نړۍ

زرګونو کډوال د يونان او مقدونيې پولې ترمنځ بند پاتې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۴مه، ۱۳۹۴ ل): له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د سلګونو افغانانو په ګډون زرګونو کډوال د يونان او مقدونيې سرحدي سيمو کې بند پاتې دي، د يونان حکومت وايي، چې مقدونيې سره يې په دې اړه خبرې اترې پيل کړي او ډېر ژر به مقدونيه دې ته وهڅوي، چې دغو زرګونو کډوالو ته د ورتلو اجازه ورکړي.

د يونان پوليس وايي، چې دوی هڅه کوي، اروپايي هېوادونو باندې فشار زيات کړي، تر څو دغه زرګونه افغان کډوال قبول کړي.

د يونان پوليسو به وينا، نږدې پنځه زره افغان کډوال د يونان او مقدونيې پولې ته څېرمه پراته دي او له تېرې يوې اوونۍ غواړي، چې مقدونيې ته ننوځي، مګر دغه هېواد اجازه نه ورکوي او يوناني چارواکي د مقدونيې حکومت سره مذاکرات کوي، چې افغان کډوالو ته د دغه هېواد له لارې اجازه ورکړي، چې نورو اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي.

«زرګونو افغانانو د يونان او مقدونيې ګډې پولې سره مظاهرې پيل کړي او دا شعارونه يې پورته کړي، چې

«موږ بېرته نه ځو»  «ولې له موږ سره تعصب کيږي.»

لسګونو نور افغان ماشومانو سره په لاسونو کې نور کارټونه دي او وايي، چې «موږ ته د مخکې تلو اجازه راکړئ.»

د محمد اصف په نوم يو شل کلن افغان وايي، چې يا به دلته مړ کېږم او يا به د مخکې تلو اجازه راکول کيږي.

د پنځو زرو افغان کډوالو ترڅنګ درې زره نور کډوال هم د ايجن جزيرې له لارې يونان ته رسېدلي او چارواکي هڅه کوي، چې دوی ته د اوسېدو ځای برابر کړي.

يوناني سرچينې وايي، چې دوی نن د کوم ډيپلوماتيک حل نښه نه ويني او هڅه کوي، چې افغان کډوالو ته د اوسېدو مناسب انتظام وکړي، مګر افغان کډوال بايد ډلې ډلې ونه ګرځي.

تېر کال راهيسې له يو ميليون زيات وګړي د جګړو، بې وزلۍ او نا امنيو له امله اروپا ته مهاجر شوي او اروپايي هېوادونه وېره لري، چې دا خلک دلته د غلاوو، جګړو او نا امنيو لامل نه شي.

يونان، چې د اروپا دروازه بلل کيږي، هڅه کوي، چې د نورو راتلونکو کډوالو مخنيوی وکړي؛ ځکه چې د اروپايي ټولنې نور غړي د نوو کډوالو له منلو انکار کوي او کېدای شي لکونو راتلونکي کډوال د يونان په خاوره کې همداسې بند پاتې شي.

کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره UNHCR وايي، چې له تېر يو کال راهيسې له يو ميليون زيات کډوال اروپا ته تللي او يوازې سږ کال له يو لکو زيات کډوال اروپا ته تللي، چې ۲۷ سلنه يې افغانان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x