پام، پاملرنه او که پامکونه؟

زاهد کريمزی

پام خپله فعلي نوم دی؛ نو د بل توکې سره یوځای کول به يې ډېر ښه نه وي؛ ځکه دلته د فعلي ترکیبي نوم مانا خپله نوم په يواځې ځان هم ليږدوي.

لکه: له پاملرنې مو مننه، همدغه مفهوم له پام مو مننه هم ليږدوي، نو ولې د يوې کلمې پرځای ترکيب وکاروو؟

که بيا مو هم  د اوږدوالي يا ترکيبي شکل شوقيان ياست؛ نو په لاندې شکل بايد وکارول شي:

په پښتو کې د فعلي نومونو ترکيب د کيدل او کول مصدر په واسطه جوړيږي، د ذاتي يا مجرد نوم  نه وروسته د کول مصدر راځي.

لکه: اشر، څار، پام، لو، خندا، ژړا، سيالي، پلمه او داسې نور

چې د کول مصدر ورسره يوځای کيږي؛ اشر کول، څار کول، پام کول حاصل مصدر ترې جوړيږي؛ نو د پورته قاعدې پر اساس د پاملرنې پرځای بايد پام کول وليکل شي، نه پام لرل.

ټول کول والا مصدرونو کې د (ل) پرځای (نه) او مرکب حاصل مصدر ترې جوړيږي، لکه تلوار کونه، څار کونه او پام کونه.

نو!

له پاملرنې مننه پرځای له پامکونې مو مننه وليکل شي.

اوس دا چې پامکونه وليکو، که پام کونه يانې بېل يې وليکو؟

زما په اند يوځا ليکل به يې ښه وي؛ ځکه چې د پښتو ليکدود له مخې شکلي يووالی بايد مانیز يووالی سره يوځای شي.

همداسې د کيدل له مصدر سره هم جوړي، له کيدل مصدر ځکه تيرېږم چې ددې بحث موضوع نه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د