نظــر

د آیساف او امریکې پښتو ویب پاڼه!

  كله چې نړیوال ځواکونه افغانستان ته راتلل مخکې له مخکې یې د خپل کاري پروګرام یوه برخه مطبوعاتو ته ځانګړې کړې وه، تر څو حقایق په سمه توګه خلکو ته وړاندې کړل شي، په ځانګړي ډول د افغان ولس د سم پوهاوي لپاره یې په پښتو ژبه هم خپرونې پیل کړې، چې ځينو د راډیو ګانو، ځینو د تلویزیونونو، ځینو د ورځپاڼو، ځينو د اونیو، او ځینو د میاشتنیو خپرونو په بڼه  په کار پیل وکړ، ددې لپاره چې خلک هر وخت او په هر هغه ځای کې چې دانټرنېټ آسانتيا شتون ولري په آسانۍ سره وکولی شي واقعیتونه درک کړي، او د حقایقو په اړه کره معلومات تر لاسه کړي په پښتو ژبه یې  هم ځینې ویب پاڼې جوړې کړې.

 دهمدې مطبوعاتو له لارې امریکا او آیساف خلکو ته د خبرونو په وړاندې کولو پیل وکړ، له دې کار نه لویه موخه دا وه چې د افغان ولس او غرب تر منځ شته عقیدوي، اخلاقي، ټولنیز او کلتوري واټنونه را کم کړل شي، تر څو په پایله کې د افغان ولس او غربي نړۍ خصوصا امریکې تر منځ داسې یوه همغږې فضا را منځ ته شي چې هېڅ ډول توپیر سره ونه لري، او له همدې لارې افغانان او امریکایان وکولی شي یو او بل ته د همدردۍ او خواخوږۍ لاسونه سره  ورکړي! داسې سره دوستان او ملګري شي چې هېڅ رنګه عقیدوي، اخلاقي، ټولنیز او کلتوري توپیرونه او واټنونه که څه هم چې ډېر ژور او پراخه وي ونه شي کولی ددوی پر دوستۍ اغېز وکړي، کټ مټ داسې لکه اتحاد جماهیر شوروي او جمهوریت دیموکراتیک خلق افغانستان چې په خپلو کې سره غوښتل!

  په نوموړو مطبوعاتي نهادونو کې ځینې له تصور نه زيات مخلص را ووتل، له امریکې او ناټو سره کړو ژمنو ته یې خپله ټینګه او بشپړه ژمنیتا په خورا ښه توګه په ډاګه کړه، او لا لګیا دي، مګر متاسفانه چې افغان ولس بیا دغه رنګه هڅو او زیارونو ته هېڅ ارزښت ور نه کړ! کم کم ترکمه دهغو کسانو تکلیفونو او زحمتونو ته یې هم ونه کتل چې دا یوولس کاله یې شپه او ورځ د راډیو ګانو او تلویزیونونو له لارې کومي وشکول ! د ویب پاڼو او ورځپاڼو له لارې یې په ډېرو لیکنو او مقالو دګوتو زړونه وخوړل! په رښتیا هم چې افغان ولس نه د امریکي زیار او نه یې ددوی د ملګرو منډو ترړو ته وکتل!

 په هر صورت د تاریخ په اوږدو کې دا د افغان ولس منل شوی خوی دی چې د بهرنیو میلمنو خیال نه ساتي، که له انګلیستان نه میلمانه راغلل خوله ماتي یې ولېږل! که له اتحاد جماهیر شوروي نه میلمانه راغلل ګوډ او مات یې رخصت کړل! اوس چې امریکا او ور سره ناټو راغلې دا دي هغوی هم ټېټې اوخړې سترګې لېږي! خو له دې ټولو سره سره ځینو مخلصينو په انفرادي ډول خورا په اخلاص سره هم مخكې او هم اوس د میلمنو ښه پالنه وکړه، دوی د خپل ولس دښمني وګټله، خپل ولس یې خپه کړ، مګر له امریکې او ناټو سره یې بې وفايي ونه کړه، دهغوی په ګټه پراخه خپرونې کوې، هر څه دهغوی له خوښې سره سم، بلکې دهغوی له تقاضا او اشتهاء هم لوړ او درانه ور تلي!

که په کوم ځای کې پر میلمنو برید شوی نو دوی له یوې مخې خوله پرې پټه کړې، د هغوی په درد او غم یې خوله خوځول او ګوتې کړول ګناه بللې، آن چې د هغوی د درد او غم  په تصور کولو یې ځان ملامت کړی، او ددې د کفارې لپاره یې بیا خبر سر چپه کړی، دوی ښه پوهېږي چې سر چپه خبرونه يي ډېر ځله خپله میلمانه حیرانوي! مګر دوی ورته ته دا ښودل غواړي چې دا دي مونږ ستاسو لپاره دومره قربانۍ ته تیار یو چې له جامو سره دافغان ولس او نړیوالو په سترګو ور ننوزو!؛ ځکه خو تاسو بايد زمونږ په مینه او اخلاص شک ونه کړئ.

ددغه رنګه خبرونو او خبر خپرونکو په اړه دلته په پرتله ییز ډول ددې لپاره چې خبره اوږده نه شي دوه خبرونه دبیلګې په توګه د لوستونکو مخې ته ږدو:

 ( ۱ )  

 ( د طالبانو په حملو کې یو ډاکتر او ۲ ماشومان ووژل شول )

( تاند – وسله والو طالبانو په زابل کې یو ډاکتر وواژه خو د پروان په شینوار ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو سره د طالبانو په نښته کې دوه زده کوونکي ووژل شول.

له زابل څخه د رارسېدلیو راپورونو له مخې وسله والو طالبانو غوښتل چې نن/شنبه/ د زابل روغتون ته څېرمه پر والي محمد اشرف ناصري ځانمرګی برید وکړي خو یو ډاکتر ووژل شو او درې تنه لارویان ژوبل شول. )

  دلته د میلمنو د احترام په خاطر کیسه د پښو پر ځای پر سر روانه کړل شوې ده، او دا حقیقت هغه وخت سر را پورته کوي کله چې د همدغه خبر په اړه د ځینو نورو رسنیو  راپورونه و کتل شي:

( کلات کې ځانمرګي بريد پنځه بهرنيان وژلي: By پژواک Apr 6, 2013 – 11:35

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې د کلات ښار په ځانمرګي بريد کې د ايساف درې سرتېري او دوه بهرني ملکي کار کوونکي وژل شوي دي.

په کابل کې د امريکا سفارت پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې، د زابل په مرکز کې ځانمرګى بريد تاييد کړى دى.

سرچينې ويلي، په دې بريد کې امريکايانو او افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دوى په دې برخه کې څېړنې کوي او اوسمهال په دې اړه نور جزئيات نه شي ورکولى.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په دغه بريد کې اوه بهرنيان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. )

 ( 2 )

 ( د ناټو او سخت دریځو په حملو لږترلږه ۱۲ ماشومان ووژل شول ) یکشنبه, 07.04.2013, 05:39 PM)

تاند- د افغانستان په ختیځ کې چارواکي وايي چې د ناټو ځواکونو په یوه هوايي حمله کې لږترلږه لس تنه افغان ماشومان وژل شوي، شپږ ښځې ژوبلې شوي او یو کور نړېدلی دي.

…. له بلې خوا د ایران فارس خبري اژانس وویل چې په کونړ کې په یوه بله پېښه کې دوه ماشومان هغه مهال ووژل شول چې وسله والو سخت دریځو د کونړ پر مرکز اسعداباد راکټي برید وکړ. )

  دلته ددې لپاره چې دمیلمنو زړونه مات نه شي د خبر عنوان په پوندو شاګرس کړی! او په تفصیل کې هم خبر ته یوه لکۍ ور کړل شوې ده، تر څو له یوې خوا میلمانه خوشحاله شي او له بل پلوه د میلمنو په اړه دافغان ولس ذهنیت لا نور هم په منفي لوري لاړ نه شي!

  مګر  نورو ویب پاڼو بیا حقیقت داسې را اخیستی:  

روهي ویب پاڼه:

( ناټو په کونړ کی ۱۰ معصوم ماشومان شهیدان کړیدي: 2013 / 4 / 8

د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ باندی د ناټو د هوایی برید په نتیجی کی ۱۸ کسان وژل شویدي چی ۱۰ یی معصوم ماشومان دي. حمله هغه وخت وشوله چی ناټو او افغان ځواکونو په ګډه د طالبانو ضد فوځي عملیات په لاره اچولي وو.

…نوی هوایي حمله په داسی حال کی ترسره کیږي چی په دی وروستیو کی کرزي فوځی نهادونه د عملیاتو پرمهال د ناټو له هوایي ملاتړ څخه منع کړي وو او په دی اړه یی فرمان ورکړی وو. معلومه نه ده چی افغان حکومت به په دی اړه څه غبرګون ښيي. تر اوسه پوری د ماشومانو او د بشر د حقوقو ادارو کوم عکس العمل نه دی ښودلی )  نعیم نسیم

لر او بر:

( دناټوپه هوايې بریدکي دکونړولایت۱۱ماشومال ووژل شول ) ولی محمد نورزی Larawbar.com 2013-04-07

دکنړولایت څخه یوه خبروايی ،چي ددی ولایت د شیګل په سیمه کي دناټودهوایې بریدله کبله یوولس افغاني ماشومان ووژل سول… دکونړولایت دشیګل دسیمي مشرعبدالظاهر رسنیوته په ډاکه کړه ،چي ددي بریدله کبله (۱۱ )افغاني ماشومان وژل شویدي.

دکونړولایت چارواکو دي سیمي ته یو هیئت لیږلی ترڅودملکي تلفاتو شمیرمالوم کړی . )

پژواک خبري آژانس

ولسوال : د شيګل په بمبار کې ١١ ماشومان وژل شوي ) Apr 7, 2013 – 14:24

( اسعد اباد ( پژواک ١٨ ورى ٩٢ ) : د کونړ ولايت چارواکي وايي ، چې تېره ورځ ددې ولايت په شيګل ولسوالۍ کې د ايساف په هوايي بريد کې ١١ ماشومان وژل شوي او يو شمېر ښځې ټپيانې دي.

د شيګل ولسوالۍ د شلتن په دره کې تېره ورځ ګډو ځواکونو عمليات ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې ايساف هوايي بمبار هم وکړ )

  په هر صورت، دغه نامراده لوبه دا یوولس کاله روانه ده، مګر تر ننه پورې نه خو یې ګومه هګۍ اچولې ده، او نه یې کوم غوړپ پۍ کړې دي! چې د میلمنو درد او غم پرې دوا شوی وي! هو یو څه شوي هغه دا چې دغه رنګه خبر خپرونکو  هم په نړیواله او هم په سیمه ایزه کچه خپل حیثیت په دوه توته کړی، افغان ولس خو له اولې ورځې سوټی پسې را اخیستی!

  یوازې دا نه چې دا رنګه خبرونه خپروي، بلکې وخت پر وخت له یوې او بلې خوا نه د لبلبو اچارو ته ورته لیکنې هم خپروي، دوی په حقیقت کې د ځمکې پر سر نه بلکې په یوه خیالي نړۍ کې ژوند کوي، دمیلمنو طیاره یې را نسکوره شي، ټانک یې په هوا شي، ټول ټوټې ټوټې شي مګر هېڅوک نه پکې ژوبلېږي، او مرګ خو ددې توان نه لري چې ددوی د میلمنو خوا ته هسې کاږه ور وګوري!!! بیا هم که مرګي په ناځوانۍ کې د طیارې او یا ټانک کوم میلمه را ګونډه کړی وي نو هغه سمدستي ملکي شي! مګر کله چې دغه جنابان د تصور او خیال له خونې را ووزي، سترګې خلاصې کړي کیسه بل شانته وي نو بې دریغه یې له خولې ووزي:

  په خیال خیال مې ځان پادشاه کړ                      چې مې سر کړ  پورته ملنګ ددنیا ومه

     دا رنګه رسنیو په دغه یوولسو کلونو کې د میلمنو د خوشحالو لپاره څو څو ځله د طالبانو مشر د ځمکې زړه ته کړی، خو دوی مخ لا بلې خوا ته نه وي اړولی چې هغه بېرته سر را پورته کړي! بله ورځ یې بیا په وچ زور په ژوندونې په قبر کې ومنډي څو چې دوی خاورې پرې اچوي هغه بیا وخته له دوی نه مخکې بېرته خپل ځای ته رسېدلی وي! او سمدستي یې ددوی د میلمنو په ستونو پېښې ایښې وي!

  دا رنګه تکتیکونو او چلونو ملونو خو هېڅ کار ور نه کړ، دا ډول رسنۍ هم د تورې بلا زامن، وۍ! لورګانې دي په کرار نه کینې، که یې څوک ور سره مني او که نه دوی خپله خواري کوي، دا دي اوس یې یو بل تکتیک ورته برابر کړی، هغه دا چې د طالبانو د مشر له نامه نه یوازې یو څو کسان یا یوه کړۍ د ځان په ګټه کار اخلي! زیاتره طالبان د خپل مشر په موجودیت شکمن دي! دوی وايي ولې بهر ته نه راوزي؟ ولې مونږ ته ځان نه را ښکاره کوي؟ خو جالبه دا چې طالبان دا خبرې  غربي رسنیو ته کوي، هغوی بیا خپلې مربوطه پښتو برخې پرې نازوي!

  طالبان هم نا ځواني کوي! دوی چې ددښمن غربي رسنیو ته د زړه حال وايي، له خپلو ستونزو او کړاوونو نه یې خبروي! ښه نه ده چې  لنډ دهمدغه دښمن پښتو ژبو رسنیو ته یې ووايي؟

کوډګره ډالرخانه!

ټول درته حیران دي!

 بې غیرتان دې کړل خمار!

او بیا ګوزار له کړنګو، نه!      

سید ولي حامد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x