
تګاب کې اربکیانو په ملکي خلکو نښه پخه کړه
نن ټکی اسیا – دکاپیسا ولایت له تګاب ولسوالۍ څخه وروستی رارسیدلی خبر وایي چې نن سهار ۹ بجې په دې ولسوالۍ کې اربکیانو دملکي خلکو دسپارلۍ په موټر ډزې کړې چې په نتیجه کې یې دیوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۳ تنه ځای په ځای په شهادت رسیدلی او دری نور نارینه سخت ټپیان شوي دي .
دتګاب اوسیدونکي وایي پیښه ددې ولسوالۍ دتترخېلو په سیمه کې رامنځته شوې ، چې انګیزه یې نه ده معلومه ، دعیني شاهدانو په قول دملکي خلکو دسپارلۍ سراچه ډوله موټر په عامه لار روان وو چې اربکیانو ورباندې دخپلو ټوپکو میلې راواړولې ، او په کې ناست کسان یې وویشتل ، دکلیوالو په وینا چرسي اربکیان ډیره ځله د نښې ویشتلو په شوق لور په لور ډزې کوي ، خو تراوسه څرګنده نه ده چې دوی دغه موټر هم د نښې ویشتلو په خاطر هدف ګرځولی که څنګه ؟
د اربکیانو په لاس دملکي خلکو شهادت دتګاب اوسیدونکي سخت غوسه کړي دي ، او د دا ډول جنایاتو دمخنیوي غوښتنه یي کړې