د نن سرلیکنه

د سولې د عالي شورا په رهبریت کې د ښاغلي پیر ګیلاني مؤثریت

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: تیره ورځ د هیواد دولتي منابعو او یو شمیر خبري رسنیو خبر ورکړ چې ښاغلی پیر سید احمد ګیلاني د سولي عالي شورا د رئیس او ښاغلي محمد کریم خلیلي او آغلې حبیبه سرابي د اعلان شویو مرستیالانو په توګه ټاکل شوي.

که څه هم چې د یادې شورا لپاره مجموعا ۶ تنه مرستیالان په پام کې نیول شوي خو په رسمي ډول یې تر اوسه پوري د همدې دوو تنو تقرر اعلان شوې.

جناب پیرصاحب ګیلاني په داسې مهال کې د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه ټاکل کیږي چې له یوې خوا په هیواد کې نا امنۍ تر بل هروخت زیات زور اخیستی ، د هیواد په شمال او جنوب غرب په تیره د بغلان او هلمند په ولایتونو کې ډیرې سیمې د دولت له کنټروله وتلې او له بلې خوا امریکايي ځواکونه بیرته د دولتي ځواکونو د مرستې په خاطر عملا د جګړې کرښوته ګرځیدلي.

په دغسي بحراني شرائطو کې د سولې شورا لپاره چې له وړاندې یې هم د سولې په برخه کې کوم موثر رول نه دی لوبولی د چارواکو ټاکل او نه ټاکل د هیواد پر روان بحراني وضعیت کوم اغیز نشي لرلای.

که څه هم چې ښاغلي پیر سید احمد ګیلاني د هیواد د یوه پُرنفوذه سیاسي روحاني او ټولنیز شخصیت په حيث د سولې د عالي شورا د مشرانو په منځ کې تر ټولو مناسب او وړ شخص دی، خو دا چې په هیواد کې د سولې او جګړې واک له بهرنیانو په تیره امریکایانو سره دی او هغوی هیڅ کله په افغانستان کې د جګړې د پایته رسیدو اراده نه لري نو که هرډول موثر اشخاص د یادې شورا په تشکیل کې راوستل شي بیا به یې هم د پخوا په څیر رول یواځي تشریفاتي وي .

ښاغلي پیرسید احمد ګیلاني چې هم یې د تنظیمي جګړو پر مهال خپل ځان له داخلي نښتو لیري ساتلی و او هم یې تر امریکايي اشغال را وروسته په پوځي سرګرمیو کې کومه برخه نه لرله داسې څیره ده چې افغان ولس تر بل هرچا له نوموړي څخه د سولې په اړه ډیره هیله مندي لري.

امریکایانو هم په افغاني ټولنه کې د ښاغلي ګیلاني دغه موثریت درک کړی ځکه يي هم اوس د سولې د عالي شورا د مشر په توګه د نوموړي له ټاکنې سره توافق ښودلی او هم یې له کابل سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو پر مهال د هیواد د یوه روحاني مخور شخصیت په حیث اړین بللی و.

له شکه پرته چې د جناب پیر صاحب ګیلاني غوندي با وجاهته اشخاص د افغانستان په مذهبي ټولنه او د هغې د ذات البیني منازعاتو په حل او فصل کې خپل ځای او مؤثریت لري ، خو دا هغه مهال چې د ا منازعات او لانجې بین الافغاني او د حل او فصل واک يي هم له افغانانو سره وي .

له بده مرغه چې د هیواد په روانه قضیه کې اصلي عامل بهرنیان او د جګړې او سولې اصلي اصلي واک هم له هغوي سره دی چې د د ا ډول بحراني وضعیت کنټرول یواځې د بحران د عواملو په له منځه وړلو کې ممکن دی نه د اشخاصو په تغیر او ګمارلو کې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط د جنګ ځپلو افغانانو لپار نن د خوړلو او د څښلو تر توکو په وران او ويجاړ افغانستان کي صلح او ارامي اهمه ده.دلوږي او تندي څخه ‌‌‌‌‌‌ډير کم کسان ژوند د لاسه ورکوي . ولي جنګ او جګړه د هر ژوي ژوند په خطر کي اچوي . چي نه د ښارونو او نه دکلو پرګنې ترينه په امان پاته کيدي سي. جنګ خرابي او بربادي د ځان سره راړي او انسانانو په مينځ کي د حسد ، بغض ، کينې او دښمنۍ زړي ښندي. صلح ابادي راوړي ، دسوونو سوونو کلونو دښمنان ددوستۍ او… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

لمړی د پيرګیلانی د سولی د ریس کیدو په اړه : کله چه مونږ هجرت وکړو ، پيرګیلانی هغه وخت د ظاهر او داود دوی ( ږږږږ) تلل او چپول ، کله چه هغوی سفوط وکړو پير او مجددی د لویدیز او په تیره بیا د امریکایانو غلامان یی پاکستان ته راوستل د محاذ او جبهی په نوم ګوندونه یی ورته جوړ او دوی یی ورله متصدیان ( بیلونران ) کړل ، هغه وخت به مونږ دی دوه ګوندونو ته د لویدیز ګوندونه ویل ، مګر انګریزان ډير شریر او په عین حال کی ډیر هوښیار قوم دی ، پير… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

نومیر صاحب السلام علیکم : ستاسی د وړاندیز په اړه چه د جناب احمدزی صاحب په اړه مو لیکلی چه افغانان یی خپل مشر جوړ کړی هو زه ورته درناوی لرم مګر د افغانستان د مشر جوړولو یا د سولی د پروسی اعتبار کولو د پاره کوم کس چه باور پری کیږی باید ازمول شوی وی ، کومه دارایی چه دی لری هغه موارد ییی پیژندل شوی چه هغه کس د حرامی که د حلالی لیاری ترلاسه کړی ، مخکی د چا سره وو او اوس د چاسره دی او څوک تاییدو ی او څوک ردوی ، دا هغه پوښتنی… نور لوستل »

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط ‌‌‌‌‌‌ډيرعزتمند ورور استاد بيانزی صاحب . دالله پاک څخه په دارينوکي سرلوړي او عزت غواړم.هيله نه لرم چي د يوو مسلمان ورورسره چي يوو رنګ درد او احساس لري ، اود مسلمانانو په اوسني خوار او زار حالت باندي يي د سترګو نه د اوښکو پرځای ويني بهيږي په داسي مسايلوکي چي د طرفينو شېمه بې ځايه ضايع کوي سرپه سر سم. ولي د يوې وړې خبري د کولو اجازه درڅخه غواړم. اول : انجنيراحمدشاه کله چي په کابل پوهنتون کي محصل وو، دالحادي ګوندونو په وړاندي داسلامي نهضت د مخکښانوڅخه وو. اوکله چي عبدالرحيم… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

دروند ورور نومیر صاحب السلام علیکم ! تر ټولو د مخه دا درته ووایم چه زه ستا په اسلامی ورورولۍ ویاړنه کوم ، او ځان ډير نیکمرغه ګڼم چه د څومره ښو اخلاقو او ښو فضایلو لرونکی ورور سره می د احمدزی صاحب په اړه د ویلو راویلو زمینه مساعده شوه . لازم هم نه بولم ، چه ستاسی د هری خبری تردید وکړم ، مونږ هم انسانان یو ، کیدی شی ځینی ناسم معلوماتونه مو هم تر لاسه کړی وی ، کله کله سم او ناسم دواړه شتون لری ، کله چه حاضر وخت کی هغه کس نوری تازه… نور لوستل »

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط الحمد االله واالصلاة والسلام علی رسول الله. اما بعد: الله جل جلاله دي تاسو اوستاسو دکورنۍ غړو ته ددنيا او اخرت نعمتونه او نيکمرغۍ در په برخه کړي . زه همداشان ستاسوعزيز ورور په اسلامي ورورولۍ سر لوړی يم. پوهيږم چي زموږ هر يوه سره ‌‌‌‌‌‌ډيري ګيلې سته. ځکه کوم اميدونه چي موږ درلوده ، هغه د موقت وخت لپاره ترخاورو خاوري سوه. ولي په دې مي راسخ باور او عقيده ده ، چي انشالله يوه ورځ نه يوه ورځ به زموږ د ارمانونو ګلونه غوټۍ نيسي او بيا به غوړيدلي ګلان کيږي. او دا… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

نومیر صاحب السلام علیکم ! دا درته د زړه له کومی وایم ، تاسی له هغه ډلی ورونو څخه یاست چه زما زړه کی ځای لری یعنی د زړه له کومی درسره مینه په دی لرم ، چه ستاسی د نیوکو هدف د نظر مخالفت نه بلکه اصلاح وه ، یعنی داسی نه وه چه تاسی احمدزی صاحب د وینی یا نورو مادی عواملو له مخی تاییدو ی او د مشروعه دفاع نیت مو درلود ، یعنی زمونږ هدف د هغه اصلاح او ستاسی هدف زمونږ اصلاح وه الله ج دی دواړه اصلاحات رامنځته کړی ، مونږ پوره څه چه… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x