fbpx

کندهار کې سلګونه زده کوونکي د ښونځیو پریښودلو ته اړ سوي !

غمخور درانی

له بده مرغه زموږ چارواکي نه د تاریخ څخه عبرت اخلی او نه خپل دود او کلتور ورته معتبر دی ، په تیر کې مو څو ځله د زور او فشارونو له لاری د پردیو د فرهنګ او کلتور د تپلو په توغ کې خپل هیواد د خطرناکو دسیسو او کندو ولور ته ورټیل واهه خو اوسنې چارواکي بیا هم له هغو عبرت نه اخلی او په لوی لاس غواړي د نورو په مشورو همغه پخوانی ترخي تجربی بیا تکرار کړي .

د کندهار خلک د پخوا څخه په محلی او ملی دود او لباس سره شهرت لری ، او همدا ملی او کندهاری لباس او دود دوی ته بیل او ځانګری شهرت ، شان او دبدبه ورکړی ، چې ددي اولس جامي د وروسته پاته کیدو بڼه نه ، بلکه د عزت ، قار او ملی شهرت نښه ده ، نو په دي خلکو د جامو او لباس بدلول نه یوازي سخت او ګران کار دی بلکه ډیر ځله د نورو ستونزو د را ولاړیدو لامل هم سوی.

له بلې خوا هسې هم د کندهار سیمه او په ټولیزه توګه جنوب لویدیځه حوزه د چارواکو د نه پاملرني او د بهرنیو اوکورنیو (خاصو کړیو) د توطیو له امله د ښوونې او معارف له کاروان څخه په لوی واټن کې پاته ده خو دادي یو ځل بیا د معارف وزارت ځینو مشاورینو او د پوهني د ریاست د ځینو ځان غوښتنونکو په نوښت سلګونو تنو زده کوونکو د کندهار ښار اړوندو ځینو ښوونځيو څخه د وتلو پریکړه کړې .

ددي لامل دادی چې تقریبا له یوه کال را پدی خوا د پوهنې د وزارت ځینې مشاورین چې د کندهار ولایت اوسیدونکي دي پرله پسې د کندهار د پوهنې ریاست په چارواکو فشارونه راوړي چې باید په هره بیه چې وي په ښوونځیو کې زده کوونکي دریشې ګاني واغوندي ، د ښوونځیو مسؤلینو د سیمي د خلکو د حساسیت په نظر کي نیولو سره تیر کال د ملی جامو د یونیفورم د اغوستلو اعلان وکړ چې تر ډیره بریده د زده کوونکو له لوری ومنل سو خو پوره پلی نسو ځکه زده کوونکو دا امر نه په ځای کاوه چې بیا همداسې پاته سو ، خو سږ کال دادي دا غوښتنه په پوره جدیت سره مطرح سویده چې باید زده کوونکي دریشې واغوندي .. د پوهنې ریاست چاروکو هم د لیسو مدیران ګواښلې چې باید په زده کوونکو دا پروسه عملي کړي ، دا په داسې حال کې چې همدا اوس اوس د کندهار په ولسوالیو کې په سلو کې (۹۰) ښوونځې د خلکو د نه باور ، محلي رواجونو ، د چارواکو د اداري فساد او د مشرانو د بی غمي له امله تړلې پاته دي.

همدا اوس د کندهار په ارغنداب ، ډنډ ، معروف ، ارغستان ، بولدک ، میوند ، پنجوایی … ولسوالیو کې د پوهنې د بهیر په وړاندې هیڅ خنډ نه لیدل کیږي ، خو لسګونه ښوونځي یا پر مخ تړلې پاته دي او یا هم د معاشونو او د ونډو لپاره د کاغذ په مخ شتون لری خو په حقیقت کې اصلا شتون نه لری ، همدا اوس د کندهار لکونه او زرګونه ماشومان د زده کړي له نعمته د چارواکو د اداري فساد او بی پروایی له امله بی سواده پاته دي چې د بهرنیانو لپاره د جګړې ښه اسباب جوړیدلی شي .

همدا اوس د کندهار په ښار او څیرمه سیمو کې زده کوونکي میز او چوکي لا څه کوي چې فرشونه هم نه لری ، دادي وروسته له دریو کلونو اوس ورته کتابونه ویشل کیږي ، تخته ، ښوونکي تباشیر دا خو په سخته مندل کیږي .. ددي په ځای چې چارواکي د هغو ماشومانو په اړوند فکر وکړي او د تعلیم ضمینه ورته مساعده کړي چې نن د راتلونکو جګړو په نیت له ښوونځي پاته دي ، دادي د خپلو مقامونو د لوړولو او حکومت ته د ځان ښودلو په موخه یې د (دریشې واغونده ) کمپاین پیل کړی ، او ډیرې زده کوونکي له څو روځو را هیسې ښوونځیو ته نه ورځي دا حالت ، د شهید پتیال لیسه د مشرقی لیسه، احمدشاه بابا لیسه او نورو لیسو کې روان دی … دا پداسې حال کې چې د پوهنی وزارت هم د خپلې لایحې په اساس دریشې اغوستل په خلکو ندی اجبار کړی او یوازي د یونیفورم غوښتنه کوي ، د یونیفورم موضوع هم پکښې ښه په ډاګه واضح ده چې عبارت له دریشې او محلي جامو څخه ده خو چارواکي پرته له دي چې له خلکو او د ښووځيو له زده کوونکو او ښوونکو څخه د لباس د ټاکلو پوښتنه وکړي په زور او اجبار سره یې دا پروسه پیل کړی .UNIFARM FARMAN

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د