نظــر

د کابل ادارې سره د سولې د خبرو حقوقي او سیاسي پایلې

دکتور م. عثمان ترکی

تر اوسه پورې  د سولې په اړه د وسله والو مخالفینو تماسونه  د ګن شمیر غیر حکومتي او شبه حکومتي کړیو سره مثبت ارزول شوې. خو د  سولې د پروسې په ټراو د کابل ادارې غوښتنه ، مقاومت د  یو ستر چلنج سره مخا مخ کړی : د کابل اداره د مستقیمو خبرو اترو لیوالتیا لري. وسله والو مخالفینو تر دې دمه د دغه واقعیت په نظر کې نیولو سره چې د سولې او جګړې اصلي اړخ بهرنیان دي او د کابل تحت الحمایه اداره یې  د خپل « پیاده نظام » په توګه کارولې ده ، له کابل ادارې سره د مستقیمو خبرو نه ډډه کړې ده.

د امریکا او پاکستان تر منځ سیاسي مغازله :

د افغانستان په جګړه کې د پاکستان او امریکا تر منځ توافق له یوې خوآ او اختلاف له بلې خوآ د سولې لاره ورکه کړیده :

ــ توافق پدې معنا چه د جګړې دواړه خواوې د مقاومت په ځپلو کې ګډ دریز لری. د مقاومت ځپل اوټکول کله ناکله اَن د ژنوساید کچې ته رسیـږي: افغاني مقاومت تل له سپکې وسلې سره  ( انتحاري بمونه ، د لارو ماینونه … ) سمبال شوې او د الوتکو او ټانکونو ضد  له توغندیو نه بې  برخې ساتل شوې چه د ناتو الوتکو او د نظامي هډو د ويشتلو وړټیا ولري او جګړه یو طرفه کړي.  د امریکا او پاکستان د پټ توافق په بنسټ ، مقاومت باید هیڅکله د دفاعي حالت نه تعرضي موقعیت ته ورداخل نشي. د امریکا او پاکستان د پلان  له مخې ، ناانډوله جګړه باید دوام ومومي او په کې تاوان زیاتره وسله والو مخالفینو ، حکومتي قواوو او ملکیانو ته ورسیـږي نه اشغالګرو ځواکونو ته .

ــ اختلاف په دې معنا چه پاکستان په ګاوندي افغانستان کې  د امریکا نظامي حضور ځانته ګواښ ګني او د مذهبی کړیو د لمسونې له لارې د « جهاد » هنګامه چه په  ترڅ کې يې کله ناکله بهرنیان په نښه کیـږي ګرمه ساتلې ده.

د مقاومت او پاکستان اړیکې :  

مقاومت د جګړې او جهاد په بهیر کې د پاکستان ملاتړ ته اړ و او دی.  خو پاکستان د افغاني مقاومت د لاسوند کیدو په لټه کې هیڅکله نه حاضریـږي چه د خپلواک دریز په بنسټ باندې د افغانستان ګتې د پاکستان د ګتې نه جلآ کړي.

د دغه واقعیت په نظر کې نیولو سره چه د سولي استقامت د جګړې فشار تاکې ، د سولې د مخنیوي او د جګړې د دوام په موخه مقاومت په جنګې کمزورې حالت ساتل د  پاکستان او امریکا ګده پروژه ده. دلته په جګړه کې د افغانستان ملي ګتې چه باید د مقاومت له خوآ تمثیل شي د پاکستان د ګتې سره په ټکر کې  راځي.

واقعیت دا دي چه د اشغال ضد جګړې په حالت کې د افغانستان ګتې د ټولو هغه هیوادونو سره تړل کیـږي چه د مقاومت په ملاتړکې ولاړې وي . خو کله چه د سولې خبره مطرح کیـږي افغانستان ځانته ځانګړې ګتې لري چه باید د مقاومت له خوآ تمثیل شي. پاکستان دغه حقیقت نه مني.

 د امریکا او مقاومت تر منځ د مستقیمې خبرې حیاتي اړتیا :

اوسمهال د دغه واقعیت سره مخامخ یو چه امریکې د افغانانو د مقاومت د ځپلو په موخه د وسله وال مقاومت برخه لیک او ورسره د سولې او جګړې موضوع د پاکستان د سیمه ییزې ستراتیـژي سره تړلي دي.

البته موږ د افغاني مقاومت مجبوریتونو ته په پام سره دا منو چه  هغوي د اشغال ضد جګړه ایزو عملیاتو د ترسره کولو په مقصد  د پاکستان ملاتړ ته اړ وو. خو اوس چه د سولې پروسه تر لاس لاندې ده ، که مقاومت خپلواک دریز غوره نکړي د افغانستان د ملي ګتو د دفاع نه عاجز او د ولس نه تجرید کیږي.

داسې یو افغانستان چه په کې د پاکستان مزدوران واکمن وي د سیمې د هیوادونو او په ځانګړې توګه د هندوستان له جګړه ایزو ګواښونو سره مخامخ کیږي.

امریکا که واقعآ سوله غواړي باید د وسله والو مخالفینو سره د مستقیمو خبرو له لارې هغوي د پاکستان د قیمومیت او اسارت نه وباسي. امریکا باید پدې باندې ځان پوه کړي چه د اشغال ضد د یو مقاومت دریز د جګړې په بهیر کې هرو مرو د میلمه پال هیواد تر اغیز لاندې د سولې د وخت د دریز سره توپیر لري. دغه خبره باید د پاکستان سره د دشمني په معنا تعبیر نشي.

لاندې موضوعات د مقاومت او امریکا تر منځ د مستقیمې خبرې اجندآ جوړولي شي :

د  قطر دفتر رسمي پرانیستل ، د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالویش ټاکل ، د سیاسي بندیانو خوشې کول ، د طالب مشرانو په مسافرتونو باندې د بندیزونو لرې کول او نور.

کیداي شي چه د خبرواترو محور د جګړې نه سولې خوا ته د یوه پراخ بنسټه انتقالي پړاو نه تیریدو موضوع مطرح وې. د انتقالي پړاو حقوقي او سیاسي جوړښت څرنګوالې او په کې د ملګرو ملتونو څارنیزه ونډه باید د مقاومت او امریکا  تر منځ په مذاکراتو کې مطرح شي .

د یاد شوېو موضوعاتو حل او فصل د امریکا د سفارت په لاس د جوړې شوې ادارې له وسه وتلې کار دی. د سولې د پروسې نوموړې پرابلمونه باید د مقاومت او امریکا په دوه اړخیزو خبرو اترو د لارې حل شي.

د کابل حکومت سره مستقیمې خبرې مقاومت په متخاصمو ډلو ویشي:

په  اسلام آباد اوکابل کې د وروستۍ څلور اړخیزو غوڼدې بنسټیزه غوښتنه دا وه چه پاکستان د جوړ شوي مثلث ( افغانستان ، امریکا او چین ) تر فشار لاندې وسله وال مخالفین دکابل حکومت سره مذاکراتو ته اړ کړي. خو که د حکومت سره د مذاکراتو په مقصد د طالبانو په تحریک باندې د پاکستان فشار زیات شي لاندې احتمال مطرح کیـږي :

ــ  یوه وړوکې ډله د کابل حکومت سره خبرو ته کیني او د طالبانو د تحریک په منځ کې اوسني انشعاب ( د ملا منصور او ملا رسول تر منځ ) پراخیدلای شي.

ــ  ډیره کي  وسله وال  د سیمې د نورو هیوادونو ( روسیه ، ایران ) په ملاتړ جګړې ته ادامه ورکوي. د جنګي پوتانسیل د پیاوړتیا په موخه د افغان ناراضو  طالبانو ، داعش او تحریک طالبان پاکستان تر منځ  جنګي ائتلاف  رامنځته کیدل احتمال هم باید  له پامه ونه غورځول شي.

په لڼډه وینا ! د امریکا د سفارت په لاس د جوړ شوې حکومت سره د مقاومت  مذاکرات  طالبان په مختلفو ټوټو ویشي بې له دې چه سولې ته لاس رسي راپیدا شي.

 د کابل ادارې سره د مخامخ خبرې حقوقي او سیاسي پایلې :

د مقاومت او کابل ادارې تر منځ  مخامخ  خبرې د پام وړ حقوقي او سیاسي پایلې درلودلای شي.

مستقیمې  خبرې اترې د وسله وال مقاومت په مخکني اصولي دریز باندي ، لاندې ناوړه حقوقي اغیزې  لري.

 د کابل ادارې سره په نیغه خبرې دا معنا ورکوې چې وسله وال مقاومت :

۱ــ  پاراشوته شوی اداره د خپلواک حکومت په توګه  په رسمیت پيژني او ورته اصولیت وربښي. د  خپلواک حکومت په وړاندې خپل مقاومت او جهاد د « بغاوت » په کچه راټیټوي او یا یې باطل اعلانوي.

۲ ــ  د افغانستان اشغال د توجیه وړ بولي او دهغه د دوام سره په ضمني توګه  موافق دریز نیسي . د بهرنیانو ناقانونه حضور منې او هغه د ملي واکمني سره په ټکر کي نه ګني .

۳ ــ  ټولو هغو تړونونو ته چې په وروستیو دېرشو کلونو کې واکدارانو له یرغلګرو قوتونو سره لاسلیک کړي دي ، حقوقي او اصولي بڼه وربښي. د امریکا سره ستراتژیک تړون د توجیه وړ شمیري. د تړون ټولو محتویاتو لکه د « ډرون » د الوتکو بریدونه ، په کورونو باندې چاپې ، د امریکايي سرتیرو قضايې مصئونیت … منې.

۴ ــ  د یرغلګرو ځواکونو له خوآ ترسره شوي جنګي جنایتونه د تعقیب وړ نه بولي. د تروریزم سره دجګړې تر نامه لاندې افغانان د ننه او د باندې په  زندانونو کي بندیانول او په کلیو او بانډو کې د بمباریو نه رازېـږېدل شوي جنایتونه د دیموکراسي د  ودې طبعي پروسه ګني.

 د وسله والو مخالفینو او حکومتي چارواکو ترمنځ مستقیمې  خبرې لاندې سیاسي پایلې لري :

۱ ــ  د ادارې په د ننه کې جګړه ماران ، د کورنۍ جګړې ټوپک سالاران  او د بشري حقونو ناقضین په هغه راتلونکي سیاسې نظام کي چې د سولې د پروسې په نتیجه کې رامنځته کیږي د برخه اخیستلو دعوآ مطرح کوي. د تیر په څیر د بهرنیو ځواکونو تر قیمومیت لاندې د جګړه مارانو « فدراسیون » جوړیږي او ورته د حکومت نوم ایښودل کیږي.

۲ ــ د  ائتلافې ادارې په د ننه کې د مختلفو ډلو ټپلو  تر منځ د ټکر له کبله د بهرنیانو تر کنترول لاندی کمزور حکومت  رامنځته  او عدل ، انصاف ، حق او قانون د سیاست قرباني کیږي.

د  متخاصمو ډلو ټپلو تر منځ  ټکرونه ، واکمنې کمزورې کوي. د څوارلسو کلونو په څیر ، کمزوری حکومت د بهرنیانو له خوآ د افغانستان د ملي ګتو په ضد استعمالیږي. نا امني او جګړه دوام مومي.

نتیجه

د افغانستان دېرش کلنه جګړه او ورسره بهرنۍ لاسوهنه باید پای ته ورسیږي، خو نه د حکومتي جګړه مارانو او لوټمارانو سره په جوړ جاړي اود خپلواکۍ داعیې ته په تاوان.

د کابل ادارې سره د غیر مستقیم مذاکراتو پیل هغه وخت د سولې داعیې ته ګته رسولي شي چه وسله وال مقاومت د جګړې د پیل او دوام د لاملونو د لرې کولو په موضوع باندې د بهرنیانو سره موافقې ته رسـیدلی وی. د امریکایانو سره د مذاکراتو د لاسته راوړنو چوکات د دې تومنه لري چې  د کابل ادارې سره د غیر مستقیمو  خبرو ( د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب ) بنسټ جوړ کړي.

د یادونې وړ ده چه باید مخکې له مخکې، د خبرو اجندآ مالومه وي. په اجندآ کې د حکومتي منصبونو ویش شاملیداي نشي.

 لاندې موضوعات د اجنډآ سرخط جوړولي شي :

ــ  د ملګرو ملتونو په سروالي د جګړې نه سولې خوا ته د یو انتقالي  پـړاو عملي اړخونه څیـړل.

ــ حکومتي واک یو غیر ګوندي او غیر تنظیمي  حکومت ته انتقالول.

ــ په امنیتي اورګانونو کې د طالبانود جنګي لیکو اشخاص ورداخلول.

ــ  په مدني ټولنه کې د طالبانو د اسلامي امارت د تحریک  ځاي.

ــ د یرغلګرو ځواکونو د وتلو د عملي اړخونو څیـړل.

د یادونې وړ ده چه انتقالي پـړاو ، د جګړې نه سولې لور ته د تـګ پُل  جوړوي. له پـله نه تیریدل د هغې مثبتې لاسته راوړنې د شڼډېدلو مانا نه ورکوي چه د ملي او دیني ارزښتونو سره په تکر کې نه وي.

په لندو ! د قطر دفتر باید رسمآ پرانیستل شي . ملا اختر محمد منصور او ملا رسول دواړه د قطر دفتر د مرکز نه  د امریکایانو سره د سولې په خبرو پیل کړي.

فرانسه
۲۱ /۰۲ /۲۰۱۶
ډاکتر م ، عثمان تره کی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x