شعـــــرونه

ټينګ ايمان لرم افغان يم

مسلمان يم ټينګ ايمان لرم افغان يم
دغيرت نامه نښان لرم افغان يم

نه غليم ته يم ټيټ شوى نه به ټيټ شم
توکل په پاک سبحان لرم افغان يم

سترټبر دمېړنو راته وايه شي
ابداليان هم غزنويان لرم افغان يم

توره ډال،غشى او تيز آس مي وسله ده
لو کوټه لوى دستر خوان لرم افغان يم

وسنګرته دتګ توان دئ رب راکړي
وحق دين ته ځان قربان لرم افغان يم

ومظلوم ته دنسيم خو ږه وږمه يم
پر ظالم قهر طوفان لرم افغان يم

دالهام په نوم غښتلي وروڼه ستايم
لاخوځوان يم شعرځوان لرم افغان يم
2013/05/07

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x