نظــر

دسې ای اې ډالراودګوشتې ربړه ؟

B026038A-4D92-420F-9A17-E45019136CD4 w640 r1 sبالاخره دکابل رژیم بې ضمیره اوسپین سترګو چارواکو په ډیرویاړ داخبره ومنله چې  هو ؛ له زیاتې مودې راپه  دیخوادامریکاد( سی ای اې )  دتوراوجهنمي  سازمان له  لوري ورته په  میلونو بې حسابه تور ډالر ورکړل شوي اوتمه لري چې دمرستو دغه ډول لړی دوام  پیداکړي . دیوشمیرامریکايی مامورینوپه وینا، دغه ډالر ددې  لپاره دکابل دارګ واکمنو اومشاورینو ته  ورکړل  شوي ترڅو داداري فساداوتورې مافیاپه  هغو لوبو اوجنایتونو چې مستقیماامریکایان پکې دخیل دي پرده واچوي

، همدارنګه دټلوالې مهم جګړماران پرې ژوندي اوسیرابه  وساتي اوهم دامریکااوکابل ترمنځ  دستراتیژیک اوامنیتي تړون لاسلیک ته زمینه اومنلو ته یې ذهنونه اماده کړي .

دکرزي ادارې ددفتر یوتن پخوانی مامور ( رومان  )وايي  چې له تیرو۱۲کلونوراهیسي دسی ای اې دغه پریمانه ډالر ارګ ته راوړل کیدل ، په دې  سربیره چې  کرزي اومشاورینو ترې بارزه ونډه پورته  کوله ، یوشمیر مهم جګړماران لکه  جنرال دوستم ، سیاف ، محقق ، عطا، شیرزي ، قانوني ، فهیم اونورلسګونه مشهورامریکايی ګوډاګیان هم بلا ناغه  پالل شوي او هره میاشت  ورته ټاکل شوی رقم ورکړل شوی ، ویل کیږي چې  له دغو پیسو څخه تنهاجنرال دوستم ته دمیاشتې ۸۰ زره ډالر ورکړل شوي اوداسې هم شوي چې جنرال  په دې پلمه چې په کابل ښارکې  امنیتي ستونزي لري  نودټول کال یې هم  معاش  ترلاسه کړی ، دکرزي دغه پخوانی ماموروايی چې تنهاسی ای اې ، نده چې ارګ ته  یې هره میاشت بې حسابه اوبې کتابه پیسي په ځانګړوخلتوکې رالیږلي، بلکې دایران په شمول یوشمیرګاونډيو هیوادونه هم دخپل اثراواغیزدساتلو په خاطر دغه ډول پریمانه پیسي چې دده په  وینامونږ ورته دپیریانو مرستې ویلې رارسولي  .

داخبره خولکه لمرروښانه ده چې دکابل رژیم دواک مهمې څوکی ته چې هرکس رسیدلی اویارسیږي نو ارومروبه په ړومبي قدم کې دسی آی اې ایحنټ اوجاسوس وي اوبیابه دنوموړي شبکې په سلااومشوره دنوروهیوادونو دخاصوګټودساتنې لپاره دهغوی دغلامی حلقه هم  په غاړه کې اچوي، افغانان له سره اوبیخه دغه شرمیدلې اوبې ضمیره  څیرې پیژنې او افغانان په دې هم پوهیږي چې که دامریکااونوروهیوادواوحلقوله لوري دکابل پلورل شوو واکمنوته هرفرمایش ورکړل شي که  هغه دافغانستان دملي حاکمیت پلورل اوځمکنی تمامیت  هم وي  دوي هیڅ صرفه نه پرې کوي ، لکه دټلوالې  مشرانواوخپله کرزی اوټیم  یې  یوځل  یې  له  امریکایانوداشغال  اودامریکاکومی ته دافغانستان  دورغورځولو جنایت  وکړ او۱۲ کاله یې  دوحشي امریکایانو اودناټو په  لښکرودافغانانوپه  عزت  ، حرمت  اواسلامي  اقدارولوبي   اومسخرې وکړي  او دوه نیم  لکه  هیوادوال یې  شهیدان اویونیم  میلون تنه  یې  شکنجه  کړل  اوس  غواړي  دستراتیژیک  اوامنیتي  تړون  له  لاري  افغانستان  دامریکا اوګاونډیوهیوادونو دکرغیړنو هیلو اوهوسونو نوی ډګر جوړکړي  !!

دلته دتبصرې  وړ ټکی داده چې سره له دغوټولو رسواییو بیاهم دافغان ولس په سترګوکې دکابل چارواکي ورننوزي اوپه ډیرافتخاروايی چې هودوی دسی آی اې ، ایران اوبل هرهیوادداستخباراتي شبکې پټي اوښکاره روپی اخیستي اوبیابه یې هم  واخلي ، ځکه  چې  دوی ورته  ضرورت  لري 

دسی ای اې له لورې دتورو ډالرو راشن ښکاره کړه چې دکابل اجیرچارواکي دافغان ولس اولوړوګټو په مقابل کې په هیڅ معامله هم بنداوخلاص ندی ، ډالراوپیسي که هرڅوک ورکوي اوله هرلوري ورته راځی دوی یې ترې اخلي اوپه سریې نوومعاملوته تیاریږي  اوچې کله کرزی وخت ناوخت  دملي حاکمیت خبره کوي اویاپه امریکایانو یولړ نیوکې کوي معلومیږي چې په کومه  میاشت کې هغه  اودارګ  خیټوروته  دسې ای اې له لوري  دډالروراشن لږ اوډیروخت ځنډیدلی  .

که حقیقت داسې نه وي نو دسیاست په دنیاکې داخبره معمول اورواج دی چې هیڅ یودولت بل دولت ته اوبیاپه خاصه توګه استخباراتي شبکې چاته وړیااوبلاعوضه کمک نه ورکوي بلکې په سلګونه تخریبي شرایط اوغلیمانه دامونه ورته لاله وړاندې ږدي اوبیادجال صفته شبکې دپیسو ویالې پرې راپریږدي .

دا وس اوس چې دافغانستان دګوشتې په پوله کوم تاوتریخوالی رامنځته شوي ، که  څه هم دیوافغان په صفت   دپاکستان  لږ اوډیریرغل  په  کلکوټکوکې غندم  اوپه صراحت وایم  چې دافغانستان په یوې لویشتې ځمکې هم  څوک بلوسي  ورنه دفاع یوه ملي فریضه  بولم ؛ خواصلي خبره داده چې ددغه تاوتریخوالي اویرغل شاته ارومرودامریکا، برتانیا اوناټویوه پټه دسیسه  هم موجوده اومتمرکزه ده   ، ځکه هرچاته ښکاره خبره ده چې دګوشتې په پوله لدې وړاندې دامریکااوناټوقواوي پرتې وي اوچې کله له هغه ځایه دوی قواوې ویستلې نوددې پرځای چې افغاني لوري ته یې تخلیه اوسپارلي وای هغه یې پاکستاني لوري ته په اختیارکې ورکړل ؟!

پرځای هیله او تمه خوداوه چې د ناټو ددغه غلیمانه  چلند له امله بایدافغانانود امریکایانوخلاف په  ګوټ ګوټ کې پراخ  لاریونونه اومظاهرې ترسره کړې وای اوله پاکستان  څخه یې ډیرامریکاته دمحکومیت  ګوته  نیولې وی چې په کوم دلیل  یې دافغانستان په کلومتروځمکه په مرموزډول  دنوروپه  اختیارکې ورکړه  ، خوزمونږ ساده لوحواوسرسري څیړونکواوسیاستوالوهغه اصلي  جنایت کاران اوعاملین چې امریکایان دي  له  یاده  وویستل  او د ولس قهر او غوسه یې  په بل لوري  زیاته  متمرکزه وګرځوله.

مونږ پرپاکستان هم غږ کووچې دپاک – افغان سرحدي مسايل ملي صبغه  لري اودغه مهال په افغانستان کې کومه ملي اودولس استازې اداره وجودنلري ، نو پاکستان ته په کاردي چې په دغه حساسو شرایطو کې دافغانستان له ملي مسایلو سره دښه ګاونډیتوب اواسلامي اخوت پربنسټ محتاط دریځ غوره کړي اودافغان ولس له کمزوري حالت څخه ګټه پورته نکړي اوله بل لوري دنړیوال استکبارله اهدافوڅخه یوداهم دي چې دګاونډیانوترمنځ اړیکي خړي پړي کړي اوخپلو استعماري موخوته درسیدولپاره مسلمان اوخواخوږي ملتونه   یوله بل سره په  خپل منځي شخړواولانجواخته اومصروف  وساتي  .

دموضوع  خلاصه  تورې  دادي  چې دکابل  اجیرچارواکي  اودټلوالې  پاتې  شوني  دسې ای اې  دپټواوښکاره  ډالروپه  مقابل  کې  له  ایمان ، هیواداوانساني  شرافت  څخه  تیراوآن ۱۳ کاله  پخوایې  ورسره  خدای پاماني  کړي  ، مونږ کلک  باورلرو چې  دګوشتې  ربړه  هم  دسې ای اې  دډالرو یومنصوبه  بندي  ده  چې غواړي  دافغان ولس  سوچ اوفکر له  هغې  فتحې  چې  لوی اومتعال  الله جل جلاله  به  یې  سږ  کال  دخالدبن ولیددعملیاتوپه  ترڅ  کې  پرافغانانولوروي  په  بل لوري واړوي  اوضمناٌدامریکایانوشتون  ته یولړ دلایل په ګوته کړي اوڅوپوځي  اډې  دافغانانوپه  ګټه  وګڼي ؛ خوافغانان  دتیرو۱۳ کلونوپه  اوږدوکې  دامریکایي مداریانواوتالیڅټو هرډول  غاړې  اودامونه په زوراوزیرولیدل اوله  افغان ولس  سره  یې  دامریکایانو پریمانه ! خواخوږیانې  اوچلندهم  وکوت ، نو فکرنکووچې  لدې  ورسته  دې  کرزی ، ټلواله  اوامریکایان،  افغانان دوکه  اوپه سرنوشت  دې   لوبې  وکړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x