افغانستان

څلور اړخيزه ناسته کابل کې پيل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۴مه، ۱۳۹۴ ل): د افغان سولې په اړه د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان څلور اړخيزه ناسته په کابل کې پيل شوه.

ټاکل شوې، چې په نننۍ غونډه کې به کې طالبانو سره د مخامخ خبرو او ځای ټاکلو په اړه خبرې وشي.

د سولې اړوند څلور اړخيزه ناسته د سلواغې په ۱۷مه نېټه اسلام اباد کې شوې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې راتلونکې غونډه کې به «د سولې د لارې نقشه» باندې خبره وشي او د دغې ناستې پر مهال به طالبانو سره د مخامخ خبرو زمينه برابره شي.

د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان څلورمه څلور اړخيزه نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په وينا پيل شوه.

افغان حکومت هيله من دی، چې له دې ناستې به د سولې رڼا وويني او طالبانو سره به د مخامخ خبرو زمينه برابره شي.

د سياسي چارو شنونکی نظر محمد مطمين وايي، چې امريکا د جګړې ښکېل لوری دی او بايد د درېيمګړی رول ځان لپاره غوره نه کړي.

د ښاغلي مطمين په وينا امريکا او افغان حکومت دواړه نه غواړي، چې افغانستان کې رښتينې سوله راشي او له همدې امله د سولې د رښتني ادرس پر ځای ناسمو ادرسونو پسې ګرځي.

اسلام اباد مېشتی ازاد ژورنالېست طاهر خان په خپله وروستۍ تبصره کې د څلور اړخيزې ناستې د يو ګډونوال له قوله ليکلي، په تېره غونډه کې پرېکړه وشوه، چې راتلونکې ناسته کې به طالبانو سره د مخامخ خبرو د مېکانېزم په اړه خبرې کيږي، مګر د مخامخ خبرو ځای په اړه لا هم پرېکړه نه ده شوې.

د ګډونوال په وينا طالبان به کابل کې خبرو ته زړه ښه نه کړي او که چين کې خبرې کيږي، نو بايد امنيت شورا پر طالبانو لګېدلي بنديزونه لرې کړي او بالاخره پرېکړه پر دې وشوه، چې قطر کې به د طالبانو دفتر سره د خبرو لپاره اړيکې نيول کيږي او له هغې وروسته به د راتلونکي ګامونو په اړه پرېکړه کيږي.

تېره مياشت قطر کې د پګواش مرکز له لوري جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر شېر عباس ستانکزي د خپلو خبرو په ترڅ کې ويلي و، چې د دوی رسمي سياسي دفتر ته د کار ورکولو اجازه، د بنديانو د خوشې کولو، پر مشرانو يې سفري بنديزونه لرې کول او د طالبانو پر ضد پروپاګند بندول افغان حکومت د خبرو لپاره اړين ګامونه دي، چې بايد پورته يې کړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x