ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۵۲) – تل د الله تعالی ذکر کوه!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ تل د الله تعالی ذکر کوه!

الله تعالی وایې:

﴿ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ ﴾
” همدا د الله یاد هغه شی دی، چې په هغې سره زړونو ته اطمینان ور په برخه کېږی. ”

﴿فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ﴾
” له دې امله تاسې ما یاد کړئ، زه به تاسې یاد کړم. ”

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْراً كَثِيراً{۴۱} وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَّأَصِيلاً ﴾
” ای مومنانو! الله تعالی ډېر ډېر یادوئ، او سهار او ماښام د هغه تسبیح کوونکی اوسئ. ”

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ ﴾
” ای مومنانو! ستاسې مالونه او اولادونه دې تاسې د الله له یاد نه غافل کړی. ”

﴿ وَاذْكُر رَّبَّكَ إِذَا نَسِيتَ ﴾
” که په هېره سره دې دغه ډول خبره له خولې نه ووځی، نو سملاسی خپل رب یاد کړه. ”

﴿ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِينَ تَقُومُ{۴۸} وَمِنَ اللَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَإِدْبَارَ النُّجُومِ ﴾
” نو د خپل رب د ثنا ستاینې سره د هغه په پاکۍ سره یادونه کوه، د شپې هم د هغه پاکی بیانوه او کله چې د شپې په پای کې ستوری راګرځی، په هغه وخت کې هم. ”

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُواْ وَاذْكُرُواْ اللّهَ كَثِيراً لَّعَلَّكُمْ تُفْلَحُونَ ﴾
” ای مومنانو! کله چې له کومې ډلې سره ستاسې مقابله وی، نو کلک ولاړ اوسئ او الله تعالی ډېر ډېر یادوئ، هیله ده چې تاسې ته به بری در په برخه وی. ”

او په صحیح حدیث کې راغلی چې:
” د الله تعالی ذکر کوونکی خلک د ژوندی او له ذکر نه غافل خلک د مړی مثال لری. ”

همدارنګه یو ځل رسول الله ﷺ وویل:
” (مفردون) به تر ټولو مخکې جنت ته ننوځی.
چا پوښتنه وکړه: ای د الله رسوله! مفردون څوک دی؟
رسول الله ﷺ وویل: هغه سړی او ښځې، چې الله تعالی ډېر ډېر یادوی. ”

په یوه بل صحیح حدیث کې راغلی، چې رسول الله ﷺ وویل:
” ایا تاسې ته تر ټولو غوره عمل ونه ښایم، هغه چې الله تعالی ته ډېر خوښ او تاسې ته هم د سرو او سپینو زرو تر خیراتولو او د جګړې په میدان کې د دښمنانو تر وژلو غوره دی؟
صحابه وو رضی الله عنهم عرض وکړ: ای د الله رسوله! ضرور یې راوښایه!
رسول الله ﷺ وویل: تل د الله تعالی په ذکر او یاد کې اوسئ. ”

دغه راز په یوه صحیح حدیث کې راغلی:
” یو سړی د رسول الله ﷺ خوا ته راغی، او ویې ویل: ای د الله رسوله! د اسلام احکام ډېر دی، او زه سپین ږیری یم، داسې یو عمل را وښایه چې منګولې پرې ښخې کړم.
رسول الله ﷺ ورته وویل: تل د الله تعالی ذکر کوه. ”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

ډیر عالی لیکوال صاحب جزاک الله اما یوشی چی زه غواړم ویی وایم هغه داده چی نن سبا خلک د الله تعالی ذکر له لمانځه نه وروسته په مسنونه دعاګانو او یا هم نورو د حاجت د پوره کولو دعاګانو پوری منحصروی کوم چی په حقیقت کی داسی نده د الله تعالی ذکر د انسان د ژوند ټولو اړخونو ته شامل ده او په بر کی یی نیسی چی په هر اړخ کی یی باید انسان الله تعالی په یاد راولی او دهغه د حکم او امر تابعداری وکړی وسلام

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx