتر توغندیز برید مرګ-ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۴ ل): د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د والي پر دفتر توغندي لګېدلي چې له امله یې د والي د ساتونکو په ګډون ځینو کسانو ته مرګ-ژوبله اوښتي.

د بغلان د والي ویاند محمود حقمل د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا پېښه نن تر غرمې مخکي رامنځته سوي، نوموړۍ وایې په پېښه کې یو تن وژل سوی او درې نور ټپیان دي.

د بغلان مرستیال والي عبدالستار بارز وایې چې توغول سوي توغندي دده د فتر پر بام لګېدلي، نوموړۍ وایې د توغندۍ د لګېدو پر مهال زه په خپل دفتر کې وم خو کوم زیان نه دی راته رسېدلی.

امنیتي چارواکي وایې چې BM1 توغندي د بغلان ولایت د ډنډ غوري سیمي څخه د ولایت پر مقام توغول سوي، په ډنډغوري سیمه کې د څه مودې راهیسي د طالب او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده او د ملي اردو د توپونو له امله خلک له سیمي تښتېدلي او نورو ځایونو ته کډه سوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل سوي خبرپاڼه کې لیکلي چې ددوی ځواکونو د بغلان ولایت د والي پر دفتر توغندیز برید ترسره کړی، نوموړۍ لیکي چې د برید په پایله کې یې د ولایت ۱۳ تنه ساتونکي او مهم کارکوونکي وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x