په ډنډغوري کې دولتي ځواکونه په ملکي سیمو کې دجګړې پر مهال د درنو وسلو څخه کار اخلي

په بغلان کې پښتون وژنه دوام لري

خالقيار احمدزی

له تیرو څو اونیو را پدېخوا بغلان د شمال پاله پرګنو ښکار دی،  هغه سیمه چې له ورانکاریو، غلا او لوټمارۍ څخه څه ناڅه طالب ځواکونو پاکه کړې وه، اوس تر بل هرځای ناامنه ده.

دولتي کړیو په تیره بیا شورای نظار نه غوښتل چې یاده سیمه کې دې د دوی په شتون کې طالب ځواک هم فعال وي نو یې د پښتون وژنې عملیات پیل کړل.

په بغلان کې خلګو سوکاله او د امنيت په فضا کې ژوند کاوه، ځکه تر دې پښتون وژنې مخكې په یاده سیمه کې طالبانو او دولتي ځواکونو دخپلمنځي جګړو په اړه، د سيمې د سپينږيرو او قومي مشرانو په مټ یو تړون کړی، چې پر څو مادو مشتمل و او ډز بندي اعلان شوې وه.
(دتړون مادې رسنیو نشرکړې )

د نظار شورا چې د اجرایه ریاست واک او ځواک له ځان سره لري.

دا تړون لغوه کړ او په ټولو هغو هلو ځلو یې خاورې واچولې، چې پر مټ یې دا تړون رامنځته شوی و. د نظار شورا دتړون د ماتونې ظاهري عامل دطالبانو ناڅاپي ځپل او دراتلونکي پسرلي لپاره دهغوی د لا پرمختګ مخه ډب کول ښوودلي ؤ.
ددوی شرایط اوتګلاره له تیر دولتي پلاوي سره په ټوله کې مخالفه وه، ځکه دوی جنګ ته ورغلي ؤ نه سولې ته.

په بغلان کې د پښتون وژنې لامل

کله چې جنرال دوستم په فاریاب کې سخته ماته وخوړه، او کندوز هم سقوط شو نو د نظار شورا پټو غونډو او ناستو دوام وموند چې په ترڅ کې یی د بغلان د دې ستراتیژیکې سیمې د نیولو تابیا په اتفاق سره ونیول شوه.
ویل کیږي کله چې داخبر د دفاع سرپرست مشر ته واچول شوه نو یې د دې کار مخالفت وکړ؛ خو زورواکي جنرال مراد علی مراد د دې کار ټینګه ننګه وکړه او له خپل واک او ځواک سره سم یې زرګونه عسکر دې سیمې ته روان کړل او د روانتیا په حالت کې یې یو خبري کنفرانس ته د دې سیمې عملیات دوه ورځني وبلل.
خو اوس دا دی، څلور اونۍ پوره شوې، چې پښتون وژنه لا همغسې دوام لري.

د جګړې جریان

سیمې ته ورغلي دولتي ځواکونو د تېر په پرتله ګمان کاوه چې ژمی دی، طالبان به له موږ سره د مقاومت کولو توان ونه لري او په دوه ورځې کې به ټول بغلان له طالبانو تصفیه کړو؛ خو د دولتي ځواکونو د ګمان برعكس طالبان له هغوی سره په سخته جګړه راښکیل شول، ډېری دولتي ځواکونه ووژل شول او په لسګونو نور د طالبانو له لوري په خپلو قرارګاوو کې په ورځو_ورځو کلابند او محاصره شول.

کله چې جنګ د دوی په زیان ؤ او په هر قدم کې له مرګ سره لوبې وې نو د برق پايه يې په دېسي توپ ونړوله او ادعا یې وکړه چې طالبانو پر کابل برق قطعه کړ.
دولتي ځواکونو د دې لپاره د برق پايه ونړوله او بیا یې پر طالبانو تاوان کړه، ترڅو طالبان مجبور شي او شاتګ وکړي؛ خو طالبانو د برق د پایې نړولو پېښه په کلکه رد کړه او لا یې هم د دولتي ځواکونو پر ضد جګړه تونده کړه. د سیمې خلګو هم ویل چې د برق پايه د ملي عسکرو په دېسي توپ نړيدلي ده.

له دې کبله چې د سیمې پښتانه ټبر خلګو څه ناڅه له طالبانو ملاتړ کاوه، حکومتي ځواکونو د طالبانو غچ له پښتنو واخیست.

درګرده یې پر هغو سیمو توپونه واورول چې کومو سیمو کې پښتانه میشت ول.

څو ورځې وړاندې په کابل کې د بغلان ولایت مدني فعالانو او ولسي خلګو یوه احتجاجي غونډه ترسره کړه.

غونډې ته ولسي خلګو وویل چې د دولتي ځواکونو په توپونو باندي ۱۲۵ بې ګناه خلګ وژل شوي، چې ۴۰ یې يواځې ښځې دي، ۱۰۰ کلي وران شوي، لسګونه مسجدونه نړيدلي او اوولس زره کورنۍ بې ځايه شوې دي.

په دې تلفاتو کې یې نهه نوې )۹۹(سلنه د پښتون ټبر دي.

خو د کابل سولییزې غونډې هم ګټه ونه کړه او دولت ورته هېڅ توجه ونه کړه، دا دی اوس د دوه ورځني عملیاتو جریان تر څلورو اونیو اوړي چې لاهم د ولسي خلګو تلفات په شدت سره دوام لري او لا هم په بغلان کې پښتون وژنه روانه ده.

بل پلو داسي راپورونه هم خپاره شول چې چې د بغلان ولایت ډنډ شهاب الدین او ډنډ غوري پر خلګو اوبه هم د دولتي ځواکونو له لوري بندې شوې.
ولسي خلګو رسنیو ته ويلي چې د بند یک په سیمه کې دولتي ځواکونو پر عامو خلګو اوبه بندې کړې دې، چې له امله یې د دوی زیات شمیر څاروي مړه شوي او د کرهڼې وخت دی ډېرې ځمکې د اوبو د نه شتون له کبله بې کښته پاتې شوې.

د بغلان د خلګو غوښتنه:

نن هم په بغلان کې ولسي خلګ راغونډ شوي او له دولتي ځواکونو غواړي چې ژر تر ژره ولس او پښتو وژنه  ودروي؛ زموږ کورونو او مسجدونه دي په توپونو نه ولي؛ د بغلان پر خلګو دې اوبه بیرته خلاصې کړې او جګړې ته دې د پای ټکی کیږدي.

که پښتون وژنه ونه درول شي

داسي ښکاري چې د پښتنو د وژنو او کړواو لړۍ یوځل بیا د ۹۰ مو کلونو په څېر د نامالومو استخباراتي کړیو له لوري د نظار شورا په مټ پیل شوې، چې د دولت دننه یې ستر او ژور اختلافات راپارولي دي.

ځینې کړۍ غواړي چې د افغانستان تجزیې ته له همدې لارې لاره هواره کړي.

بناء که په بغلان کې پښتون وژنه ونه درول شي، شاید قومي او ژبنۍ جګړې پیل شي او خدای مه کړه د افغانستان تجزيې ته به لاره هواره شي او د افغانستان دښمنان به خپلو موخو ته ورسیږي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khalid
میلمه
khalid

د اسلامی ملکونو ددایمی مستعمره کولو او په ذلت د محکومولو لپاره د کفری استعمار یو تر ټولو مهمه وسیله پدی ملکونو کی همدغه قومی شخړو ته لمن وهل او پخپل مینځ کی په جنګ او جګړو اخته کول دی د کوم له لاری چی دوی کولای شی په آسانی سره خپل هدف ته ورسیږی ولی د افغانستان ټول قومونه دی دا یاد ساتی چی ددوی کامیابی او عزت پدی کی نده چی یو بل سره حذف کړی او نه په دی توګه دوی عزت او کامیابی ته رسیدلی شی او نه دا مشکل پای مومی ځکه که یو غټ… نور لوستل »

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

زه سو مهمی خبریته اشاره کول غواړم او هغه داچی تول په اخرت او بعث بعدالموت ایمان لرونکی او پوخ یقین لرونکی مسلمانان دی ددنیا ظاهری ذیب او زینة دلاس ته راوړلو لپاره مسابقت ونکړی او یوقوم دبل قوم سره ددنیا پر سر شخړه مه جوړوی په الله قسم که اخرت کی بیا قوم او قومیت په درد وخوری اوهمدا چی په هره بهانه ددنیا څخه رخصتیږی اویا وژل کیږی نو دقیامت صغرا پرتاسو شروعات کیږی او دمرګه خلاصی نشته حتی دامریکی خلک هم روزانه مړه کیږی په یوه بهانه اوبله بهانه او هغه خلک تباه دی چی ددنیا دحاصلولو… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

زما په اند : بغلان یا بل هر ولایت کی د [ د پشتون وژنی اصطلاح ) نامناسبه ده ، دا معنی چه یوآخی پښتانه د غلامانو او بادارانو په مقابل کی جنګ کوی او غلامانو کی له پشتنو غیره د نورو قومو غلامان حضور لری داسی نه ده : مونږ پښتانه نه بلکه مونږ مسلمان افغانان ( چه د ټولو قومو په تناسب سره خلک پکی دی ) غلامانو کی هم پښتانه ، تاچګ ، ازبک او هزاره شته او به مجاهدینو ( اسلامی مقاومت ) کی هم د هر قوم خلک حضور لری . دا چه پښتانه پکی… نور لوستل »