نظــر

د احمدظاهر لارویان دکابل په کوڅو کې

پرون / دثور شلمه دجمعې مبارکه شپه وه ، چې کابل ښاریانو دنورو مسلمانانو غوندې باید داونۍ دمبارکې شپې په حیث په ځانګړو عباداتو لمانځلې وای ، ځکه دجمعې شپه دنورو شپو په نسبت په اسلامي لحاظ ډیر ارزښت لري ، دکابل په لویدیځ کې شیرشاه سوري جومات ته نږدې  په داسې حال کې چې خلک دماخستن لمانځه ته په تیاري بوخت وو، ۸ بجې  شاوخوا ناڅاپه  دعام واټ پرغاړه دسازاوسرود محفل شروع شو.

 

خلکو ویل دمورچه ګان په نوم د ډمانو کومه  ډله راغلې ده او غواړي دلته ددوی په خبره کنسرت  جوړ کړي ، د ډمانو ددې ډلې د سازوسرود غږ  دافغانستان  دکوم پخواني ډول او ساز غوندې نه وو بلکې بل ډول خورا نا اشناء او بدلګیدونکي کریغې ترینه پورته کیدلې ، چې شاوخوا خلک یې ټول په حیراني کې اچولي وو .

کوم خلکو چې ددې کنسرت ځای ته نږدې وو ویل یې چې د ډمانو مجلس ته سلګونه  هلکان او پیغلې راټولې شوي دي ، په مجلس کې پریمانه شراب هم ویشل شوي دي ، او نراوښځې ګډ اتڼ وهي ، د کابل ددې سیمې خلکو ویل چې زیاتره ګډونوال  یې دښار دنورو برخو دي او په دې سیمه کې پخوا دوی داسې کومه پیښه نه ده لیدلې .

د سیمې خلکو دجومات دملاامام سره په مشوره په ګډه سلا وکړه ، چې ددې ښکاره ناروا او بي ناموسۍ په خلاف اقدام وکړي او ډمان د بازینګرو سره یوځای  له سیمې پسې واخلي ، عام خلک چې دعام واټ په غاړه یې د نشه شویو ځوانانو او پیغلو  ګډ محفل لیدلی وو سخت په غوسه وو ، خو وروسته خلکو پولیسو ته ټیلفون وکړ ، او غوښتنه یې وکړه چې که پولیس ددې ډمتوب مخه ونه نیسي نو خلک به په خپله لاس په کار شي .

دشیرشاه سوري جومات ملاامام  دپولیسو مشر ته وویل چې که ددغه ناروا مخنیوي ونه کړي نو نه یوازې  به په کنسرت برید وکړي ، بلکې سبا به دجمعې له لمانځه وروسته  دهمدې کوڅه ډبو ډمانو  او حکومت په ضد لویه مظاهره هم راوباسي .

د مسجد دملا او خلکو همدا خبرې وې ، چې  پولیس مجبور شول ترڅو په خپله مداخله وکړي ، چې ښه شیبه وروسته  پولیس د کنسرت ځای ته ورغلل ، او په داسې حال کې چې د فرید رستګار  په نامه یو ډم په بدلو اخته وو پولیس ورغلل  ، لینونه یې ورباندې وشکول ، او ډمانو ته یې وویل چې ژر خپل ډول او ډمبک بار کړي او کنسرت پای ته ورسوي .

دکابل ددې سیمې اوسیدونکي چې دغه کنسرت یې اوریدلی وایي چې دغې پیښې یوځل بیا ورته  ددې ښار په تاریخ کې دملعون احمدظاهر وخت وریاد کړی دی ، څوک چې دافغانستان او کابل په تاریخ کې د بي شرمۍ او بي حیایۍ سمبول بلل کیږي ، هغه  پغمانی ډم چې دکابل یو نسل ځوانان او پیغلې یې بې لارې  او بې پردې کړې ، ښکاره  ډمتوب ، خلطیت او بندوباري یې رواج کړه ، او ددې سرلوړي ښار په تاریخ یې د شرم داغ پریښود .

داحمدظاهر دوره  هغه دبي بندوباري دوره بلل کیږي چې نه دکابل په تاریخ کې پخوا لیدل شوې وه او نه ترده وروسته بیا ولیدل شوه ،  د دوست دختر او دوست پسر غربي اصطلاحات دهمدغه ملعون په وخت کې کابل ته راوارد شول ، دغه  رنګ د واټ دسر اتڼونه ، شراب څښل ، دنجونو او هلکانو مخلوط رقص  او بې حیاء کنسرتونه  هم داحمدظاهر ابتکارات وو ، چې بالاخره  یې دهمدې بي حیایي په نتیجه کې ژوند هم له لاسه ورکړ او دتل لپاره  دځمکې له مخ نه ورک شو .

خو که احمدظاهر ورک شو، دنوموړي  کرکټر دکابل په یوشمیر خلکو ژور اغیز پریښود ، اوس هم داسې ځیني خلک شته چې احمدظاهر ورته دعریاني انقلاب اتل بریښي چې دافغانستان سنتي  ارزښتونه یي  ونړول او نوي شیان یې رواج کړل .

د احمدظاهر دهمدې فکر پلویان  د ددیموکراسي په سیوري کې هڅه کوي چې کابل یو ځل بیا دداودخان او حفیظ الله امین دور ته ستون کړي ، امریکایان او نور ملګري یې هم هڅه کوي چې خپل غربي فرهنګ په افغانانو وتپي نوځکه  فرهنګي هجوم ته پوکی ورکوي ، دبي شمیره موسیقي ډلو ، کنسرتونو او نورو بي شرمیو تمویلوونکي او جوړونکي غربیان بلل کیږي ، او کله چې په دې برخه کې کوم بریالی کنسرت یا بل ډمتوب ترسره شي نو غربي میډیا یې په ډیر آب و تاب خبرونه نشروي ، مګر کله چې دتیرې شپې غوندې افغان باعزته اولس ددغه ډول ډمتوب په وړاندې مبارزه وکړي نو ټولې غربي رسنۍ ورباندې غوږونه کاڼه نیسي ځکه دلته خو ددوی پروګرام له شکست سره مخ شوی وي .

باید ووایو چې دتیری شپې جریان وښوده چې دملعون احمدظاهر کوڅه ډب نسل یوځل بیا هڅه کوي چې خپل ذاتي ډمتوب او  حرامیتوب دکابل کوڅو ته وباسي او تعمیم یي کړي خو که  دکابل ښاریان ورته همیشه داسې بیدار وي دوی به کله هم کامیاب نه شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x