نظــر

دهيواد سرحدونه ولي غصبیږي؟

حاجي غلام محمد معصومي

پوره ۱۴ کاله کيږي چي د افغانستان سرحداتو کي د ګاونديانو له خوا ورځ تر بلي پولي ماتيږي او ګاونډيان خصوصان پاکستان خپلي پوستي  زموږ په خاوره کي جوړه وي او افغان حکومت ور ته ګوري.

هغه وخت دا غوغا راپورته سول چي د سپين بولدک په  ولسوالي کي د پاکستان له خوا د دوستي دروازه د ګل اغا شيرزي په واکمني کي جوړه سول او ورسته بيا په پکتيا کي پاکستاني نظاميانو پوستي جوړي کړي. د زابل دروازګي کي هم پاکستاني نظاميان را مخ ته سوي او تر نورستان نیمروز، کنړ، جلال اباد کي په خپل وار سره رامخ ته سول،  وروسته بيا د کنړ ولايت پر۳ ولسوالیو توغنديز بريدونه پيل سوه چي بيشميره عام ولس شهيدان او زخميان سول خو بيا هم دولت خپل مؤقف معلوم نه کړ اوس چي د هلمند  ولايت په ديشو ولسوالي کي پاکستاني پوځيانو ۲ کليومتر د افغانستان خاوره  بيا نیولي ده، چي ګلاب منګل د سرحداتو  وزير وايي بايد خبرو د لاري دا مشکل حل کړو، زه نه پوهيږم چي دا مشکل د کومه را غلي او په چايي حلوو، چي ۴ لکه  سر تيري لرو د محلي پوليسو بغير، خو بيا مو هم سرحدات خوندي نه دي د ۴۵ مملکتونو عسکر موجود وو، پراخ عمليات وسول خو د ګاونډي هيواد پاکستان توغندي او مځکي نيول، بيا هم خارجيان  کرار ناست  وي، اوس نو معلومه سول چي دي وطن ته  ټولي دنيا لستوڼي را پورته کړي دي او په تباهي يي  اخته دي چي مځکه مو غصبيږي خلګ مو وژل کيږي جنګ ورځ تر بلي زياتيږي او دلته د بي کاري او بي امنيتي  له لاسه خپل خوږ وطن پريږدي او د پرديو په مملکتونو کي مزدوري ته زړه ښه کوي، دا معلومه خبره ده چي خارجيانو دا ټولي لوبي کړي او دا وطن  ته يي  لا نور پلانونه نيولي دي، څه  سول هغه ملګري ملتونه چي زموږ د تماميت ارضي او د شتمني پوښتنه زموږ د ګاونديانو څخه ورکړي، ټانکونه، توپونه، طياري، رادار، راکيټ، سپکي او درني وسلې، جوړ اردو او سل کلنه اداره، داسي يي را ګدوګډ کړل چي اوس زموږ څخه  هم لار ورکه ده، که موږ ددي جوګه نه یو، چي خپلو خلګو ته خدمت وکړو،  چي په سرحدي سيمه کي افغانانو ته برق اوبه سړک مسجد مکتب او کلينيک نه سو جوړلای، خو زموږ ګاوندي هيواد پاکستان بيا دا ټول کارونه ور ته کړي دي او زموږ خلګ زموږ په مقابل کي را پور ته کوي  او وروسته تر دي کارونو بيا خپل يعني پاکستاني بيرغ په هغو سیمو کی رپوي، په دغه رقم باندي دا ۱۴کاله زموږ ګران افغانستان خاوره تر يرغلونو لاندي او موږ بې وسه ورته ګورو، خو دا چي تر کله دا پرېکړه به وخت کوي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x