اسیا جام ته د افغانستان وتل د عمان تر ګټې منحصر دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۴ ل): افغان لوبډلې د اسیا جام د غوراوي په سیالۍ کې هانګ کانګ ته په ۶۶ منډو لویه ماتې ورکړه.

د اسیا جام د غوراوي سیالیو نن وروستۍ ورځ ده.

د غوراوي په سیالیو کې نن افغانستان له هانګ کانګ سره لوبه درلودله. پچه هانګ کانګ وګټله او افغانستان ته یې د لومړی بیټینګ دعوت ورکړ. افغانستان په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې د نجیب الله ځدران او اصغر ستانکزي د ښې توپوهنې پر مټ ۱۷۸ منډې جوړې کړې.

د ۱۷۹ منډو د پوره کولو په تعقیب کې هانګ کانګ لوبډله په یواځې ۱۱۲ منډو وسوځېدله او سیالي افغانستان په ۶۶ لوی توپیر وګټله. په توپ اچوونکو کې محمدنبي ښه وځلېد او د نننۍ لوبې په ګټلو کې یې اساسي رول ادا کړ. هغه په ۴ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او ۴ ویکټې واخېستلې.

اسیا جام ته د افغانستان وتل اوس له عربي اماراتو څخه د عمان په ښه اوسط ګټلو منحصر دي. افغانستان اوسمهال د رنز ریټ له حسابه 0.954+ او عربي امارات +0.740 پواینټونه لري.

که عمان نننۍ سیالۍ له عربي اماراتو په ښه اوسط وګټي نو اسیا جام ته د افغانستان د وتلو چانس ډيریږي خو د بایلات په صورت کې عربي امارات اسیا جام ته وځي.

اسیا جام د فرورۍ په ۲۴مه په بنګلادیش کې پیلیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د