افغانستان

د امريکا د نظامي یرغلونو ستراتیژیکی تېروتنې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۴مه، ۱۳۹۴ ل): هغه څوک په غلطه دی، چې اوس هم دا فکر کوي، چې د امريکا نظامي مداخلو په هره زمانه او د جګړې په هر ډګر کې برياوې خپلې کړي دي. نيوزويک امريکايي مجلې ته د ليکل شوې مقالې له مخې د ډېری امريکايي يرغلونو د ناکامۍ لاملونه «ستراتيژيکې تېروتنې دي.»

امريکايي څېړونکي مارک مويار په خپله مقاله کې ۲۰۰۱م راهيسې د امريکا د نظامي مداخلو د غلطيو او تېروتنو په اړه څېړنه کړې ده.

«۲۰۰۱م راهيسې، چې امريکا په څومره هېوادونو کې نظامي مداخله کړې او هوډ يې دا کړی، چې په هره مداخله کې به ګټه وکړي، مګر د کمزورې او ناکامه ستراتيژي له امله يې عملي نتيجه سرچپه او د امريکا په زيان راغلې ده.»

د مويار په وينا «نا اهلي او کمزوری مديريت»، چې عملا په جګړه‌ييزه ستراتيژي او د حالاتو په اړه وړاندوينه کې موږ ته څرګنده شوه، د بوش او اوباما دواړو په واکمنۍ يې امريکا ته پرېمانه زيانونه واړول.

د ليکوال په وينا د افغانستان او عراق په اړه د پخواني ولسمشر بوش او د هغه د سلاکارانو لويه بې غوري او تېروتونکی فکر دا و، چې دوی فکر کاو، د امريکا ضد هېوادونو کې به ديموکراسي حاکمه کړي او دغه ټولنه کې به ديموکراسي دومره خپره کړي، چې د ټولنې هر غړی به يې د «سخت دريځو» پر وړاندې دښمني پيل کړي . د ليکوال په وينا له همدې امله د بوش او اوباما حکومتونو افغانستان او عراق کې «د ياغيانو» پر ضد په کافي اندازه پوځيان خپاره نه کړل، مګر امريکا او ايتلافيانو يې افغانستان کې يې د شته ناقانونه وسله والو پر مټ د خپلو دښمنانو د ځپلو هڅه وکړه، مګر پايله يې بيا هم سرچپه راووته.

امريکايي پوځيان په دغو هېوادونو کې لنډ مهاله ګټې او لاسته راوړنې لري، هغه دا چې د دوی پر لاسونو رغول شوي، ديموکراتيک نظامونه، چې هر وخت له د سقوط له ګواښ سره مخ کيږي، نو امريکايي پوځيان يې مخه نيسي.

د بوش او اوباما بله لويه تېروتنه يې دا بللې، چې افغانستان او عراق کې يې د نظامي مداخلې پر مهال پر داسې کړيو د واک باور وکړ، چې د ګټې پر ځای يې افغانستان او امريکا دواړو ته زيان واړاو او که دغو هېوادونو کې يې پر هغو خلکو باور کړی وی، چې د شخصي ملېشو، قومي تړاوونو د زور پر ځای اصولو ته ژمن وای، نو کېدای شي اوسنۍ ناوړو پايلو سره نه وای مخ شوي.

د عراق په اړه ليکوال ليکلي، چې بوش له يرغل وروسته د واکمن بعث ګوند ټول نظامي افسران له واکه ګوښه کړل او د دغه هېواد واک يې هغو سياسي کړيو ته وسپاره، چې په هېواد کې منفور او شړل شوي خلک وو او ډېری يې د شيعه ډلو ټپلو په نوم سياست کاو.

له څو خونړيو کالو وروسته اوباما سنيانو او بعثيانو ته حکومت کې د ګډون اجازه ورکړه، مګر د واک واګې بيا هم سخت دريځو شيعه ګانو سره وې او له همدې امله، کله چې امريکايي پوځيان له عراقه ووتل، دغه هېواد کې يو ځل بيا نا امنۍ، ستونزې او جګړې پيل شوې.

د مويار په وينا د امريکايي پوځ بله ستره تېروتنه دا ده، چې د عراق، افغانستان او يمن په جګړو کې له اندازې زيات د بې پيلوټه الوتکو پر بريدونو باور کوي.

د يمن په اړه امريکايي جنرال ويلي و، چې د لرې پرتو سيمو کې د امنيت او مخالفينو د ځپلو لپاره بايد د يمن حکومت سره مرسته وشی، مګر سپينې ماڼۍ د القاعدې پر ضد هوايي بريدونه غوره وبلل، چې پايله کې يې لاسته راوړنه هم نېمګړې او سرچپه بريښي.

ليکول زياتوي، چې د امريکايي بې پيلوټه هوايي بريدونو کې د مخالفينو ګڼ مشران او غړي وژل شوي، مګر د دې ترڅنګ ډېری قربانيان يې ولسي خلک دي او له همدې امله د خلکو کرکه او نفرت هم له امريکا زيات شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د نړی اوسنی جنګونه د پخوا په شان د یو هیواد جنګ نه دی او که کوم هیواد چه جنګ کوی او یا جنګ ورباندی تحمیلیږی د دی ټولو جنګونو قومانده او بلان د نړیوال استعمار د نړیوال یهودی ګوند له خوا دی چه کوم هیواد په کوم هیواد یرغل وکړی ، هلته څوک لیری او څوک په پښو ودروی ، هغه نړیوال ګوند د نړیوال حکومت د تاسیسولو د پاره نړی اوس وخت کی په دوه برخو ویشلی د ظالمانو او په وسلو ماړه هیوادونه او بل د دریمی نړۍ هیوادونه چه په راست کی یی اسلامی هیوادونه قرار… نور لوستل »

محمد عبدالله

زما بعضی تبصری نه نشریږی نو داداری څخه مو داتمه ده چی دهر چا په تبصرو کی چی فاش خبری نه وی نو دحقایقو دراڅرګندیدو لپاره نشر شی کیدای شی بعضی اوقات مونږ سخت الفاظ وکاروو اما دا الفاظ دچا سره ددشمنی لپاره نده بلکی دمقناطیسی خوب څخه خلک ویخول غواړو دادنیا دتور جادوګرانو لاس ته پریوتی (دجال اوشیطان)بندګان دتولی دنیا حکمرانی چلوی او تول قوانین یی دالله ج دقوانینو خلاف ده لکه [همجنس ودونه (عجب انسانیت)]
——-
#### اداره ####
ستاسو تبصره بايډ لنډه او د موضوع سره سمه وي..

محمد عبدالله

محترمانو همدومره تبصری مو چی نشر کړی هم له تاسو څخه مننه زمونږ حق پرتاسو نه جوړیږی خودا چی تاسو وایی اوږدی تبصری دی نو زه ګومان نکوم چی په غته تبصره ستاسو مصرف راشی او که دچا زړه نه وی نو اجباراا لوستلی هم نشو ورباندی اوکیدای شی دتولو خلکو نظر هم له مونږ سره موافق نه وی اوداسلام داصولو مخالف لیکل نکوو العیاذ باالله سمه ده زما تبصری لږ سه اوږدی دی اما دموضوع سره تړلی وی او څومره خبرونه چی نشریږی ددنیا دسیاست باره کی کوشش کوم دیوی تبصری په واسطه دتولو دجالیانو اصلی مخ رابربند کړم… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x