
پروان کې سرتیري برید د اربکیانو مشهور قومندانان وژلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۴ ل): د پلازمېني کابل په شمالي ولایت پروان کې سرتیري برید د اربکیانو د قومندانانو په ګډون ۱۳ تنه وژلي او ځیني نور یې ټپيان کړي دي.
سرتیری برید نن تر غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د سیاګرد ولسوالۍ په مرکز کې سوی، د برید هدف په سیمه کې د اربکیانو قومندان مشتاق وو چې د برید په پایله کې وژل سوی دی.
د پروان امنیه قومندان محمدزمان مموزي رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې برید د سیاګرد ولسوالۍ په مرکز کې یوه روغتیایې کلینک ته نژدې سوی، نوموړۍ وایې چې په برید کې ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښي مسؤلیت منلی، نوموړۍ وایې په برید کې د سیمي په کچه مشهور اربکی قومندان مشتاق، د هغه معاون او دوه نور قومندانان د خپلو ۱۲ ساتونکو سره وژل سوي دي.
مجاهد زیاتوي چې تر برید وروسته اربکیانو په سیمه کې په ولسي خلکو ډزي کړي او څلور تنه یې وژلي دي.